د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هيلري کلنټن: د کرکټ له ملي لوبډلې بايد زده کړه وکړو

خبري څانګه 12.05.2010 12:01

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په واشنګټن کې ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوريز نړيوال جام ته رسېدل ستايلي دي او ويلي يې دي چې نورخلک بايد د دې لوبډلې څخه زده کړه وکړي چې په سختو حالاتو کې یې داسې ستره لاسته راوړنه لرله.

شايد له نورو خلکو د هيلري کلنټن موخه د افغانستان حکومت او د امريکا ملګري وي چې په تېرو اتو کالو کې د نړيوال شتون او مرستو سره سره د مخالفينو د ګوذارونو د ټينګې نه دي او په اداري فساد او د مخدره توکو په سوداګرۍ یې خپل امريکايي او بهرني ملګري وخت ناوخته تورنوي.

هيلري کلنټن وويلې چې ((که موږ د داسې نمونې پسې ګرځو چې د سختو نړيوالو چيلنجونو سره په هنر، اخلاص او د يوې ډلې په توګه چلند وکړو نو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته بايد وګورو.)) کلنټن وويل چې هغه څوک چې کرکټ نه تعقيبوي، دومره ورته وايم چې یوه لسيزه مخکې افغانستان د کرکټ لوبډله نه لرله خو سره د دې هم تېره مياشت افغان ملي لوبډلې شل اوريزو نړيوالو لوبو ته ځانوننه ورسول او د نړۍ د بهتريونو لوبډلو سره اوږې وښورولې او بيا یې وويل (( ښه نو نن موږ دلته د امريکا او افغانستان د حکومتونو دوه مخکښې ډلې لرو.)). کلنټن د امريکا او افغانستان شل کسيزه هيتونو ته اشاره کوله چې د خبرو لپاره د نوموړې د وينا په مهال ناست وو.

کرزي د کلنټن د خبرو په ځواب کې وويل چې د نړيوالې ټولنې او د امريکا له مرستو پرته افغان ملي لوبډلې برياوې لاسته نه شوې راوړلای. ښکاري چې ولسمشر غوښتل امريکا هسې خوښه کړي ځکه چې تر دوه مياشتو مخکې پورې امريکا او نړيوالې ټولنې د افغانستان کرکټ سره د پام وړ مرستې نه وې کړې. يواځينۍ مرسته څو کاله وړاندې د برتانيا د سفارت وه چې د کرکټ لوبډلې سره یې د پنځه زره ډالرو په شاوخوا کې د وسايلو مرسته کړې وه. د امريکا سفارت دوه مياشتې وړاندې نړيوال جام ته له بريالي کېدو وروسته د افغان کرکټ بورډ سره د دوه نيم لکه ډالرو مرسته اعلان کړه او د لوبغالو د جوړولو ژمنه یې چې کړې وه له هغې په شا شوه.

همدا اوس هم په هېواد کې د کرکت یو لوبغالی نشته او امريکا او ملګري يې کولای شي د بيا رغاونې ملياردونه بې ځايه لګول شوو ډالرو څخه په هر ولايت کې یو لوبغالی د دوه لکه ډالرو په بيه جوړ کړي. په ۳۴ ولايتونو کې  د یو یو لوبغالي د جوړولو بيه ټول اوه مليونه ډالر راځي چې په یو کال کې د ۷ امريکايي پوځيانو د مصرف او په يوه ورځ کې د کابل د هوايي ډګر څخه د فساد په نتيجه کې په پټه بهر ته د لېږدول کېدونکي پيسو معادل دي.

د امريکا او افغان حکومت له خوا د کرکټ د ملي لوبډلې د برياوو کريډټ کارول دوه ماناوې لري: يا خو امريکا او افغان حکومت کوښښ کوي چې ووايي چې که د سياست او یوې ښې ډيموکراسۍ په جوړولو کې پاتې راغلو، د کرکټ ملي لوبډله خو یو ځای ته ورسېده او په يو سپورتي پرمختګ خپله ناکامي پټوي او يا هم دا چې امريکا افغان حکومت ته پېغور ورکاوه چې د کرکټ له هلکانو څخه دې په کار کې اخلاص، هنر، او یووالی زده کړي.

د الجزيرې په یوه خپور شوي مستند فيلم کې افغان لوبغاړو هم موده مخکې ويلي وو چې دوی غواړي ټول هېواد له دوی څخه یووالی زده کړي.