د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ترکیې دپارلمان اته کسېزپلاوې د میدان وردګ څخه لیدنه وکړه

خبري څانګه 11.05.2010 11:51

د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتو له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې نن د ترکیې دپارلمان یو شمېر غړو پداسې حال کې چې په کابل کې دترکیې هېواد سفیر ورسره هم ملتیا کوله دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي،امنيتي چارو مسولینو او دیو شمېر دولتي ادارو ریسانو سره په کتنې سربېره په دې ولایت کې د ترکیې هېواد لخوا د بشپړشوو پروژو او کرنې لیسې شاکردانو څخه لیدنه وکړه .

په دغه لیدنه کې لوموړی راغلي پلاوې د هغې سړې خونې څخه لیدنه وکړه چې ددې ولایت دمڼو د زیرمې لپاره د(۵۰۰) ټنو په ظرفیت په اساسي ډول جوړه شوې وو، چې اوس مهال د بڼوالو دټولنې لخوا په نوموړې سړه خونه کې په ټنونو مڼې ځای پرځای شوې او دتیرکال په پرتله یې په مڼو کې ۵۰سلنه زیاته ګټه کړې ده، وروسته پلاوې دکرنې دمسلکي لیسې دترکیې ژبې ټولګي ،دکمپوټرزده کړې ټولګي او کتابتون څخه لیدنه وکړه او هم یې دنوموړې کورس سره د دوه لیپ ټاپ کمپیټرونو مرسته وکړه.

پلاوې او دولایت مقام په ګډه دولایت ملي راډیو څخه لیدنه وکړه چې دوست هېواد ترکیې په مرسته جوړه شوې وو او په ژوندۍ بڼه یې د ترکیې او افغانستان تاریخي او کلتوري اړیکو په اړه دراډیو په څپو څرګندونې وکړې او هم یې دخپل هېواد تل پاتې مرستو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه په هغه وخت کې (۱۹۲۰)زیږدیز کال کې چې ترکیې دجنګ په دوران کې وو نو افغانان ورونه زموږ مرستې لپاره راغلل او موږ ته یې ازادي راکړه نو اوس چې افغانان ورونه دستونزو سره مخ دي زموږ مرستې اوس هم دهغوۍ هغه سرښندونو په اندازه ندي چې افغانانو له موږ سره کړې دي.

په پاې کې راغلې پلاوې په هغو مراسمو کې ګډون وکړو چې دولایتي بیارغاونې ډلې په مرسته د کمپویټر زده کړو شپږمې دورې (۲۲) کسانو فراغت په موخه جوړ شوې وو، او په فارغینو یې برې لیکونه وویشل.