د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي ارزښتونه - اومه برخه

عبدالرحمن فرقاني 11.05.2010 10:49

اومه برخه
اسلامي ارزښتونه : مودودي
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني


پر پيغمبرانو د ايمان راوړلو اړتيا :

كله چې تا ته دا مالومه شوه چې د اسلام سمه اومستقيمه لاره هغه لاره ده كومه چې د الله تعالى له لوري پيغمبرانوبندګانوته ښولى ده , نو پدې خبره پخپله پوهيدئ شې چې پرپيغمبر باندي ايمان راوړل او د هغه اطاعت اوپيروي كول ټولو انسانانو ته ضروري خبره ده , او كوم سړى چې د پيغمبرټګلاره پريږدي او د خپل عقل څخه كومه تګلاره را وباسي يقيناً چې هغه لوی ګمراه دی .
پدې معامله كې خلك عجيبې عجيبې غلطۍ كوي , څوك داسي دي چي د پيغمبر صداقت مني , خو په هغه باندي ايمان نه راوړي اونه هم د هغه اطاعت اوپيروي كوي , دا راز خلك صرف كافر ندي بلكه احمق هم دي , ځكه چي د پيغمبرصداقت منل او ورسته د هغه اطاعت اوپيروي نه كولو معنا دا ده چي سړي د پوهيدو سره د درواغو پيروي كوي , ظاهره ده چي لدي څخه لوي احمق بل نشته .
څوك وايى چې موږ ته د پيغمبر د پيروۍ اړتيا نشته , موږ په خپله د خپل عقل په ذريعه د حق لاره ايستى شو , دا ديره لويه تيروتنه ده , تا خو رياضي لوستى ده او پوهيږي چې له يوه ټكي څخه تر بل ټكي پوري مستقيه كرښه صرف يوه كرښه ده , له دې پرته چې هر څومره كرښي وكاږي يا خو هغه كرښې كږي وي او يا هم هغه بل ټكى ته نشي رسيدلى , همداسې كيفيت د حق دلاره اړوند هم دي , چې د اسلام په ژبه كې ورته صراط مستقيم ( سيده لاره ) ويل كيږي , دا لاره د انسان څخه پيل شوي تر الله سبحانه وتعالى پورې رسيږي , او د رياضي د قاعدې مطابق دا هم يواځې يوه لاره كيدلای شي , لدې پرته چې څومره لارې دي يا خو كږې دي او يا هم الله تعالى ته نشي رسيدلی , او که ته ځيرشي كومه لاره چې مستقيمه ده هغه خو پيغمبر ښولې ده , او لدې پرته نورې ټولې لارې صراط مستقيم ندي , لدې لارې پرته چې انسانان د كومې لارې د پيدا كولوهڅه كوي هغوئ له دو صورتونه څخه خالي ندي يا خو دوئ الله تعالى ته د رسيدلو كومه لاره نده پيدا كړې اويا خويې ديره كرغيړنه او كږه لاره خپله کړی ده , مستقيمه كرښه نه بلكه منحني كرښه يې غوره کړيې , په لومړي صورت كې دې ده تباهي ښكاره ده ، او په دوهم صورت كې يې حماقت بربڼديږي , يوه ځاي ته د رسيدلو لپاره يو بې عقل ځانور هم د كږې وږې لارې پر ځاي يوه مستقيمه لاره ګوري , نو دغه انسان ته تاسو څه وايى چې د الله تعالى يونيك بنده ده ته مستقيمه لاره ښي خو دی وايي چې زه ستا په مستقيمه لاره نه ځم بلكه خپل منزل ته د رسيدو لپاره كومه كږه وږه لاره ګورم .
دا هغه خبره ده چې د يوه نظر په پايله كى هر سړي ورباندي پوهيږي , مګر كه ته لږ دير غور وكړې نو درته مالومه به شي چې كوم سړي په پيغمبر باندې د ايمان راوړلو څخه ډډه كوي هغه لره په حقيقت كې الله تعالى ته دى رسيدو كومه لاره هيڅكله په لاس نه ورځي , نه سيده او نه هم كږه د دى وجه دا ده چې كوم سړى د ريښتيني شخص د خبرى له منلو څخه انكار كوي هرو مرو به د ده په دماغ كې كومه داسي خرابي وي چى دی د ريښتيا له منلو نه مخ اړوي , يا د ده پوهه كمزورې ده , يا د ده په زړه كې تكبر دی , يا د ده طبيعت داسي كرغيړن دي چې د نيكۍ او صداقت دخبرو منلو ته تيار ندی , يا دى د پلار اونيكه په ړانده تقليد پسي روان دی او كومې خبرې چې له وړاندي د دود او رواج په ډول ده ته رسيدلى دي د هغه خلاف څه ويلو ته تيار ندی , يا دى د خپلو نفسي غوښتنو بنده دی د پيغمبر روزنه ته تيار ندي , او د دى لپاره د پيغمبر د خبرو له منلو ډډه كوي ځكه چې بيا د ګناه او نا جايز كارونو خپلواكي له لاسه وركوي , دا ټول لاملونه داسي دي كه يو د دغو په كوم سړى كې وي هغه د الله تعالى لاره نشي پيدا کولاي , او كه دا راز لاملونه په كوم سړي كى نوي نو هغه هيڅكله د الله تعالى د پيغمبر د خبرو له منلو نه انكار نكوي .
له ټولو لويه خبره خو دا ده چې پيغمبر د الله تعالى له اړخه را ليږل شوی دی او دالله تعالى حكم هم دا دي چې په هغه باندي ايمان راوړل شي او د هغه اطاعت اوپيروي وشي , اوس كه څوك په پيغمبر باندي ايمان نه راوړي نو د الله تعالى خلاف بغاوت كوي .
ګوره , ته چى د كوم سلطنت رعيت يې نو د هغه له اړخه چې كوم حاكم مقرريږي ته بايد دهغه اطاعت وكړي , كه چيرى ته د هغه له منلو انكار كوي د دې معنا دا ده چې ته په خپله د دې سلطنت په وړاندي بغاوت كوي , د سلطنت منل او د هغه له اړخه مقرر شوی حاكم نه منل دواړه بلكل متضادي او متناقضي خبري دي , دا راز مثال د الله تعالى د راليږل شوي پيغمبرهم دی , الله تعالى د ټولوانسانانو حقيقي پادشاه دي , كوم سړي چې الله تعالى د نورو انسانانو د هدايت لپاره راليږلی دی او د هغه د اطاعت او پيروي حكم يې كړی نو انسان ته پكار ده چې د نورو شيانو پيروي پريږدي او صرف د ده پيروي او اطاعت وكړي , لدې څخه مخ اړونكی په هر حال كافر دي كه هغه الله تعالى ومني او كه يى و نه مني .

د پيغمبرۍ لنډ تاريخ :

اوس موږ تا ته ښيو چې په نوع انساني كې د پيغمبرۍ سلسله څرنګه پيل شوې ده او څه ډول مخ په وړاندي روانه او بالاخره په يوه آخري اوتر ټولو لوی پيغمبر باندې ختمه شوې ده , تا خو به اوريدلى وي چې الله تعالى له ټولو وړاندي يو انسان پيدا كړ, وروسته يې لهمدغه انسان څخه د هغه جوړه پيدا كړه او د نسل تسلسل لدى جوړې څخه پيل شو او تر نن پورې روان دی , او د بې شميره پيړيو په اوږدو كې د ټولې ځمكې پر مخ دا انسا نان خواره شول , په نړۍ كې چې څومره انسانان پيدا شوى دي دهمغى يوه جوړى اولاد دي , د ټولو قومونو مذهبي او تاريخي روايت پدې متفق دی چې د انسانانو د پيدايښت پيل له همغه يوه انسان څخه شوي , د ساينس د څيړنو څخه هم ثابته شوى نده چې د نړۍ په بيله بيله برخه كې په بيل بيل ډول انسانان پيدا شوي وي , بلكه د ساينس دير پوهان هم دا قياس كوي چې لومړي به يو انسان پيدا شوى وي , او په نړۍ كې چې څومره انسانان دي د همغه لومړي انسان اولاده دي , ژموږ په ژبه كې له وړاندي انسان ته آدم (ع) ويل شوی لدې څخه د آدمي کلمه اخيست شوې ده چې د انسان د کلمې هم مفهومه کلمه ده , الله تعا لى له هر څه مخكې پيغمبرآدم عليه السلام پيدا كړاو هغه ته يې حكم وكړچې خپل اولاد ته د اسلام روزنه وركړي , او خپلې اولادې ته ووايى چې ستاسو او د ټولى نړۍ خدای يو دی , او د هغه تعالى عبادت وكړی , د هغه تعالى په وړاندى سر ټيټ كړی , له هغه څخه كومك وغواړی او دهغه تعالى د رضا سره سم په دنيا كې ژوند وكړی , كه تاسې داسې وكړل نو تاسو ته به ښه انعام دركړای شي او كه داسي ونه كړی او د الله تعالى له اطاعت څخه مخ واړوی تاسو ته به سخته سزا دركړای شي .
د حضرت آدم عليه السلام په اولاد كې چې كوم خلك راستكاره اوښه وو د خپل پلار په ښول شوې لاره باندې ولاړل او كوم چې بد وو هغوي د آدم عليه اسلام لاره پريښوده , او ورو ورو هر ډول بدۍ پيدا شوې , چا د لمر, سپوږمۍ , ستريو پرستش پيل كړ, اوچا د ځانورانو , ونوو , رودونو پرستش پيل كړ, د چا سره دا فكر پيدا شو چې د هوا , اوبو, اور , ناروغي , تندرستي , او د الله تعالى د نورو نعمتونو خدايان بيل بيل دي , د هر يوه پرستش په ځانګړى توګه كول په كار دي تر څو ټول خوشحاله وي او په موږ مهرباني وكړي , لدې راز جهالت څخه بې شميره بت پرستۍ او د شرك ډولونه پيدا شول , او لدې نه ډول ډول مذهبونه پيدا شول , دا هغه زمانه وه چې د آدم عليه اسلام نسل په نړۍ كې ټيټ شوي وه , بيل بيل قوتونه منځ ته راغلي و, هر قوم خپل يو ځانګړى مذهب جوړ كړى وه او د هر قوم رواجونه بيل وو, دالله تعالى د هيرې سره سره يې هغه قانون هم هير شوي و ، چى آدم عليه السلام خپلو اولادونو ته ښوولى و , خلكو د خپلو غوښتنو پيروي پيل كړه , هرډول ناوړه رواجونه پيدا شول , هر ډول ناوړه جاهلانه فکرونه پيدا شول , د بدۍ او نيكۍ تر منځ په توپير كړلو كى تيروتني كيدلي , دير بد شيان ښه وګڼل شول او دير ښه شيان بد وګڼل شول .
نو ځكه الله تعالى په هر قوم كې د پيغمبرانو ليږل پيل كړل تر څو خلكو ته هغه اسلام وښي كوم چې حضرت آدم عليه السلام انسانانو ته ښولي و , دې پيغمبرانو خپلو خپلو قومونو ته هغه هير شوی سبق بيا ور زده كړ , د يوه خداي پرستش يى ور وښود , د بت پرستۍ او شرك څخه يى د ځان ساتنه په ګوته كړل , جاهلانه رواجونه يى له منځه يوړل , د الله تعالى د رضا مطابق ژوند كول يې خلكو ته ورښودل , سم قوانين يى ورښودل اود دې قوانينو پيروۍ ته يى خلک رابلل , هندوستان , چين , عراق , ايران , مصر , اوروپا .......... خلاصه د نړۍ په مخ داسې هيواد نشته چې د الله تعالى له لوري ورته خپل ريښتينى پيغمبر نوي استول شوی , د هغوي ټولو مذهب يو وه هغه مذهب چې موږ او تاسي ورته په خپله ژبه كې اسلام وايى (1), البته د روزنه او تربيت لاره او د ژوند كولو طريقې بيلې بيلې وی ,
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 په عامه توګه خلك لدى غلط فهمۍ سره لاس ګريوان دي چې ګواكي اسلام د حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم څخه پيل شوى , آن تر دى چې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د اسلام بنيان ګذار ګڼل شوى دي , په حقيقت كې دا يو لويه غلط فهمي ده چې د طالب علم له ذهن څخه بايد په قطعي توګه لرې شي , هر طالب علم ته دا خبره بايد روښانه وي چې اسلام هميشه او په هر وخت کې د نوع انسانى لٰپاره حقيقي مذهب دی , او په نړۍ كې چې هر ځاي او هر وخت كوم پيغمبر راغلى هغه له ځانه سره د اسلام مذهب راوړى دی .



په هر قوم كې چې كوم ډول جهالت خور شوي و د هغه په لمنځه وړلو باندې ټينګار وشو , هر ډول غلط رواجونه چې رواج شوي ود هغه په اصلاح باندې كارپيل شوو , د تهذيب او تمدن اوعقل او علم له لحاظه چې قومونه كله په ابتدايي پړاو كې و نو دوئ ته په ساده ډول تعليم او شريعت ښودل كيده , په كومه كچه يې چې ترقي او پرمختګ كاوه په هغه کچه تعليم اوشريعت هم پراخه كيده , اختلاف صرف په ظاهري شكل كى وه , بنياد د ټولو يو و، يعني په عقيده كې توحيد , په اعمالو كې د نيكۍ او سلامتۍ رويه, او په آخرت کې د سزا او جزا اړوند يقين او باور كړل .
د پيعمبرانو سره هم انسان عجيبه معامله كړى ده , لومړى خو يې ځورول اوتكليفونه يې ورته اړول , د هغوئ له منلو څخه يې انكار كاوه , څوك يې له وطن څخه وايستل , څوك يى ووژل , چا ته د كالونوزيار او روزنه نه وروسته د ګوتو په شمير پيرو په مشكل پيدا شول , مګر د الله تعالى دغو غوره شويو بندګانو خپل كار په كوم ډول چې پكار وه وكړ, تردې چې د دوئ كړنلارې په خلكو كې خپل اثر وښود او لويو لويو قومونه د دوئ پيروري ومنله , له د څخه وروسته ګوراهى بله لاره خپله كړله , د پيغمبرانو د وفات څخه وروسته د دوئ امتونو د دوئ لارښونې بدلې كړلې , پر دوئ باندې په نازل شويو كتابونو كې چى د الله تعالى له لورى ورباندې نازل شوی وو خپل هر ډول نظرونه ورګډ كړل , د عبادت نوې نوې تګلارې يې خپلې كړلې , بعضو په خپله د پيغمبرانو پرستش پيل كړ, چا خپل پيغمبر د الله تعالى څيره وګڼله ( يعني الله تعالى په خپله د انسان په صورت كى را ټيټ شوي وه ) چا خپل پيغمبر د الله تعالى زوي وګاڼه , چا خپل پيغمبر په خدايۍ كې شريك وباله , خلاصه انسان عجيبې سرغړونې وكړې كومو خلكو چې بتا ن مات كړل انسان هغوۍ د بتانو په څيروګڼل , او كوم شريعتونه چې دغو پيغمبرانو امتونو ته ښولي وو هغه يې هم په ډول ډول بې لارې كړل , په هغه كې يې خپل جاهلانه رواجونو ورګډ كړل , افسانې اوبې اساسه روايتونو يې پكښې ګډ كړل , هغه قوانين چې انسان په خپله جوړكړلي دي هغه يى په الهي قانون كې ګډ كړل , آن تردې چې د څو پيړيود تيريدو څخه وروسته دا ستونزمنه شوه چې د الله تعالى د پيغمبر لارښونې اوشريعت وپيژندل شي , او بعضو خو په كې ګډوډې خبري يو ځاي كړلي ,( 1) ,
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(!)دلته دا خبره د طالب العلم په ذهن كى بايد ځاي پرځاي شي چې د پيغمبرانو امتونو خپل اصل مذهب چى (اسلام ) دي په خپله لمنځه يووړل او هغه مذهبونه يى جوړ كړل چې په مختلفو نمونو په نړۍ كى خپاره شول , دمثال په ټوګه عيسى عليه السلام چې د كوم مذهب روزنه او ارزښتونه خلكو ته ښولي و هغه اسلام و, خو لده وروسته د ده پيروانو د ده عبادت پيل كړ او د ده له خبرو سره يې خپلې خبري اونظريات يوځاي كړل ، هغه مذهب يې جوړ كړ چې نن عيسايت ورته ويل كيږي . په خپله د پيغمبرانو د ژوندانه د حالاتو روايت هم داسي ورك شو چې د دوئ په هكله هيڅ څه د اعتبار وړ پاتي نه شول , خو سره د دې د پيغمبرانو كوښښونه بې ځايه نه شول د ټولو ستونزو سره سره څه نا څه ريښتينوالی او صداقت په هر قوم كې پاتې شو, د الله تعالى د وجود په اړوند تصور , د آخرت د ژوندانه په اړوند تصور په يوه شكل د اشكالو په ټولو قومونو كې تيت شو , د نيكۍ ,صداقت , او اخلاقو په اړوند يوشمير اصول په عامه توګه په نړۍ كې ومنل شول , او ټولوپيغمبرانو په ځانګړې ځانګړې توګه په ځانته ځانته قومونو كې دا چاپيريال تياركړ چې د يوه داسې مذهب روزنه پكې وشي چې بلا شكه دټول انسانيت مذهب دي , لكه څرنګه چې وړاندى وضاحت وشو چې په پيل كې هر قوم ته په بيله بيله توګه پيغمبران راغلل , او د هغوئ روزنه اوتعليم د همدوئ په قومونو كې محدود او محصورپاتي كيده , او د دې علت دا وه چې يو قوم له بل قومه څخه بيل وه , د هغوئ په لمنځ كې دير تړاو نه وه , لكه چې هر قوم د خپل وطن په حدودو كې مقيد وه , پداسې يوه چاپيريال كې يوه عامه اومشتركه روزنه خورول ستونزمن كار و , سر بيره پدې د مختلفو قومونو حالت يو له بله دير توپير درلود , جهالت ديره وده كړى وه , او له دې جهالت څخه چې كوم اعتقاد اوناوړه اخلاق راپيدا شول په هر ګوټ كى په مختلف ډول و, د دې لپاره پكار وه چې د الله تعالى پيغمبران هر قوم ته په بيله توګه روزنه او تعليم وركړي , ورو ورو ناوړه فکرونه له منځه يوسي او پر ځاي يې سم اوصحيح فکرونه او عقيده خپره كړي , ورو ورو جاهلانه تګلارې پيرږدي او د لوړې درجې د قانون پيروي ورته وښي ، او د دوي روزنه داسي وكړي لكه چې د وړو اطفالو روزنه كيږي , الله تعالى پوهيږي چې دا راز روزنې به څومره په زرګونو كالونه دربر نيولي وي , په هر حال د پرمختګ او ترقي سره سره انسانيت هم د هغه وړكتوب له مرحلى څخه ووت او سن بلوغ ته ورسيد , د تجارت , صناعت , اوحرفت د ترقي له امله د قومونو په منځ كې هم اړيكې ټينګې شوې , د چين څخه تر جاپانه پورې او داوروپا څخه نيولي تر افريقا پورې د كيښتيو تګ راتګ او په وچه كې د سفرونوسلسله پيل شوله , په ديرو قومونو كې د ليكدود رواج خور شو , علوم او هنرونه خواره شول د قومونو تر منځ د علمي ليكنو تبادله پيل شوه , لوی لوی فاتحين پيدا شول او په مختلفو هيوادونو كې يې ځانګړي ځانګړي سلطنتونه جوړ كړل , او هر يوه قوم ته يې سياسي نظامونه وركړل , دا راز هغه د جدايى او لريتوب چاپيريال د قومونو تر منځ ورو ورو له منځه ولاړ او دا ممكنه شوه چې د اسلام روزنه اوتربيه ټولې نړۍ ته وليږل شي , له نن څخه يونيم زره كاله مخكى د انسان حالت داسي وه چې هغه په خپله د يو مشرك مذهب غوښتنه كوله , بودايت اګر چې يو پوره مذهب هم نه و محض يو څو اخلاقي اصول پكې و نود هندوستان څخه ووت او د جاپان او منګوليا په لوري او بل لوري ته تر افغانستان اوبخارا پورې خور شو , او دې مذهب ته دعوت كونكي تر لرې لرې هيوادونو پورې ورسيدل , له د څخه څو پيړي وروسته د عيسويت مذهب پيدا شو , اګر چى عيسى عليه السلام د اسلام د روزنه لپاره راغلی وه خو لده څخه وروسته د عيسويت په نامه يوناقص مذهب جوړ شو، اوعيسايانو دا مذهب د ايران څخه تراوروپا اودافريقا په لري او اوږدو ملكونو كى خپور كړ , دا حالات ښي چې د هغى وخت نړۍ يوه عام انساني مذهب ته اړتيا درلوده , اودا قومونه دې ته تيار شوي وچې هغه نا تمامه اوناقصه مذهبونه په خلكو كى خواره كړي .

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم نبوت :
دا هغه وخت دی چې د ټولى نړۍ او د ټولو انساني قومونو لپاره د عربو په خاوره كى يو پيغمبر يعني حضرت محمد صلى عليه وسلم پيدا شوو اوالله تعالی هغه ته د اسلام مكمل قانون او روزنه وركړله او د دې قانون په خدمت باندي مامور شو چى په ټوله نړۍ كى يى خپور كړي .
د نړۍ نقشه راواخله او ويى ګوره , په يوه وار كتلو به درته په ډاګه شي چې د عربو له خاوري څخه بل موزون ځاي د نړۍ د پيغمبرۍ لپاره نشي پيدا كيدلی , دا هيواد د آسيا او افريقا په منځ كې واقع دی , او اوروپا هم لدې ځايه ديره لرې نده , سربيره پدې په هغه وخت كې د اوروپا په جنوبي برخه كې پرمختللي او متمدنه قومونو ميشت شوي و، او د اورپا دا برخه دې ځايه ته دومره لنډه ده څومره چې هندوستان ورته لنډ دي .
بيا د هغې زمانې تاريخ ولول , تا ته به روښانه شي چې په هغه زمانه كې د پيغمبرۍ لپاره تر عربو موزون قوم بل قوم نه و , نورو لويو لويو قومونو د زور آزمايى په پايله كې خپل زور او توانايى له لاسه وركړى وه ، او د عربو قوم هغه مهال تازه نفسه قوم و , د تمدن او ترقى له امله د نورو قومونو عادتونه اورواجونه ناوړه شوي و او د عربو په قوم كې داسې كوم تمدن نه وه چې د دوي مينه د ماديت ژوند ته را وپاروي او رذالت ته يې راكاږي , د شپږمى پيړۍ عيساي عربان دهغې زمانې د متمدنو قومونو له ناوړه اثر څخه بلكل پاك و , په هغوئ كې ټولى هغه انساني ښيګڼې شته وې چې په يو داسې قوم كې موجودي وي چې د متمدنو قومونو هوا نه وي ورته رسيدلي , هغوئ بهادر وو , توريالي وو, د عهد او پيمان پابند وو , آزاد پسند او د خپلواكۍ خوښونكى وو , د هيڅ قوم غلامان نه وو , په خپل عزت باندې ځان قربانول دوي لره ساده وو , دير ساده ژوند يې درلود او د عيش او عشرت څخه بيګانه وو , پدې كى شك نشته چې په دوي كې ديرې خرابۍ هم وي چې وړاندي به درته روښانه شي خو دا خرابۍ د دې لپاره وي چې له يو نيم زره كاله راپدې خوا دوي ته كوم پيغمبر نه و راغلي (1) او نه هم داسې كوم لارښود په دوئ كې پيدا شوي وه چې د دوي اخلاق سم كړي او دوي ته تهذيب وښي , له پيړيو څخه راپدې خوا په ريګستان كې د خپلواك ژوندكولو په پايله كې په دوئ كې جهالت خور شوي و , او دوئ په خپل جهالت كې دومره ټينګ شوي وو چې د دوي انسان كول د كوم ساده سړي د وس كار نه وه , خو سره لدې په دوئ كې دا قابليت و چې كه چيرې كوم پوه سړي د دوئ روزنه او تعليم وكړي او كه دوئ د كوم لوي هدف لپاره را ولاړ كړي نو دوئ كولی شي چې نړۍ تسخير كړي , پيغمبر صلى الله عليه وسلم په نړۍ كې د اسلام د ارزښتونو د خورولو لپاره هم داسې ځوان او طاقتور قوم ته اړتيا درلوده .
لدې وروسته عربي ژبه وګوره , ته چې دا ژبه ولولي او د دې ژبه ادب مطالعه كړي نو به تا ته روښانه شي چې د لوړو فکرونو د انځورولو لپاره او د خدايى د علم د هغو نازكو اوباريكو خبرو لپاره چې په زړونو كې اثر پيدا كوي بله موزونه ژبه نشته , د دې ژبى په وړو وړو جملو كې لوي لوي مضمونونه ادا كيدلاي شي ,
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(!) د حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام زمانه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د زمانې څخه يونيم زره كاله وړاندې تيره شوي ده , پدې اوږده موده كې هيڅ پيغمبر په عربانو كې ندي پيدا شوي .
او پدې مضمونو كې داسي طاقت او زور وي چې د تير او نيشتر په څير اثر كړي , داسي شريني او كشش پكې وي چې غوږنه يې په خوښي اروي , داسې نغمه پكى وي چې انسان يې د بي واكۍ په څير د اوريدو رغبت ښي , د قران لپاره د همداسي ژبى اړتيا وه .
نو پدې كې د الله تعالى دا دير لوي حكمت نغښتي دی چې د نړۍ د پيغمبرۍ لپاره يې د عربانو خاوره ټاكلي ده . په راتلونکې برخه کې به ان شا الله وګورو چې هغه مبارك ذات چې الله تعالى د دې كار لپاره غوره كړي دی څومره بي ساريه ذات دي .
ستاسو د دعا په هيله .