د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلامي شريعت ريښتينې بڼه

زاهدجلالي 11.05.2010 09:29

متأسفانه، چې زموږ په ټولنه کې اسلام په ريښتينې بڼه ندى پېژندل شوى. د اسلام اصلي او اساسي موخه، چې ژوند ښه کول اوله ضرره بچول دي کاملاً هيره شوې.

زمونږ ټولنه پدې اند ده،چې اسلام زمونږ د اوږو بار دى، دا بار خداى (ج) راته سپارلى او ددې بار په ښه پرمخ بيولو کې به جنت راکوي او که موښه پرمخه ونه بيوه او ښه مو منزل ته ونه رساوه د دوزخ جزا به راپه برخه کوي. پداسې حال کې، چې اسلامي شريعت ددې لپاره راغلى، چې په دنيا کې د ښه ژوند څښتنان شو، له وحشت او دهشت څخه ووځو عدل مو په منځ کې تأمين وي، څوک را باندې ظلم ونکړي او مونږ هم پر چا ظلم ونکړو او داسې نورې لويې موخې او اهداف، چې موږ ته سوکاله ژوند را په برخه کوي.

شريعت د عمل په ساحه کې:-

شريعت د تاريخ په اوږدو کې ډېر لږ عملي شوى او شرعي نظامونه لږ منځ ته راغلي خو په همدې لږه موده کې اسلامي شريعت د ژوند يو داسې نظام برابر کړى، چې بشريت يې بيلگه نه ده ليدلې. اسلام د ژوند په هره برخه کې خپل ځانگړي قوانين لري او دا قوانين داسې منصفانه او عادلانه قوانين دي،چې د هر چا په گټه دي او د تطبيق په صورت کې به هېڅ کله ټولنه له مشکلاتو سره مخ نشي.

داسلامي شريعت يو له صفاتو څخه منځلاري ده. اسلام د ژوند په هره برخه کې که هغه سياسي ده يا اقتصادي او يا هم کوم بل اړخ له اعتدال څخه کار اخيستى او د انسان له وسې پورته وظيفه يې هېڅ کله هم نه ده ورسپارلې چې دا صفت يې موږ د سر په سترگو په عملي بڼه وينو مثلاً اسلام اقتصادي کړکيچ څخه ويستلاى شي نه افراطي او تفريطي نظامونه ددې کړکيچ په حلولو کې د نړۍ دوه لوى اقتصادي نظامونه پاتې راغلل، کمونيزم او امپرياليزم اوس پدې وپوهيدلو، چې موږ له افراط او تفريط څخه کار اخستى، چې اوس يې نتيجه وينو او لدې کړکيچ څخه يواځينې ناجى او ويستونکى نظام اسلام دى لکه څرنگه، چې د نړۍ لوى اقتصاد پوه وايي: (پدې نړۍ کې نه يواځې دوه لوى اقتصادي نظامونه د کمونيزم او امپرياليزم په نامه شته مگر يو بل اقتصادي نظام هم شته، چې اسلام نوميږي اوننۍ نړۍ لدې اقتصادي کړکيچ څخه ويستلاى شي). اسلام د ټولنې د ساتلو لپاره سود منع کړى او موږ ته يې ويلي، چې تاسو ته په سود کې گټه ښکاري مگر لوى تاوان مو په کې نغښتى دى، چې اوس مو دا خبره دعمل په بڼه وليده او نړيوال په دې وپوهيدل، چې اسلام ولې سود منع کړى.

که همدارنگه د اسلام سياسي پاليسۍ ته په يو نظر وگورو هم راته جوته به شي، چې د اسلام سياست تر ټولو سياستونو بريالى او کامياب سياست دى.

د اسلامي تاريخ د فتوحاتو ډيره ځلانده موده د معاويه بن سفيان رضى الله عنه د خلافت دوره وه، چې په کې اسلام ليرې پرتو سيمو ته ورساوه، او لدې مودې راپديخوا مسلمانانو پرې واک چلولى او تر قيادت لاندې يې و او د مسلمانانو دغه قيادت تر ١٩٢٤ پورې دوام وموند، پدې موده کې اسلامي نظام کله ضعيف شوى او کله ځواکمن شوى. کله د يو چا تر نامه لاندې او کله د بل چا تر نامه لاندې، کله د امامت ترنامه اوکله د خلافت ترنامه لاندې خو مهمه دا وه، چې پدې سوونو کلونو کې مسلمانانو د نړۍ امنيت په ښه ډول وساته، بې له شکه، چې ځينې جگړې هم په کې وشوې مگر دومره لويې جگړې ندي شوي او ډير انسانان په کې لمنځه ندي تللي.

کله، چې اسلامي عثماني خلافت په راپرځيدو شو او د نړۍ واک د مسلمانانو لا لاسه ووت او دوه قطبى نړۍ منځ ته راغله د نړۍ حالت خراب شو دوه نړيوالې جگړې منځ ته راغلې د نړۍ په تاريخ کې د دوهمې نړيوالې جگړې په څير لويه جگړه نده تيره شوې، چې د ميليونونو په لمنځه تلو او معيوبيدو سره پاى ته ورسيده او ددې جگړې منفي اغېزې اوس هم د جاپان په هيروشيما او ناگاساکي کې له ورايه ليدل کيږي.

د شريعت اساسي موخې:-

کله،چې خداى جل جلاله دا نړۍ منځ ته راوړه او آدم عليه السلام يې په کې خپل استازى وټاکه او همدارنگه يې د پيغمبرۍ په امتياز ونازاوه، له همدې مودې راپديخوا ډېر او لږ يو لک او څليرويشت زره انبياء يې د ځمکې د خلکو د اصلاح لپاره راوليږل او هر چاته يې ځانته شريعت راليږلى، چې دا ځانته ځانته شريعتونه په اصل کې پنځه اساسي موخې لري، چې دا اساسي موخې او مقاصد پنځه لوى، مقاصد لري:

١- د دين ساتنه، ٢- د عقل ساتنه، ٣- د نفس ساتنه، ٤- دمال ساتنه، ٥- او د نسل ساتنه.

دا د شريعت اساسي موخې دي، چې د انسان لپاره يې وضع کړيدي، که په پورتنيو مقاصدو کې فکر وکړو په ټولو کې د انسانانو خير او فلاح شته دى مثلاً لمونځ يې د دين د ساتلو لپاره فرض کړى او د دين ستنه يې ورته ويلى که په لمونځ او يا نورو عباداتو کې غور وکړو هم راته ښکاره به شي، چې په لمانځه کې هم لوى انساني خير شته دى، مثلاً څوک، چې عبادت کوي روحي او رواني آرامتيا احساسوي او څوک، چې يې نکوي رواني نا آرامي لري او همدارنگه يې د عقل د ساتنې لپاره شراب منع کړي؛ ځکه شراب عقل لمنځه وړي ترڅو عقل سالم او په خپل اصلي بڼه پاتې شي شراب منع شوي. همدارنگه دنفس د ساتنې لپاره قصاص منځ ته راغلى لکه څرنگه، چې الله تعالٰى فرمايي: (ولکم فى القصاص حياة يا اولى الألباب) که ددې آيت ظاهر ته وگورو د حيرانتيا خبره دا ده، چې په وژلو کې څنگه ژوند دى، خو که يې د عمل په جامه کې ووينو وبه پوهيږو، چې رښتيا هم په قصاص کې زموږ ژوند دى. هغه هېوادونه چې قصاص په کې نه عملي کيږي د قتل او جرم فيصدي ډيره ده او په هغو هېوادونو کې چې قصاص عملي کيږي د قتل فيصدي د نشت معادل ده. ددې په څېر د مال د ساتنې لپاره د غل د لاس د پرې کولو لارښونه يې کړيده الله جل جلاله فرمايي: (السارق والسارق فاقطعوا ايديهما) د غله او د غلې لاس پرې قطع کړئ او ددې لپاره مال ښه په امن کې پاتې کيږي او هر چيرته چې د غل لاس پرې شوى هلته مال ښه په امن کې پاتې شوى.

د نسل د ساتلو لپاره يې د واده لاره راښودلې ده.

په پاى کې د شريعت اصلي بڼې ته، چې وگورو پوه به شو، چې ټول د انسانيت د خير او هوساينې لپاره راغلي او داسې خير او فلاح،چې هم په دنيا کې وي او هم په آخرت کې.