د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وخت مديريت

آنبيا ژمن 10.05.2010 21:11

د وخت مديريت
ژباړن: انبيا ژمن


١- سريزه
له وخت څخه زموږ د درک د بيانولو لپاره بېلابېلې لارې شتون لري. د پېړيو لپاره خلکو د خپل ورځني پلان د تنظيم په موخه د سپوږمۍ له خوځوښت، لمريزې ګړۍ، آذان او د سيوري له کچې اخيستنې څخه استفاده کوله تر څو چې په دوولسمه پېړۍ کې د کاتوليکو مذهبي رهبرانو د خپلو کړنو د ښه تنظيم لپاره ګړۍ جوړې کړې.
د تاريخ په اوږدو کې مدنيتونو وخت او اړخونو ته يې پاملرنه کړې او دا پاملرنه اوس هم شتون لري او د « وخت سره زر دى» د بېلګې په ډول اصطلاحات د دې پاملرني ښکارندويي کوي. ننۍ ټولنې داسې ټولنې دي چې د ورځو په اوږدو کې په هغوى کې بسيا شمېر ګړۍ وخت شتون نه لري. نوې چاپېريالي ټکنالوجۍ اسانتياوې رامنځ ته کړې دي چې تقريبا په ډېر لږ وخت کې کولى شو ډېرو مالوماتو ته لاسرسي پيدا کړو او ډېر کارونه آسانه او په چټکه توګه ترسره کړو او په چټکه توګه د کارونو ترسره کولو او د ډېرو کارونو ترسره کولو ته ميل ورځ په ورځ ډېرېږي.
تاريخ موږ ته وايي چې د وخت کمزورى مديريت پخوانۍ ستونزه ده، داسې ستونزه ده چې ټکنالوجۍ نه ده رامنځ کړې او نشي کولى هغه اواره کړي. د وخت کمزورى مديريت ډېر لږ کېدى شي پټ شي. د وخت مديريت داسې موضوع ده چې موږ ټول، که په ځاني او که په مسلکي ژوند کې وي اړتيا لرو چې ورسره مخ شو تر څو په ژوند کې بريالي شو.
د دې ليکنې په اوږدو کې د وخت مديريت د بېلابېلو لارو په اړه خبرې کوو. په پيل کې به د وخت مديريت عمومي اصولو ته کتنه وشي. دې اصولو ته پاملرنه مرسته کوي چې د وخت مديريت له مفهوم څخه ښه درک ولرو او داسې وړانديزونه وړاندې کوي چې کولى شئ هغه په خپل ژوند کې د وخت مديريت په حوزو کې وکاروئ. د عمومي لارښوونو له وړاندې کولو وروسته، د وخت مديريت حوزو ته به په ځير توګه پاملرنه وکړو. په پيل کې په ځاني ژوند کې د وخت مديريت ته مخ اړوو او وروسته د وخت مديريت د کسب او کار په حوزه کې تر څېړنې لاندې راولو.

٢- د وخت مديريت عمومي اصول
د وخت مديريت د وړتياوو يوه ټولګه ده چې له وخت څخه د اغېزمنې استفادې په اړه له تاسو سره مرسته کوي. داسې عمومي لارښوونې شتون لري چې کولى شي د وخت مديريت لپاره په بېلابېلو حوزو لکه کور، ښوونځي او کار کې ورڅخه استفاده وشي. په دې برخه کې ځينې دا لارښوونې بيانوو. په پيل کې د وخت له مديريت څخه د خلکو د نه استفادې دلايل او د وخت له مديريت څخه د استفادې ګټې تر څېړنې لاندې نيسو.
له وخت څخه د نه استفادې تر ټولو روښانه دليل کېدى شي دا وي چې خلک نه پوهېږي د وخت مديريت څه شى دى؟ دويم دليل لټي او ټنبلي ده؛ ځينې خلک د اغېزناکې پلان جوړنې لپاره بې موخې او بې لازمې انګېزې دي. دريمه ډله چې د وخت له مديريت څخه استفاده نه کوي هغه خلک دي چې خوښوي د وخت تر فشار او تنګۍ لاندې او کړکېچنو شرايطو کې کار وکړي.
کېدى شي په ځينې شرايطو کې د وخت له مديريت څخه استفاده نه کول جايز وي خو په بريالۍ توګه د وخت له مديريت څخه د استفادې ګټې هر ډول دليل يا جوازغندي. د وخت مديريت مرسته کوي کوم يو له هغو کارونو څخه چې ترسره کوئ يې تر ټولو مهم دى وټاکئ. دا عمل تاسو ته دا کېدون (امکان) درکوي چې ځينو کړنو ته ډېر لومړيتوب ورکړئ او ځينې کړنې له منځه يوسئ. همدارنګه د وخت مديريت له تاسو سره مرسته کوي چې د ستونزو او نه اړينو کړنو د له منځه وړلو له لارې ستاسو د کار موده ډېره کړي. د وخت مديريت يو د تسل وړ له دلايلو څخه په ژوند کې د فشارونو کموالى دى. د فشار د کچې کموالى د جسمي او روحي سلامتۍ د ښه والي موجب کېږي.

١-٢- خپل وخت څنګه تېروئ؟
کله مو چې پرېکړه وکړه د وخت مديريت له سټراټيجيو څخه استفاده کوئ، له هماغه وخت څخه بايد پيل وکړئ. لومړى ګام د داسې تګلارې څېړل دي چې همدا اوس له خپل وخت څخه استفاده کوئ. دا کار بايد له حافظې څخه ترسره نه شي. کېدى شي تاسو د بېکارۍ ډېرى وختونه په ياد را نه وړئ يا دا وړتيا و نه لرئ هغه وخت چې په اوږدو خبرو يې لګوئ په دقيق ډول په ياد راوړئ. د وخت لګولو د تګلارې د ثبتولواو د خپلو کړنو د ترسره کولو او وېشلو لپاره کولى شئ د يادداښت له کتابچې، د کړنو د راپورونو له کتابچې او يا د پلان جوړونې له کتابچې څخه استفاده وکړئ. نه يواځې هغه څه چې د ورځې په اوږدو کې يې ترسره کوئ بلکه خپله انګېرنه ( ستړى، له انرژي څخه ډک، عصبي، بې حاله او ...) ټول وليکئ. هر کله چې خپلې کړنې بدلوئ، د کړنې ډول او د هغې د پيل وخت ثبت کړئ.
د څو ورځو لپاره د کړنو له ثبتولو وروسته يادداښتونه د څېړنې لپاره چمتو دي. په راپور کې ډېرى ثبت شوې کړنې په ځير او څرګند ډول کتل کېږي ځکه چې په هغوى باندې ډېر وخت لګېدلى. په يادداښتونو کې بله مهمه حوزه، غيرې اړينې کړنې دي چې د ورځې په اوږدو کې مو ترسره کړې دي. کله چې دا کړنې په ګوښې توګه وکتل شي ډېر وخت نه نيسي خو کله چې يوځاى شي، د هغوى ټول وخت کېدى شي د پام وړ وي. ستاسو د کړنو څېړل چې په راپور کې ثبت شوې دي په بل ګام يعنې د لومړيتوب له مخې د کړنو په ټاکلو کې له تاسو سره مرسته کوي.

٢-٢- د لومړيتوب له مخې د کړنو ټاکل
د لومړيتوب له مخې د کړنو ټاکنه د وخت مديريت يو له تر ټولو مهمو ګامونو څخه دى. دا عمل له تاسو سره مرسته کوي هغه وخت خوړونکي موارد چې نه د خوښۍ وختونه ترتيبوي او نه مرسته کوي چې خپلو موخو ته ورسېږئ له منځه يوسئ. دا مرحله د وخت ډېرېدو په لار کې ډېر بدلونونه رامنځ ته کوي. پرېکړه وکړئ هغه کړنې چې بايد ترسره يې کړئ او هغه کړنې چې بايد له منځه يې يوسئ د لومړيتوب له مخې وټاکئ.
د پرېکړې لپاره په ځانګړې توګه د هغو کړنو لپاره چې بايد ترسره يې کړئ، داسې کړنې وټاکئ چې خوند ورڅخه اخلئ. هم له مسلکي او هم له ځاني آنده ډېره مهمه ده له هغه کار څخه چې ترسره کوئ يې خوند واخلئ. په خپل راپور کې هغه کارونه چې خوند ورڅخه اخلئ او هغه کارونه چې تاسو ته خوندور نه واقع کېږي ځانګړي کړئ. ستاسو د ورځو ډېرى بايد په هغو کارونو تېرې شي چې خوند ورڅخه اخلئ.
په داسې حال کې چې مهمه ده د کار له ترسره کولو څخه خوند واخلئ، همدارنګه مهمه ده چې هغه په ښه توګه ترسره کړئ د دې په ټاکلو کې چې کوم کارونه بايد ترسره کړئ او کوم کارونه نورو ته وسپارئ، ستاسو د ځواکمنو او کمزورو ټکو پېژندل حياتي دي. هڅه مه کوئ له هغه څخه ډېر مسؤليتونه چې کولى شئ په ښه توګه يې ترسره کړئ په غاړه واخلئ. د هغو کارونو له ټاکلو وروسته چې له ترسره کولو څخه يې خوند اخلئ او هغه په ښه توګه ترسره کوئ، تاسو چمتو ياستئ چې د خپل ژوند غير اړينې کړنې لرې واچوئ. ټولې شته منابع پيدا کړئ او هغه کړنې چې ستاسو له وړتيا ډېرې دي بل چا ته يې وسپارئ. وروسته له دې چې د خپلو ورځنيو کارونو نوملړ مو د منلو وړ کچې ته راټيټ کړ، د پلان جوړونې وخت رارسېږي.

٣-٢- پلان جوړونه
په ځاني او مسلکي ژوند کې پلان جوړنه په بېل بېل ډول ترسره کېږي. په ځاني پلان جوړونه کې، پلان جوړونه د موخې ټاکنې او موخو ته د رسېدو لپاره د لوري د کښلو (رسمولو) له لارې ترسره کېږي. په مسلکي پلان جوړونه کې، د پلان جوړونې پروژه محور ده. د پروژې پلان جوړونه بايد د پلان جوړونې د رسمي پوستکالي له لارې ترسره شي.
د خپلې وړ پلان جوړونې تګلاره وټاکئ. له هر ډول تګلارې د بېلګې په ډول د موخو ټاکنې، رسمي يا غير رسمي پلان جوړونې څخه چې استفاده کوئ څو مهم ټکي بايد په پام کې ونيسئ. په پيل کې خپلې مطلوبې پايلې اټکل کړئ. په ياد وساتئ چې په ورځ کې څو محدودې ګړۍ وخت شتون لري. هڅه مه کوئ چې له خپلو وړتياوو څخه لوړو پايلو ته لاسرسي پيدا کړئ.
دويم، څه مدت په خپل ځان ولګوئ. د دې لپاره چې د عملکړنې ډېرى حد ته لاسرسي پيدا کړئ د خوب وخت او بسيا استراحت ته اړتيا لرئ. دې عمل ته اقدام د هغه د ترسره کولو لپاره له پرېکړې څخه سخت دى. د پلان جوړونې په وخت کې تاسو داسې انګېرئ چې استراحت ته هېڅ اړتيا نه لرئ يا کولى شئ يواځې څلور ګړۍ په ورځ کې خوب وکړئ.په دوامداره توګه له استراحت پرته کار د فشاراو ربړ کچه لوړوي او د عملکړنې کچه ټيټوي.

٤-٢- د وخت څرنګوالي د لوړلو لپاره ګټور ټکي
١-٤-٢- د خنډونو (مزاحمتونو) مخنيوى وکړئ
تل د کتونکو مېلمه پالونکي مه اوسئ. کتوونکي کوېدى شي د بېنظمۍ موجب شي چې په پايله کې ګټې د کموالي سبب کېږي. د دروازې په ټينګولو يا د کتنې د بندولو له لارې کولى شئ کتونکي وپوهوئ چې تاسو بوخت ياستئ. هره تګلاره چې کاروئ په پام کې ونيسئ چې نه بايد د هر کتونکي مېلمه پالنه (پذيرايي) وکړئ.
د خنډونو د کمولو لپاره بله لار ټلفون ته ځواب نه ويل دي. ټلفوني اړيکې کولى شي ډېر وخت ونيسي. ټلفوني اړيکې د آندونو کتار له خوځښته غورځوي. ټلفوني اړيکې کېدى تاسو د داسې کارونو ترسره کولو ته ژمن کړي چې چمتووالى يې نه لرئ. د ټلفون د زنګ له ګلولو څخه مه ډارېږئ. کله مو چې کار بشپړ شو ترلاسه شوي پيغامونه چک کړئ.

٢-٤-٢- کنټرول وکړئ
هغه کارونه چې اړتيا لرئ ترسره يې کړئ پېژنئ. دا کار د کارونو په نوملړ کې يادداښت کړئ. د نوملړ کارونه د لومړيتوب له مخې وټاکئ. د دې عمل په ترسره کولو سره کولى شئ خپله ورځ کنټرول کړئ. تاسو داسې وسايل لرئ چې کولى شئ د غير اړينو کارونو مخه ونيسئ يا نوي کارونه د لومړيتوب له مخې وټاکئ. له دې لارښوونو څخه پيروي دا تضمين له ځان سره لري چې تاسو لومړى تر ټولو مهمې کړنې ترسره کړئ. همدارنګه تاسو پوهېږئ چې کومې کړنې مو نه دي ترسره کړې او کولى شئ هغه د سبا کارونو په نوملړ کې اضافه کړئ.

٣-٤-٢- په ګټه اخيستنه ټينګار وکړئ نه په بوختيا
په ګته اخيستنې او سمې استفادې تمرکز د کار او عملکړنې څرنګوالى ډېروي. د لومړيتوب له مخې د ټاکنو چمتو شوى نوملړ له تاسو سره مرسته کوي چې ګټه پورته کړئ، په پيل کې په مهمو کارونو تمرکز له تاسو سره مرسته کوي چې ډېر کار ترسره کړئ او هغه په وخت ترسره کړئ.

٤-٤-٢- خپل ګړنديتوب تنظيم کړئ
مهمه ده چې ځان د هغه ګړيو د ميزان لپاره چې کار کوئ تنظيم کړئ. له ځان څخه وپوښتئ په هغه سرعت سره چې کار کوئ کولى شئ دوام ورکړئ. ځان په ډېرو کاري ګړيو مه ستړى کوئ. د وخت اغېزناک مديريت بايد دا امکان رامنځ ته کړي چې وکولى شئ د اړتيا وړ کارونه ترسره کړئ.

٣- د ځاني وخت مديريت
د ځاني وخت مديريت د ورځني وخت د پام وړ برخه لګوي. د ځاني وخت مديريت وړتياوې په عمل کې ستونزمنې دي. د لومړيتوب له مخې د ځاني موخو ټاکل کېدى شي ډېر ستونزمن وي ځکه چې د لومړۍ درجې کړنو په پرتله بايد د اهميت په دويمه کړۍ کې راشي. دا برخه له تاسو سره مرسته کوي چې خپلې ځاني موخې په داسې توګه چې ستاسو په پلان جوړنه کې راشي د لومړيتوب له مخې وټاکئ. تاسو د «يواځې نه وايه » تګلاره زده کوئ چې له تاسو سره د وخت په وېشلو کې مرسته کوي.

١-٣- يواځې «نه» ووايه
په خپل ځاني ژوند کې په معمولي ډول د «نه» کلمې له ويلو سره ستونزه لرو. دا موضوع زموږ د وخت د ډېرو ماتونو موجب کېږي. د «نه» ويلو د طبيعي کرکې په سبب د دوستانو او کورنۍ په پرتله د ژمنې ډېر احساس لرو. د ځاني لومړيتوبونود اهميت په ټاکنه کې د نه ويلو له ارزښتمنو وسايلو څخه د استفادې په اړه د ځان لپاره زده کړه اړينه ده.
د نه ويلو لپاره په غير مستقيم ډول بېلابېلې لارې شتون لري په داسې توګه چې د خپلو دوستانو او کورنۍ د ځور سبب نه شي. يو پنځوونکى ذهن معمولاً دا وړتيا لري له هغو شرايطو څخه چې د ده له شته لومړيتوبونه سره په ټکر کې وي ځان وژغوري. اما بښنه او پلمه تل اړينه نه ده. ستونزه نه لري چې له وګړو سره رښتيني و اوسو او واقعيت ووايو. هغو وګړو ته چې له تاسو څخه د وخت ځانګړولو تمه لري ووايئ چې تاسو داسې مـسؤوليتونه په غاړه لرئ چې د هغوى د غوښتنو پر ځاى کولو امکان نه شي رامنځ ته کولى. تاسو به حيران شئ چې ووينئ په څه سادګۍ سره نېغه تګلاره منل کېږي.

٢-٣- ځاني موخې
١-٢-٣- پلان جوړ کړئ
کله چې وکولى شئ په اغېزمنه توګه «نه» ووايئ، خپلو ځاني موخو ته د لاسرسۍ د ځانګړولو لپاره ډېر وخت لرئ. موخې، د ځاني وخت مديريت له ډېرو مهمو حوزو څخه ګنل کېږي. موخې له موږ سره مرسته کوي چې د کار رامنځ ته کولو له لارې موخو ته د رسېدو لپاره په خپلوهڅو ټينګ و اوسو او خپل ژوند په سمه توګه اداره او کنټرول کړو. له مخکې څخه د موخو په تنظيمولو سره ځان ته اجازه در کوئ چې موخو ته د رسېدو په لوري د يوه سټراټيجيک مسير پلان جوړونه وکړئ.
هغه موخې تعريف کړئ چې په اسانه توګه د لاسته راولو وړ وي. کله چې تعريف شوو موخو ته ورسېدئ، د هغه موخې په لور چې تر ټولو ستونزمنه ده ګام پورته کړئ. دې پروسې ته دوام ورکړئ تر څو چې و انګېرئ ستاسو موخې نه آسانه او نه له لاسرسۍ څخه لرې دي. دا پروسه پڅه ده خو له تاسو سره مرسته کوي چې زده کړئ څنګه کولى شئ په برياليتوب سره خپلو موخو ته ورسېږئ. تمه بايد ونه لرئ چې ټولې غوښتنې مو په يوه ورځ ترلاسه شي ځکه چې يوه پروسه تدريجي وي.

٢-٢-٣- خپلې موخې د لومړيتوب له مخې وټاکئ
کله مو چې خپلې موخې تنظيم کړې، بايد هغه د لومړيتوب له مخې وټاکئ. وخت ټاکل او د لومړيتوب له مخې د موخو ټاکل د ځاني وخت په مديريت کې اغېزناک او حياتي دي. ډېرى زموږ له دې مرحلې څخه تښتو که څه هم بېرته مجبوره کېږو چې راوګرځو.
موخې په روښانه ډول تعريف کړئ او ځانګړې کړئ چې هغه څه دي او څه اهميت لري. هغه موخې چې لږ اهميت لري کېدى شي وځنډول شي. هغه ټکي چې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري پرېږدئ چې لومړى ترسره شي. تاسو کولى شئ د هغو کارونو نوملړ چې بايد ترسره يې کړئ چمتو کړئ او هر ټکي ته يې د پرتلې لپاره ګڼه ځانګړې کړئ يا دا چې د لومړيتوب له مخې د ټاکل شوو موخو نوملړ چمتو کړئ. پېټر ډراکر وايي چې «د مهمو او سمو کارونو ترسره کول د کار په سمه توګه له تر سره کولو څخه غوره دي».
ايټاليايي اقتصادپوه وېلفردوپارتو د لومړيتوب له مخې د ټاکنې قانون لري. د پارتو قانون وايي چې تقريباً د نظر وړ ٨٠ سلنه پايلې له هغو ٢٠ سلنه هڅو څخه ترلاسه کېږي چې ترسره کوو يې. د دې لپاره چې خپل کارونه په اغېزناکه توګه د لومړيتوب له خې وټاکو، بايد ٢٠ سلنه مهم يې بېل کړو. کله چې مهم کارونه وټاکل شول تاسو کولى شئ په هغو ګامونو تمرکز وکړئ چې د نظر وړ تر ټولو ډېره پايله ترلاسه کوي. د پارتو قانونو د لومړيتوب له مخې په ټاکنه کې وکاروئ او وبه وينئ چې ستاسو وخت او ترلاسه شوې موخې به ډېرې شي.

٣-٣- ځنډ
کله مو چې په پلان جوړونه او د لومړيتوب له مخې په ټاکنه وړ وخت تېر کړ، کولى شئ د هرې ورځې د اړيتا وړ کار وټاکئ، که کارونه په ځنډول شوي وخت کې ترسره نه کړئ بې اغېزې عمل مو کړى دى.
د ډېرو کارونو په انبارېدو سره ستونزمنه ده چې د کارونو په ترسره کولو کې ځنډ و نه کړو؛ په ځانګړې توګه د هغو لويو کارونو لپاره چې له هغه څخه ډېر چې موږ يې لرو وخت ته اړتيا لري.
کله چې له کوم لوى کار سره مخامخ کېږئ هغه په وړو برخو ووېشئ. د کار په وړو برخو وېشل دا امکان رامنځ ته کوي چې وړې برخې يې له ربړ پرته ترسره کړو. ډېر ژر به ومومئ چې د وېشل شوو کارونو په ترسره کولو سره به ټول لوى کار ترسره شي.

٤-٣- د کمال پلټنې مزاحمت
کله مو چې پلان جوړونه او د لومړيتوب له مخې ټاکنه وکړه، بايد د بېلابېلو فرعي ستونزو د رامنځ ته کېدو مخه ونيسئ. يو له دې ستونزو څخه کمال ته د رسېدو لپاره شخصي ميل دى. دا ډول تګلاره کولى شي د ځاني وخت پر مديريت ډېره اغېزه ولري. جزياتو ته غير اړينه پاملرنه سبب کېږي چې نور کارونه وځنډوئ. ځان ته دهغو کارونو په اړه چې ترسره کړي مو دي د بدلې ورکولو وړتيا نه لرل بله ستونزه ده چې ورسره مخ يو. کله چې کوم کار ترسره کړئ، تاسو بايد ځان ته بدله درکړئ. ځان ته بدله ورکول د کار او تفريح تر منځ د تعادل د رامنځ ته کولو لار ده. که وکولى شو زده کړو چې د کار او تفريح تر منځ تعادل رامنځ ته کړو له خوښيو او او هوساينو ډک ژوند به ولرو.

٥-٣- د ژوند ملګري ته وخت ځانګړول
شخصي ژوند څو بېلابېلې حوزې لري چې بايد په پام کې ونيول شي. يو له دې حوزو څخه هغه وخت دى چې د خپل ژوند له ملګري (همسر) سره يې تېروو. دا زموږ د شخصي ژوند د مديريت حياتي دليل دى. هغه وګړي چې د خپل ژوند د ملګري لپاره بسيا وخت نه ځانګړى کوي د ځينو دلايلو په سبب خپلې اړيکې ستونزمنې ګڼي چې کېدى شي مخنيوى يې وشي. ډېرى وخت خپل د ژوند ملګرى د لومړيتوب له مخې د ټاکنې د نوملړ په آخر کې راولو ځکه عادت مو ګرځېدلى چې د خلص شوې کاري پلانجوړونې په دليل زموږ د ژوند ملګرى زموږ بښنه مني.
د ژوند له ملګري سره د ډېر وخت د تېرولو لپاره ډېرې لارې شتون لري. که ونشئ کولى د خپل ژوند له ملګري سره بسيا وخت يو ځاى و اوسئ له هغه سره د يواځې پاتې کېدو لپاره وخت ځانګړى کړئ او يو ځاى د تفريح يا د ماښام د ډوډۍ لپاره د باندې لاړ شئ. بله لار د پېر لپاره يو ځاى تلل او داسې نور دي.

٦-٣- د کور اړوند کارونه
هر کور بېلابېل ډېر کارونه لري چې بايد ترسره شي. دا مسؤوليتونه که پلان نشي کولى شي په موږ باندې ډېر بار واچوي. په ننني کړکېچن ژوند کې په ډېرو لومړيتوبونو سره ډېرى خلک نشي کولى د کور کارونو د ترسره کولو لپاره اضافه وخت پيدا کړي. که تاسو خپله نشئ کولى دا ټول کارونه ترسره کړئ، که امکان ولري خپلو اولادونو ته يې وسپارئ.

٧-٣- اولادونو ته وخت ځانګړول
ټول دا مني چې د لومړيتوب له مخې د ټاکنې په سر کې د اولادونو راوستل ساده نه دي. اولادونه ستاسو د پام وړ وخت نيسي او اړينه ده چې نور لومړيتوبونه له دې موضوع سره پلان کړئ.
کولى شو له خپلو اولادونو سره وخت تېر کړو په داسې حال کې چې له هغوى سره يو ځاى د کور کارونه ترسره کړو. هلکان له مسؤوليت څخه خوند اخلي او وړتيا لري چې د کور ځينې کارونه ترسره کړي. په کور کې د ننه او باندې ډېر داسې مسؤوليتونه شته چې تاسو د يوې کورنۍ په سرليک کولى شئ يو ځاى هغه ترسره کړئ په داسې حال کې چې ټول يو ځاى ياستئ. د اولادونو په واسطه د کور د ځينو کارونو ترسره کول ستاسو فشار کموي. د وړکتوب په سن کې اولادونو ته د مسؤوليت سپارل ګټور دي او د راتلونکو کلونو لپاره د هغوى مديريتي وړتياوې ډېرېږي.
د اولادونو د يو والدين په توګه ستاسو رول د هغوى په روزنه او ساتنه کې روحي او جسمي فشار له ځان سره لري. تاسو بايد د اولادونو په اتفاق سره وخت داسې پلان کړئ چې دا وختونه حد اقل ته ورسېږي. تاسو کولى شئ خپلو اولادونو ته روښانه کړئ چې بايد کارونه او پلانونه ترسره کړي او د هغوى نه ترسره کول سبب کېږي چې خپلو موخو ته ونه رسېږي. اولادونه ډېر ارزښت لري خو د نورو کارونو او مسؤوليتونو حجم ته مو هم بايد پام وي.

٨-٣- د کار د مېز مديريت
د وخت شخصي مديريت تر ټولو مهم او وروستى دليل چې تر بحث لاندې نيول کېږي د شخصي دفتري چارو مديريت دى. د کار مېز تر ټولو غوره څيز دى چې هره ورځ بايد پام ورته وشي. د بريالييتوب لپاره د اموضوع بايد ستاسو د لومړيتوبونو په سر کې ځاى ولري. په دې ترتيب لومړى بايد تاسو خپل مېز ترتيب او منظم کړئ. د يوه مرتب او پاک مېز په لرلو سره کولى شئ خپل نه ترسره شوي کارونه په ښه توګه پيدا کړئ. کله چې ستاسو کاغذونه مرتب او منظم وي کولى شئ د هغې اړوند کارونه په وړو برخو ووېشئ او هر يوپه بېله توګه ترسره کړئ.
خپله کاري خونه بايد د خپلو اړتياوو پر بنسټ ترتيب کړئ. لومړى بايد پوه شئ چې ستاسو د اسنادونو، مېز او چوکۍ د سم ترتيب لپاره څومره فضا ته اړتيا ده. خپل اسنادونه او مدارک بايد د مېز پر مخ يو پر بل انبار نه کړئ ځکه چې نشئ کولى د اړيتا په وخت کې خپل مالي او دفتري کارونه ترسره کړئ. کولى شئ له څو روک لرونکي مېز او د فايلونو له المارۍ څخه استفاده وکړئ.
کارپوهان عقيده لري چې بايد له يوې مناسبې چوکۍ څخه استفاده وشي. چوکۍ بايد داسې ډول وي چې په وړ توګه په هغه باندې کښېنئ. يوه ښه طراحي شوې چوکۍ بايد د تنظيم قابليت ولري په داسې توګه چې ستاسو له اندام سره مطابقت ولري او دا امکان ولري چې د کار کولو په وخت کې آرام او راحت و اوسئ. له تنظيم څخه وروسته بايد ستاسو شاه وکتل شي او ستاسو په اوږو، غاړه او ملا باندې فشار کم کړي. مطمئناً په دې شرايطو سره تاسو په ښه توګه کولى شئ په خپل کار تمرکز وکړئ.
زموږ ډېرى د ګرد چاپېر رڼا ته پام نه کوو. وړ روښاني لوړه کارونه لري. د روښانۍ بېلابېلې سطحې د بېلابېلو کارونو لپاره اړينې دي. د ليکونو او مدارکو لوستلو په وخت کې بايد وړ رڼا وي تر څو مو په سترګو باندې فشار را نه ولو. اما په کمپيوټر باندې د کار کولو په وخت کې رڼا بايد دومره وي چې انعکاسونه او ځلاوې تر ټولې ټيټې کچې ته ورسېږي.
ډېر غير فني وسايل شتون لري چې کولى شئ په خپل شخصي ژوند کې ورڅخه استفاده وکړئ. له يوې ديوالي کليزې څخه چې جدول يې زيږ وي استفاده وکړئ. په دې توګه کولى شئ د مياشتې ټولې ورځې وونيئ. خامخا د ټلفون کتابچه ولرئ. له کمپيوټري پوستکالو څخه هم کولى شئ استفاده وکړئ.

٤- د وخت او کسب او کار مديريت
د ننني کار او کسب چاپېريال کولى شو له سختې سيالۍ سره ياد کړو. د ورځې په هره ثانيه کې نوي اختراعات ترسره کېږي او د سنتي تګلارو عمر لنډېږي. د نن ورځې تازه خبر د سبا ورځې يو پخوانى خبر ګڼل کېږي او هغه کسان چې په بدلونونو سره مخ ته لاړ نه شي وروسته به پاتې شي. تاسو بايد له ټولو شته منابعو څخه استفاده وکړئ تر څو له وخت سره وړاندې لاړ شئ.
په دې مارکېټ کې د برياليتوب تر ټولو ستر خنډ وخت دى. د ورځې په نا محدودو ګړيو سره مو کولى شول د کار سرعت له خوښې سره سم راټيټ کړو. د بده مرغه وخت داسې شى دى چې بشر نشي کولى هغه کنټرول کړي، د دې کنټرول نه وړ شرايطو په سبب بايد له وخت سره کار وکړو. له وخت څخه د ترلاسه شوو محدوديتونو درک او د مديريت ګټې مرسته کوي چې له وخت سره کار وکړو نه داچې د هغه په مقابل کې راشو.
هغه تګلاره چې تاسو له وخت څخه استفاده کوئ ستاسو د برياليتوب ټاکونکې ده. په دې حال، د وخت مديريت فلسفه د يو وګړي له بل وګړي سره بېله ده او د وخت مديريت تاسو ته بايد په داسې توګه وي چې ستاسو له کار سره مطابقت ولري. په دې برخه کې داسې لارښوونې وړاندې کوو چې له تاسو سره به د وخت د اغېزناک مديريت د سفر په پيل کې مرسته وکړي. دا لارښوونې په ځير توګه ولولئ او په داسې ډول يې تطبيق کړئ چې ستاسو اړتياوې پوره کړي.

١-٤- په کار کې د وخت مديريت
هغه ټوليزې لارښوونې چې مخکې ذکر شوې کېدى شي ستاسو د کار په محل کې وکارېږي. په دې لارښوونو کې د وخت د تېرولو روش، د لومړيتوب له مخې د کړنو ټاکنه او پلان جوړونه شامل دي.

٢-٤- سم کار په سم وخت کې ترسره کړئ
آن د وخت په اغېزناک مديريت سره به هم ومومئ چې تل نشو کولى هر کار په خپل وخت ترسره کړو. خو داسې کارونه شته چې بايد په خپل وخت ترسره شي او داسې کارونه هم شته دي چې کولى شو ويې ځنډوو. د وخت مديريت د عمومي لارښوونو پر بنسټ د لومړيتوب له مخې د کارونو يو ترتيب شوى نوملړ بايد چمتو کړئ. د ورځې په اوږدو کې د نوملړ هغه کارونه ترسره کړئ چې تر ټولو ډېر لومړيتوب لري. دا کار ډېر اسانه دى او کوم ځانګړي ميتود ته اړتيا نه لري په داسې حال کې چې ډېر سم کارونه په سم وخت کې نه ترسره کوو. د لومړيتوب له مخې د کارونو ترسره کول مرسته کوي چې کارونه ښه مديريت کړئ.

٣-٤- له دفتر څخه د وتو مخکې د سبا ورځې کارونه مرور کړئ
د کار نوملړ وڅېړئ او نه ترسره شوي کارونه ځانګړي کړئ. ترسره شوي کارونه پاک کړي او نه ترسره شوي کارونه د لومړيتوب له مخې بيا وټاکئ. د لومړيتوب له مخې د اصلي موځوع ګانو د ټاکلو په وخت کې هغه کارونه چې هوډ لرئ سبا يې ترسره کړئ مرور کړئ. د بېلګې په ډول، که د پروژې د دويمې برخې ترسره کول پيلوئ د هغې برخې د تعريف اسناد مطالعه کړئ. دا کار سبب کېږي هغه ګامونه چې بايد د دويمې برخې لپاره يې واخلئ په ياد راوړئ. که له څو کسانو سره کار کوئ، له هغوى سره د سبا کار په اړه خبرې وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې هر يو پوهېږي سبا کوم کار بايد ترسره شي.

٤-٤- د خپل ډېر کار ګړۍ پيدا کړئ
په دويمه برخه کې د وړاندې شوو لارښوونو په استفادې سره ځانګړې کړئ چې د ورځې په بېلابېلو ګړيو کې څه احساس لرئ. دا ټوله هغه څېړنه ده چې اړتيا لرئ ومومئ چې ستاسو هغه ګړئ چې ډېر کار پکې کوئ کومې دي. هغه ګړۍ چې ترټولو ډېره انرژي مو پکې لګولې ده، لوړه انګېزه مو پکې لرله، او ټول تمرکز مو په کار باندې و وشمارئ. دا ګړۍ هغه وختونه دي چې بايد تر ټولو ستونزمن کارونه مو پکې ترسره کړئ. له هغو ګړيو څخه چې تر ټولو ډېر کار پکې کوئ ګټه واخلئ.

٥-٤- له ډېرى جلسو څخه ګټه پورته کړئ
د جلسو د نيولو لپاره څلور ټکي بايد په پام کې ونيسئ. لومړى ټکى دا دى چې جلسه هغه وخت ونيسئ چې هغه موضوع رامنځ ته شوې وي. جلسې د اړتيا پر بنسټ ونيسئ نه د قاعدې. د جلسې د جوړښت لپاره دويمه لارښوونه د جلسې دود دى. د جلسې دود بايد د جلسې موخې او حوزه وښيي. د بحث حوزې بايد د لومړيتوب له مخې وټاکل شي. له جلسې څخه مخکې په وړ وخت کې د جلسې د دود روښانه کول وګړو ته دا امکان برابروي چې ځان د جلسې لپاره چمتو کړي. دا ګامونه سبب کېږي چې ستاسو جلسې اغېزناکې او زده کړيزې شي.
د جلسې د جوړښت لپاره درېمه لارښوونه په دقيق ډول د جلسې د وخت ټاکل دي. د جلسې د جوړښت ګړئ د جلسې په پايله ډېره اغېزه لري. د بېلګې په توګه، که تاسو پوهېږئ چې په جلسه کې داسې کسان شته چې ميل لري جلسه له پام کې نيولي وخت څخه مخکې ونيسي، د جلسې وخت له غرمې څخه مخکې يا د ورځې په وروستيو ګړيو کې ترتيب کړئ. دا سبب کېږي چې وګړي د تمرکز او پاملرنې لپاره ډېره انګېزه ولري. څلورم ټکى دا دى چې که له ځنډ او پڅتوب سره مخ کېږئ جلسې په غير معمولي ګړيو کې ونيسئ.

٦-٤- کارونه په اغېزناکه توګه وسپارئ
د کارونو سپارل ډېر وخت رامنځ ته کوي. خو دا کار تل اسانه نه دى. په حقيقت کې ډېر وګړي د کار له سپارلو سره ستونزې لري. دا څو دليلونه لري. ځينې وخت د يوه وګړي له خواه بل وګړي ته د يوه کار د ترسره کولو توضيح د هغه له ترسره کولو څخه ډېر وخت نيسي. خو که ليدلورى ولرئ پوهېږي چې که اضافي وخت ولګوئ کولى شئ په راتلونکي کې هم د پام وړ کار وسپارئ. د کار نه سپارلو بل دليل کمال ته ميل دى. کله چې کار سپارئ وګړو ته اجازه ورکوئ چې تېروتنې وکړي. که تاسو د تېروتنو د سمونې زغم ولرئ هغه وخت ډېر وګړي زده کوي چې هغوى ته سپارل شوى کار په وړ ډول ترسره کړي. د کار نه سپارلو وروستى دليل د ځواک له کمښت څخه وېره ده. هغه څه چې له سپارلو څخه يې ترلاسه کوئ په اړه يې فکر وکړئ نه د هغه څه په اړه چې له لاسه يې ورکوئ.
کله چې وکولى شئ له سپارلو څخه په ډار برى ترلاسه کړئ بايد زده کړئ چې څنګه په اغېزناک ډول سپارنه وکړئ. په پيل کې وټاکئ چې کوم څيزونه بايد وسپارل شي. د کارونو د لومړيتوب نوملړ ته وګورئ. دا نوملړ د اړينو کارونو د سپارلو په اړه مرسته کوي. وروسته ځواکمن او مشتاق وګړي د ټاکلي کار د سپارلو لپاره وټاکئ. په ياد ولرئ چې ټول کار وسپارئ. کار او هغه څه چې د انتظار وړ دي توضيح کړئ. بل ګام دا دى چې اجازه ورکړئ وګړى کار ترسره کړي. کار له مخکې ټاکل شوو وختونو څخه وڅېړئ. تل د کار په سر مه درېږئ ځکه دا کار يواځې عملکړنه کموي.

٧-٤- خپل مېز مرتب کړئ
هغه وګړي چې په بوخت او ګډوډ مېز کار کوي په متوسط ډول د ورځې يوه نيمه ګړئ د خپلو څيزونو په موندلو پسې وي. د مېز د بوختيا او ګډوډۍ اصلي عامل کاغذ دى. کاغذونه بايد بنچه او فايل بندي شي او يا نورو اړوندو ملګرو ته وسپارل شي او يا هم بايد لرې وغورځول شي. اړيتا نشته چې د کاغذ بنډل تر نا محدوده وخته د مېز پر سر پاتې شي. د مېز له منظمولو وروسته د مېز د روکو په لور لاړ شئ. د مېز ترتيبول بسيا نه دي، هره ورځ هغه پاک کړئ. د مېز مرتب ساتل په يوه کاري اونۍ کې اووه ګړۍ وخت زياتوي.

٨-٤- تګلارې په خپل وړ توګه تطبيق کړئ
دې ټکي ته پاملرنه مهمه ده چې په دې ليکنه کې وړاندې شوې لارښوونې ټوليزې دي. دا لارښوونې د وخت مديريت د سيسټم د پراختيا لپاره د پيل ټکي دي. د وخت د بريالي مديريت لپاره بايد د وخت مديريت يو وړ سيسټم طراحي کړئ.