د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوحو اپډيت

محمد نعمان دوست 10.05.2010 11:34

زه د باغ بالا پر سړک ، خپل کورته ځم راځم . پردې لاره د سولې د ملي مشورتي جرګې درې سترې لوحې لګېدلې دي .

 په يوه لوحه کې د جوړېدو وخت يواځې ثور ليکل شوى و او په بله کې له دې هم دقيق ( ثور ١٢مه ) .

خو دوه ورځې وړاندې يو ځوان ، له همدې لوحو څخه يوې ته ختلى و او په برس يې ياده نېټه پاکوله .

 بلې لوحې ته هم ځوان ولاړ و او د جرګې نېټه يې اپډيت کوله .

 په ژورناليزم او بيا  په تېره انلاين ژورناليزم کې د اپډيت ( update  ) کلمه ډېره کارول کېږي خو په لوحو کې شايد دا لومړى ځل وي .

 په انلاين راپور ورکونه کې ، لوستونکي هره شيبه  تازه معلوماتو ته په تمه وي چې  همدغه د  شيبه په شيبه تازه  معلوماتو ورکولو ته اپډيت وايي .

  د بېلګې په توګه :

په يوه دولتي ودانۍ ګڼ شمېر وسلوال او ځانمرګي بريد کونکي ورننوتل ، دا خپله يو خبر دى .

خبريال دغه لومړى خبر په دوه درې کرښو کې وړاندې کوي او بيا ليکي چې نور معلومات به وروسته خپاره او يا پرليکه شي .

دلته لوستونکي شيبه په شيبه ويبپاڼه چک کوي او اپډيت معلوماتو ته په تمه وي .

  خو زموږ د سولې د جرګې ( چې سوچه افغاني بلل کېږي )  په لوحو کې اپډيت ته ،   د يو امريکايي له خبرو وروسته اړتيا پېښه شوه .

 که څه هم د  جرګې د جوړېدو تخنيکي کميسيون رييس غلام فاروق وردګ  د وري په ١٦مه ويلي و چې  ٩٠ په سلوکې چمتوالى  بشپړ  شوي او جرګه به   دروان کال  د غوايي  په ١٢مه پرانستل شي ، خو وروسته خبره بله خوا لاړه او د امريکايي خبره زوروره شوه .

   دا امريکايي سياستوال ريچارد هالبروک دى چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د اوباما ځانګړى استازيتوب کوي .

 هغه د تېرې مياشتې په وروستيو کې وويل چې ياده جرګه به وځنډېږي .

  که څه هم لومړى د جرګې افغاني اړخ ټينګار کاوه چې دا يوه افغاني جرګه ده او دهالبروک خپل نظر دى ، د نېټې دتغييرواک نه لري ، خو وروسته همدا بېواکه (!)  نظر دومره پياوړى شو  چې لوحې يې اپډيت کړې .

 په راپور ورکونه کې خو اپډيت ځکه کېږي ، چې خبريال راتلونکي پېښو   لپاره وړاندوينه نشي کولى ، خو په لوحو کې اپډيت شايد بل دليل ولري او هغه دا چې کېداى شي د واک مزى د بل چا په لاس کې وي .

يا شايد د پوليتکنيک پوهنتون کې يو کرامت وي ، ځکه دغه پوهنتون يو شهيد پالونکى پوهنتون دى .

 کمونستانو د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې له دغه پوهنتونه ګڼ شمېر اسلامپاله محصلين راوويستل ، شهيدان يې کړل او يا يې په ژوندنې خاورو لاندې کړل ، نو د پاکو شهيدانو وينې خو دومره زور لري ، چې خپله ساحه له دروغ  ، چل او تزويره پاکه وساتي .

 وګورئ ! د ياد پوهنتون مخ ته د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو( ١٣٨٨، د زمري ٢٩مه ) کې  يوه ستره لوحه لګېدلې وه چې وروسته د هغې هم  اپډيت ته اړتيا پيدا شوه .

 په لوحه د ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه د دواړو مرستيالانو عکسونه وو  او بيا په غټو تورو پرې ليکل شوي و: (( ٢٩ اسد ، روز پيروزى ))

خو وروسته دغه نېټه هم راورسېده ، خو دروغجن شعار عملي نشو.

شايد ، عبدالله ډله د کرزي د ډلې په څېر هوښياره نه وه او د اپډيت په طريقه نه پوهېده ، د انتخاباتو د نتيجې له اعلانه وروسته هم تر ډېره دغه لوحه په خپل حال وه او په عبدالله يې ملنډې وهلې .

 اپډيت په خبر کې ښه شى دى خو که په لوحو کې رواج شي نو خلک بې باوره کوي او موږ له هر څه ډېر باور ته اړتيا لرو.

نو ښه خبر داده چې د هغه څه په اړه کره وغږيږو او هغه څه په لوحو کې وليکو چې واک يې له موږ سره وي ، هسې نه دا څو فيصده را پاتې باور هم کډه وکړي .

كابل، دغويي ۱۹مه