د کرکټ د ملي لوبډلې په ویاړ
10.05.2010 07:49پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی
نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
ښودلې يې د خپلو مټو زور ټولې دنیا ته
مغرورې امرېکې ته آیرلینډ او کاناډا ته
قسم په پټو سترګو يې بوتان ګټلی دی
نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
سکاټلینډ به زړه کې تل وساتي درد ددې حالاتو
پټۍ به په زخمونو کښیږدي څوک د اماراتو
زما د غرو زمرو عربستان ګټلی دی
نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
د خوار کویټ به خود لمبې شي پورې په بدن
چې بال په لاس کې ونیسي زما حمید حسن
صادق، اصغر، نوروز، شاپور ځدراڼ ګټلی دی
نن بیا هغه زما د زړه میدان ګټلی دی
رقیب يې له میدانه مخ تورن بیرته شړلی
وطن ته يې بري پسې بری مدام ګټلی
یوې نه؛ ددې ډلې هر یو ځوان ګټلی دی
نن هغه بیا زما دزړه میدان ګټلی دی
رباط سنګي، لرغونی هرات
۰۹-۰۵-۲۰۱۰