ملي لوبډله هېواد ته ستنه شوه
09.05.2010 15:48انځور په فيس بوک د شاهپور ځدراڼ له پاڼې راخيستل شوی چې په کابل کې د اتصالاتو د هرکلي په غونډه کې نوموړي ته ډالۍ ورکول کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اورونو په نړیوال جام کې د برخه اخيستو څه وروسته د خالي په ورځ سهار نهه بجې کابل ته ورسېده.
ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ له ويسټ څخه خوځېدلې وه او په دوبۍ کې له يوې شپې کولو وروسته هېواد ته د خالي په ورځ ورسېده.
ډېر شمېر د کرکټ مينه وال د ملي لوبډلې هرکلي ته هوايي ډګر ته تللي و او د اتصالاتو کمپنۍ - چې د ملي لوبډلې سپانسره ده - ملي لوبډلې ته د هرکلي پروګرام نيولی و چې د کرکټ چارواکو برسېره په کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم برخه اخيستې وه.