د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

IPL غواړي شاهپور ځدراڼ د پيون لوبډلې لپاره واخلي

کرکټ څانګه 06.05.2010 19:25

IPL کې لوبه کول به شاهپور ته ډېره ګټه ولري چې نور هم ښه تخنيکونه زده کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ويلي دي چې د هندوستان د پريمير ليګ لپاره نوې جوړېدونکې لوبډله (پيون) غواړي چې شاهپور ځدراڼ له ځانه سره په لوبډله کې شامل کړي.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ټول افغان ته ويلي دي چې د پيون لوبډلې استازو ورسره د شاهپور ځدراڼ په اړه لومړۍ خبرې کړي دي خو په رسمي ډول یې لا ورسره کوم تړون نه دی لاسليک کړی.

د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک عالم هم ټول افغان ته د دې خبرې پخلی کړی دی.

د IPL  لپاره د پيون په نامه نوې لوبډلې د جوړېدو په درشل کې ده او استازو یې افغان کرکټ بورډ ته ويلي دي چې کله لوبډله جوړېږي نو د شاهپور په اړه به ورسره بيا خبرې وکړي.

د IPL نور علي ځدراڼ هم خوښ شوی دی خو تر اوسه یې لا ويلي نه دي چې هغه به هم اخلي او که څنګه.

شاهپور ځدراڼ په نړيوال جام کې ډېر ښکلي توپ واچاوه او انداز یې د کرکټ د شنونکو ډېر خوښ شو. که شاهپور ځدراڼ IPL واخلي نو دا به په دې مهمه سيالۍ کې لومړی افغان لوبغاړی وي چې برخه اخلي او د نورو افغان لوبغاړو د شاملېدو لپاره به ور پرانېزي.