د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله نوي پړاو ته ننوته چې نوی تياری ورته په کار دی

تاج ملوک عالم 06.05.2010 20:09

تاج ملوک په ويسټ انډيز کې د لوبډلې د مينجر بشير ستانکزي سره.

موږ ډېر زيات خفه یو چې سبا به خالي لاس هېواد ته ستنېږو. نن مو چې کله سويلي افريقا په ۱۳۹ منډو راغونډه کړه نو په ميدان کې ناستو خلکو او موږ ته داسې معلومېده چې موږ یې ګټو. خو کله چې سټين او مورکيل په ساعت کې په ۱۵۰ کيلومتره رفتار کې توپونه پيل کړل، نو لوبه کول یې ډېره سخته کړه.په دې پيچ له موږ مخکې استراليا د بنګلادېش په وړاندې په ډېر سختو شرايطو کې وګټله.

په تلويزيون ډېره اسانه ښکاري خو په لوبغالي کې دومره تېزو توپ اچونکو ته بيټنګ کول ډېر ستونزمن و. پيچ کې دومره بونس (ټوپ) و چې توپ وهونکی به حيران شو چې څه وکړم. سره د دې چې د لنډکيو او ټپکيو توپونو مقابل کې زموږ توپ وهنه بيا ونه ځلېده خو موږ بيا په توپ اچونه او فيلډ کې خپله وړتيا وښودله.

توپ وهنه ونه چلېده ځکه چې د سويلي افريقا تېز توپونه ډېر خطرناک وو. او موږ په لومړي ځل داسې توپونو سره مخ شولو. موږ د کرکټ ټولو مينه والو نه بښه غواړو او وايم چې کومه لوبه ونه ګټو، تاسو مه خفه کېږئ . موږ به ان شالله بيا راځو او په دا ډول سياليو کې به دې لوبډلو سره لوبېږو. اوس دې لوبډلو سره موږ ته ډېره تجربه وشوه چې دا Level (سويه) کرکټ څه ډول دی او څنګه ورته ځان تيار کړو.

 دې نړيوال جام زموږ هېواد ته ستر وياړ ورکړ. زموږ هېواد ټولې نړۍ وپېژاند. د سويلي افريقا د روزونکي په وينا ((تاسو بايد په خپله لوبډله ډېر ونازېږئ.)) د سويلي افريقا لوبډله وايي چې افغانانو د ډېر خطر سره مخامخ کړلو. دا په داسې حال کې چې موږ په افغانستان کې د کرکټ لپاره هيڅ هم نه لرو خو دا هېوادونه هر څه لري. همدې ټکي ټول خلک حيران کړي دي.

ايرلينډ او زيبمابوی هم ټولو په دې سياليو کې وليد چې په ۶۸ او ۷۸ منډو وسوزېدل. بنګلادېش هم چا ته ماته ورنکړه.باور وکړئ چې په دويم او درېم ځل چې دې لوبډلو سره موږ مخامخ شو نو ان شالله له موږ به ماته خوري.

په لوبډله کې کلک هوډ شته او هيڅکله نه تسلمېږي. د تجربې د کموالي ستونزه شته خو د وخت په تېرېدو او خوارۍ به تجربه هم لاس ته راوړو. کله چې حميد او ميرويس شپږيزې ووهلې، تر دوی مخکې سوزېدلو لوبغاړو ويل چې موږ ولې د دې ګوذارونو کوښښ ونه کړ! دا ټول د تجربې په کموالي دلالت کوي.

د افغان لوبډلې یو مهم پړاو وهلی او نوي پړاو ته ننوته چې بايد نور کار وکړي او تجربه زياته کړي. نوي تخنيکونه زده کړي چې سترو لوبډلو سره مقابله وکړای شي. په تېر نهه کلن سفر کې موږ ډېر کړاوونه وليدل، ورو ورو مو تجربه وموندله او په کراره کراره د دې جوګه شو چې پياوړو لوبډلو ته ماته ورکړو. دا نوی پړاو به هم همدومره تکليف او خواري غواړي او لږ وخت به پرې لګېږي.