د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استراليا بنګله ديش ته ماته وركړه

فريد الله واعظي 06.05.2010 14:05

دنړيوال جام دخپلولوپه موخه پرون دشپي په نهه بجو داستراليا اوبيګلديش دلوبډلوترمنځ دكركيټ لوبه وشوه چي پچه استراليا وګتله اوپه خپله يي په منډو جوړولوشروع وكړه.

واټسن اووارنر لوبه پيل كړه خوددواړو ملګرتيا ډير دوام ونه كړو او واټسن په 2.1 اوركي په 4 منډو وسوزيد.وارنرپه 3.4 اور كي په شپاړسومنډو وسوزيد.

تر51 منډوپوري داستراليا 4 لوبغاړي وسوزيدل: كلارك په 16،هيډن په 6، ډيوډ هسي 9، وايټ په 8 ،مايكل هسي په 47 سميټ په 27 منډووسوزيده چي په 19.5 اورونوكي يي ټول ټال 141 منډي وكړي اواوه لوبغاړي يي له لاسه وركړل اودبنګلديش لپاره يي د142 منډوهدف وټاكه.

وروسته بڼګله ديش په منډوجوړولوشروع وكړه دبنګله ديش ځلور لوبغاړي هم ډيرژر ژر وسوزيدل يعني ددوي منډي 15 ته رسيدلي وي چي خپل څلور تګره لوبغاړي هريو اشرف پل په صفر،عمرقيس په صفر،افتاب احمداومحمد الله په دوه منډو وسوزيدل.

 پنځم اوشپږم لوبغاړي لوبه راټينګه كړه او63 منډوته يي ورسوله چي شكيب احسن اومشفق رحيم چي ښكلي لوبه يي وكړه اوپه28 منډووسوزيده وروسته دبنګلديش لوبغاړي ژر ژر وسوزيدل چي هريومشفق رحيم په 27،نعيم اسلام په 7 شفيق اسلام په 16 مرتضي په 9منډو،احسان په 16 منډورزاق دري منډي كړي وي اوسوزيدلي نه وو چي لس لوبغاړي پوره شول اومنډي يي 114 ته ورسيدي او ونه توانيدل چي ورته وركړل شوي هدف يعني 142 منډي وكړيږ

لوبه داستراليا په ګټه تمامه شوه چي ددي لوبي ګټل داستراليا پواسطه پاكستان هم داتوغوړه لوبډلوپه كتاركي ودراوه.