د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سویلي افریقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله. انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 05.05.2010 19:38

دوه نوي آل راونډران (حميد او ميرويس) مو مبارک شه.

سويلي افريقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله او یو ځل بيا دا په زبات ورسېدله چې د ټيسټ هيوادونو لوبډلې له اسوسيټ او افيليټ هېوادونو څخه ډېرې پياوړي دي او د دواړو د لوبې ترمنځ واټن ډېر دی.

خو د افغانستان توپ اچونکو نړيوالو ته وښوده چې افغانستان کولای شي دا واټن راکم کړي او په راتلونکي کې پياوړې لوبډله شي.

د سويلي افريقا سره په لوبه کې د کپتان نوروز منګل له خوا په مناسب وختونو کې د مناسبو توپ اچونکو رامخ ته کول ښکلې پرېکړې وې چې په ۱۳۹ منډو د سويلي افريقا په ودرولو کې بريالی شو.

د افغانستان په فيلډنګ کې د پخوا په پرتله خورا پرمختګ لېدل کېږي، خو توپ وهنه هم لکه د پخوا پياوړتيا ته لېواله ده. سره د دې چې د سويلي افريقا توپ اچونکي په تېزو توپونو مشهور دي او د نړۍ تر ټولو تېز توپ اچونکي لري، ميرويس اشرف، سميع الله شينواری او حميد حسن بريالي شول چې افغانستان په لږو منډو له ماتې وژغوري.

افغان توپ وهونکو بيا ډېرې ويکټې په لنډکي يا شارټ بالونو باندې ورکړې. د سويلي افريقا توپ دومره تېز و چې د محمد نبي غوندې توپ وهونکي په بيټ توپ پخپله ولګېده او بې کنتروله اړخ ته لوبغاړي کيچ کړ. د افغانستان ۵ ويکټې د توپ وهونکي شاته لوبغاړو کيچ کړې.

افغانستان ټولې لس ويکټې په ۱۶ اورونو کې په ۸۰ منډو جوړولو له لاسه ورکړې.

په توپ اچونه کې حميد حسن، شاهپور او سميع الله شينواری بيا وځلېدل. حميد ويکټې واخيستې او په ۱۴۰ کيلومتره کې يې توپ واچاوه. شاهپور تېز او منظم توپ واچاوه په داسې حال کې چې سميع الله شينواري د سويلي افريقا د منډو اوسط راښکته کړ او منډې یې ورته ودرولې.

په لوبډله کې د ميرويس اشرف اخيستل سمه پرېکړه وه او داسې هيله کېده چې شفيق الله شفق به هم په ننۍ لوبه کې واخيستل شي خو شفيق الله د لوبغالي له غاړې د شبير نوري او نصرت الله نصرت سره د لوبې سيل وکړ.

افغان لوبډلې ته د شل اورونو نړيوال جام ښه تجربه وه او اوس ورته روښانه شوه چې څومره نور مزل ورته پاتې دی. د خوښوۍ خبره دا ده چې د افغان لوبډلې مورال لوړ دی او لا اوس هم هوډمنه ده چې په راتلونکې کې له پوره غړو هېوادونو برياوې خپلې کړي.

د لوبې انځوريز رپوټ:


د افغانستان توپ اچونکي وځلېدل او وختي یې ويکټې اخيستل پيل کړل.
سويلي افريقا په ننۍ لوبه کې ټولې ۷ ويکټې له لاسه ورکړې چې افغان توپ اچونکو د خوښۍ شيبې ترلاسه کړې. شهزاد نن یو کيچ وغورزاوه خو یو لوبغاړی یې ښکلی سټمپ کړ.
حميد درې وارې د ويکټې غوروزول ولمانځل. ۱۳۹ منډې هدف داسې ښکاره کېده چې افغان توپ وهونکې یې کېدای شي پوره کړي خو لکه چې د لنډکي او ټپکي توپونو کنترولول له درې ورځو زياتو تمرينونو ته اړتيا لري. 

د افغانستان ويکټې غورزېدل پيل شول. او د سويلي افريقا تېزو توپ اچونکو ته بې له توپ اچونکو بل څوک ټينګ نه شول. 
ميرويس اشرف د سويلي افريقا توپونو ته یو څه ځواب ووايه او ويې ويل چې آل راونډر دی. نوموړي ۲۳ منډې وکړې. چې تر هر بل افغان لوبغاړي ډېرې وې.
حميد حسن بل آل راونډر دی چې نن یې ډېر څه وويل، البته د توپ او بيټ په ژبه. حميد ۲۲ منډې وکړې.

د لوبې مخامخ حال:

هېواد منډې اورونه سوڅېدلي
افغانستان ۸۰ ۱۵

۱۰

سويلي افريقا  ۱۳۹  ۲۰  ۷

- سویلي افریقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله.

- حمید حسن وسوزید

- ویسټنډیز ایریلینډ په ۶۸ منډو ټول سوزولي و، د میرویس اشرف او حمید حسن کور ودان .

- حمید  حس ۶ ووهله.

- شاپور او حمید حسن ولاړ دي.

- میرویس اشرف په ۲۵ توپونو ۲۳ منډې کړي.

- میرویس اشرف وسوزید.

- میرویس بله  ۶ ووهله.

میرویس اوږده ۶ ووهله.

- حمید حسن راووتلو او ۶ ووهله.

- میرویس اشرف توپ وهني ته راووتلو.

- اصغر ستانکزی سوزید.

- سمیع په فري هیټ ۶ ووهله.

- نبي عیسی خیل هم وسوځید.

- نبي عیس خیل توپ وهني ده راووتلو.

- کریم صادق وسوزید

- اصغر ستانکزی راووت.

- نوروز منکل وسوزید

ـ شهزاد هم وسوزید

ـ د افغانستان نور علی وسوزید

- افغانستان توپه وهنه پېل کړه او کریم صادق او نور علي ځدران توپ وهني ته راووتل.

د افغانستان توب اچونه:

شاپور ځدران: ۳ اورو کې ۲۹ منډې ورکړي او ۱ لوبغاړی یې سوزولی.

میروس اشرف: ۲ اورو کې ۱۸ .

حمید حسن: په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې او درې لوبغاړي یې سوزولي.

سمیع الله شینواري: په ۴ اورونو کې یې ۱۴ منډې ورکړي.

محمد نبي: په ۴ اورونو کې ۳۳ او یو لوبغاړی یې سوزولي.

نوروز منګل: په ۳ اورونو کې ۲۰ او یو لوبغاړی یې سوزولي.

- سویلي افریقا افغانستان ته  ۱۴۰هدف وټاکه.

- نوروز کیچ واخست او شاپور توپ کوي او ۲ توپه پاتي دي.

 - د دې اور ۳ توپه شوي او ۳ پاتي دي

- شاپور توپ ته راغلی او په ۲ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړي.

- حمید حسن په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړي او دې اور کې يې ۲ منډې ورکړي. او ۳ لوبغاړي یې وسوزول.

- حمید حسن بل لوبغاړی وسوزوه او نوروز منګل کیچ واخسته. خطرناک کیچ و.

- حمید حسن توپ اچولو ته راغي.

- په دې اور کې بله ۶ په نبي ولږیده.

- نبي توپ ته راغی او به لومړي توپ پرې ۶ ولږیده.

- ریس احمدزی فیلډنک ته راغلي او شفیق الله بیرته د لوبغالي وتلی دی.

-حمید حسن توپ اچوي.

- په لوبغالي کې زیات نندراه چیان د افغا لوبغاړو او افغانانو سره همدردي کوي او چکچکې ورته وهي.

- په نبي ۶ ولږیده.

- ۱۶ اور توپ اچونې ته نبي عیسی خیل راغي.

- حمید ۵ مندې په دې اور کې ورکړي.

- نبي ښه فیلډنګ کوي او اوس یې خطرناکه توپ ونیوه چې د ۴ امکان و او ۳ منډې ترې واخستي.

- حمید حسن د لومړي اور په لومړي توپ يې هم یو لوبغاړي وسوزوه او او د دویم اور په لومړي توپ یې هم بل لوبغاړی وسزاوه.

- حمید حسن د سویلي افرثقا لوبغاړي البي ډبلیو کړ

- په لوبغالي نن افغانان د سانت لوشیا د لوبغالي څخه ډېر دي او د افغانستان جنډې د لوبغاأ په هر ځای کې باد رپوي.

- نوروز توپ اچونې ته راغي الله دې خیر کړي.

- د حمید حسن څخه  په دې اور کې ۳ منډې واخستل شوي.

- د حمید حسن د توپ سرعت په یو ساعت کې ۱۴۳ دی.

- حمید حسن په لومړي توپ کیلیس وسوزه او شیرزاد کیچ واخست.

- ۱۳ اور توپ اچوني ته حمید حسن راغی.

- په دې اور کې سمیع الله شینواری ۵ منډې ورکړي

- افغان لوبغاړي په مرګ لوبه کوی خو ګورو چې تقدیر څه کوي.

- سمیع الله توپ اچوني ته راغي او اخري اور يې دی.

- نوروز توپ کوي او شیرزاد سټمپ کړ.

- د سمیع الله شینواري څخه يې پخ دې اور کې ۲ منډې وشوي.

- سمیع الله ۵ توپه یې کړي او ۱ منډې یې ورکړي.

- سمیع الله شینواری توپ اچوي.

- په دې اور کې د نوروز څخه ۱۲ منډې واخستي.

- په نوروز ۶ ولږیده.

- نوروز توپ اچوني ته راغي او لومړی توپ یې وایډ وکړ.

- د دې اور اخري توپ دی.

- سمیع الله توپ اچوي.

- د هندوستان ننداره چیان د افغان لوبغاړو ملاتړ کوي.

- حمید ډیر ښه توپ راونیوه ګنې ۴ کیدله.

- نبي عیسی خیل توپ اچوني ته راغی.

- سمیع الله شینواري په دط اور کې ۲ منډې ورکړي.

- شفیق الله شفق د ریس احمدزي پز ځای فیلدنګ کوي.

- سمیع الله شینواری توپ اچوني ته راغي.

- نبي عیسی خیل په دې اور کې ۲ منډې ورکړي.

- ډیویلیرس د سویلي افریقا لوبغاړی توپ وهني ته راغي.

- نوروز منګل کیچ واخست. ډیر ښکلی کیچ و.

- نبي عیسی خیل توپ اچونې ته راغي.
- بله ۶ په میرویس ولږیده.

- میروس اشرف باندي ۶ ولږیده.

- د میرویس اشرف د توپ اچوني سرعت ۱۳۰ کیلومتره په یو ساعت کې دی.

- توب وهني ته د سویلي افریقا ډېر خطرناک لوبغاړی جاکو کیلس د ګریم سمت سره دی.

- افغان لوبغاړي ځان وژني خو توپ نیسي.

- د شاپور د توپ اچوني سرعت ۱۳۷ نیم دی.

- ۳ اور ته شاپور ځدران راغی.

- د ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان ډېر خوشاله ښکاري.

-د مرویس توپ وکړ او شاپور ځدران ترو وکړه او سمیع الله شینواري سټمپ کړ.

-- یو لوبغاړی وسوزید

- میروسی اشرف توپ اچونې ته راغی.

- ۵ توپه د لومړي اور وشول.

- د سویلي افریق کپتان توپ وهنې ته خپله راووتلو.

- افغان لوبغاړي د فیلډنګ ځایونو ته په لوبغالي کې روان دي، نوروز منګل لوبغاړو ته لارښونه کوي.

لوبه به د شپې وي. افغان لوبغاړو لوبغالی کتلی او بېګا شپه يې په کې تمرينونه وکړل چې په پورته انځور کې یې ګورئ. انځور د لوبډلې د رسنيزو چارو مسوول شهريار خان اخيستی دی.

لوبه حال او ژوندی سکور کارډ په دې ويبپاڼو تعقيبوالی شئ: کرک انفو ويبپاڼه    د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼه

- اوس د سویلي افریقا ملي سرود غږول کیږي.

- ملي سرود ته ټول ولار دي .

- افغان لوبغاړي د ملي سرود لپاره لوبغالي ته راښکته شول.

- د افغانستان او سویلي افریقا بیرغونه لوبغالي ته راوړل شول.    

- پچه افغانستان وګټله او د لوبه لږ وروسته پېل کیږي.

- افغانستان توپ اچونه غوره کړي او میرویس اشرف او شاپور ځدران اټیک توپ اچوي.

- پچه افغانستان وګټله او د لوبه لږ وروسته پېل کیږي.

- افغانستان پچه وګټله او میرویس اشرف لوبه کې نن شته، افغانستان ټوپ کول غوره کړه.

- اوس د پچې لپاره د لوبډلې کپتانان راغوښتل کیږي خو ګورو چې پچه څوک ګټي.

د افغانستان ملي لوبډله

نور علي ځدراڼ

کريم صادق

شهزاد محمدي

نوروز منگل

ريس احمدزى

اصغر ستانکزى

نبي عيسى خيل

سميع الله شينوارى

شاپور ځدراڼ

میرویس اشرف

حميد حسن

- لوبډلې په لنډکيو او ټپکيو توپونو دا څو ورځې تمرينونه کړي دي. دا ډول توپونه وهل د هندوستان خلاف د افغان لوبډلې کمزوري وه چې په ۸ کې ۵ ويکټې هندوستان په همدا ډول توپونو واخيستې. خو تول افغان ته د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي وویل چې په همدې توپونو لوبغاو دا څو ورځې تمرین کړي او هیله ده چې هغه غلطي بیا تکرتر نشي

- تاج ملوک په دې اند دی کچېرته افغانستان لومړی لوبه وکړي او سویلي افریق ته ۱۴۵ هدف وټاکې نو بیا يې په هغوس په اسانۍ نشي ګټلی.

- لږه شېبه مخکې د بربډوز څخه د ملي لوبډلې مرستیال روزونکې وویل چې لوبغالي ته روان یو او د استرالیا توپ اچونه او د بنګلدیش توپ وهنه د نزدې څخه ګورو، تاج ملوک وايې چې د لوبغاړو مورال له هر وخته ډېر لوړ دی او هر لوبغاړي هیله لري چې ښه وځلیږي.

- د بربډوس څخه د ملي لوبډلې یو غړی چې نه غواړي نوم يې یاد شي ټول افغان ته وویل چې نن میرویس اشرف په لوبه کې شته دی خو دا یې ونه ویل چې د چا پر ځای راوستی دی.

- د فغانستان ننداره چیان لوبغالي ته راغلي او د افغانستان جنډې په هوا کې رپوي.

- د بنګلدیش او استرالیا لوبه ختمه شوه، او سترالیا په ۲۷ منډو وګټله، یو ساعت روسته به د افغانستان او سویلي افریقا لویه کوي.

- د کرکټ مینوالو ښه راغلاست او نیکې هیلې زه الهام یاسیني مو په خدمت کې یم.

- لوبه د افغانستان په وخت د شپې په یوه نيمه بجه پيل کېږي. د نورو سيمو وختونه لاندې روښانه شوي دي. تر هغې دوه تازه انځوريز رپوټونه چې له ويسټ انډيز څخه رارسېدلي وګورئ او خوند ترې واخلئ:

د هندوستان سره د لوبې انځورونه چې مخکې مو نه دي ليدلي  
د سويلي افريقا لوبې ته لوبغاړو تمرينونه بشپړ کړل. انځوريز رپوټ

 

- ريس احمدزی په فيس بوک ليکي چې له تقاعد څخه وروسته به په کرکټ کې وي.

- لوبغاړی اصغر ستانکزی په فيس بوک ليکي چې خفه کېږئ مه. لا اوس هم چانس لرو. د کرکټ ټول مينه وال دې زموږ د بري دعاګانې وکړي. وياړم چې افغان يم.

- د کابل په وخت د ماښام ۶ بجې: د لوبډلې د رسنيزو چارو مسوول د ټيلي په ليکه له ويسټ انډيز څخه ټول افغان ته ويلي دي چې د لوبډلې اداري غړي ناست دي او د لوبډلې په تشکيل خبرې کوي.  معلومه نه ده چې په ننۍ لوبه کې به ميرويس اشرف او شفيق الله شفق ولوبېږي او که څنګه.

لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په یوه نيمه بجه پيل کېږي چې د اريانا او شمشاد تلويزيونونه به یې په ژوندې بڼه ښيي. دا لاندې تلويزيونونه هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې دا لوبه په ژوندۍ بڼه ښي.

باوري سرچېنې وايي چې هېوادمشر حامد کرزی به هم نن شپه لوبه د تلويزيون په ښيښه ګوري.

د لوبې د پيل کېدو وختونه:

دوبۍ: د شپې یوه بجه
پاکستان: د شپې دوه بجې
ګرينويچ: ماښام ۹ بجې
لندن: ماښام ۱۰ بجې
مونتريال: د مازديګر ۵ بجې
لاس انجلس: د ماسپښين دوه بجې
نيويارک: مازديګر ۵ بجې

هغه تلويزوني چينلونه چې لوبې په ژوندۍ بڼه ښيي:

هغه چینلونه چې لوبې به په ژوندۍ بڼه خپروي د لومړیو څو لوبو مهالویش
  • Afghanistan - Ariana Television Network Show only Afghan matches
  • Australia - Fox Sports
  • Africa - SABC
  • Bangladesh - Bangladesh Television
  • Singapore - Star Cricket
  • West Indies - Caribbean Media Corporation
  • Canada - Asian Television Network
  • Europe - Eurosport2
  • China - ESPN Star Sports
  • India - ESPN Star Sports, Star Cricket, Mostly India matches: DD National
  • Jamaica - Television Jamaica
  • Middle East - Arab Radio and Television Network
  • Fiji - Fiji TV
  • New Zealand - Sky Sport
  • Pacific Islands - Sky Pacific
  • Pakistan - GEO Super, Pakistan Television Corporation
  • South Africa - Supersport, Sabc3 Sport
  • Sri Lanka - Sri Lanka Rupavahini Corporation
  • United Kingdom - Sky Sports, BBC
  • Ireland - Sky Sports, BBC
  • USA - DirecTV
# Date & Time Match
1 30 Apr,2010 5:00 PM GMT, 09:30 PM Kabul NZ vs SL
2 30 Apr,2010 9:00 PM GMT, 01:30 AM Kabul WI vs IRE
3 01 May,2010 1:30 PM GMT,  06:00 PM Kabul AFG vs IND
4 01 May,2010 5:30 PM GMT, 10:00 PM Kabul BAN vs PAK
5 02 May,2010 1:30 PM GMT, 06:00 PM Kabul IND vs SA
6 02 May,2010 5:30 PM GMT, 10:00 PM Kabul AUS vs PAK
7 03 May,2010 1:30 PM GMT, 06:00 PM Kabul SL vs ZIM
8 03 May,2010 5:30 PM GMT,  10:00 PM Kabul WI vs ENG
9 04 May,2010 1:30 PM GMT, 06:00 PM Kabul NZ vs ZIM
10 04 May,2010 5:30 PM GMT, 10:00 PM Kabul ENG vs IRE
11 05 May,2010 1:30 PM GMT, 06:00 PM Kabul AUS vs BAN
12 05 May,2010 5:30 PM GMT, 10:00 PM Kabul AFG vs SA
13 06 May,2010 1:30 PM GMT, 06:00 PM Kabul A1 vs D2
14 06 May,2010 5:30 PM GMT, 10:00 PM Kabul C1 vs B2