د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سويلي افريقا لوبې ته لوبغاړو تمرينونه بشپړ کړل. انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 05.05.2010 16:10

روزونکي کبيرخان لوبغالی وکوت او لوبغاړو ته یې اړينې مشورې او لارښونې وکړې

انځورونه (عبدالصمد غفوري)

 افغان لوبډله نن د سويلي افريقا سره د شل اورونو په نړيوال جام کې سيالي کوي. د ټول افغان همکار عبدالصمد غفوري په برباډوس کې تمرينونه څارلي او دا انځورونه یې درته اخيستي دي.
لوبډلې په لنډکيو او ټپکيو توپونو دا څو ورځې تمرينونه کړي دي. دا ډول توپونه وهل د هندوستان خلاف د افغان لوبډلې کمزوري وه چې په ۸ کې ۵ ويکټې هندوستان په همدا ډول توپونو واخيستې.
لوبغاړي د تمرين په مهال
 لوبغاړي دې ورځې کېږي چې په برباډوس کې تمرين کوي 
 دولت احمدزی د تمرين په مهال
  
 تاج ملوک. پته نشته چې په خپله ډېر وږی دی او که د لوبغاړو خدمت کوي. غالبا چې خدمت به کوي. 
 لوبغاړي سويلي افريقا سره د بري په هوډ لوبېږي 

 
لوبغاړي هغه لوبغالی ګوري چې د سويلي افريا سره به په کې لوبه کوي.

د ګنګسټن اوال په لوبغالي کې حميد او شاهپور ډېر مطمين ښکاري. د دې لوبغالي پيچ د تېزو لوبغاړو دی. الله جې دې توفيق ورکړي..د حميد په لستوڼي د سپريم کمپنۍ نښه ده چې لوبډله یې سپانسر کړې ده.
لوبغاړو د کرکټ افغان مينه والو ته بيټونه او د افغانستان بيرغونه م لاسليک کړل 
 شفيق الله شفق لاسليکونه کوي. د سپريم کمپنۍ خولۍ هم ښکاري. دې کمپنۍ لوبډلې ته د سپانسرشپ په بدل کې دوه نيم لکه ډالر ورکړي دي.