د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيوزيلانډ زيمبابوی او انګلستان ايرلنډ ته ماته وركړه

فريدا لله واعظي 05.05.2010 09:14

زيمبابوی او نيوزيلانډ

دنړيوال جام په سياليوكي پرون ماښام دنيوزيلاند اوزيمبابوي دلوبډلوترمنځ دكريكيټ لوبه ترسره شوه.

پچه نيوزيلاند وګټله اوزيمبابوي ته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه. زيمبابوي په 4.4 اورونوكي 36 منډي جوړي كړي وي اولومړني لوبغاړي ټيبويي په 21 منډوله لاسه وركړه چي زيمبابوي ته ګرانه پريوته اوتر74 منډوپوري يي خپل 9 لوبغاړي له لاسه وركړل. د نيوزيلانډ په بالرانو كي سټايرس ډيرښكلي اورونه وكړل اوپه دوه اورونوكي يي دري منډي وركړي اودري نفره يي اوټ كړل په پايله كي په 15.1 اور كي دټولو لوبغاړو په سوزيدو باندي زيمبابوی 84 منډي جوړي كړي اونيوزيلاند ته يي د85 منډو هدف وټاكه.

د نيوزيلاند د لوبې شروع هم ښه نه وه، كله يي چي منډي 7 ته ورسيدي يوتكړه لوبغاړي يي له لاسه وركړ. کله چې د نيوزيلاند منډې  36 او اورونه یې 8.5 ته ورسيدل باران شروع وكړه ا ولوبه  دډير وخت لپاره ودريده چي بلاخره فيصله په دي وشوه چي د نيوزيلاند لوبډلي په اتو منډو دا لوبه وګټله اوپه اتو غوره لوبډلوكي يي دځان لپاره ځاي يقيني كړ.

انګستان او ايرلينډ

دانګلستان اوايرلينډ په لوبه كي ايرلنډ پچه وګټله اوانګلستان په منډو جوړولوشروع وكړه.

 د انګلستان لوبه چي څنګه تمه كيده هغسي نه وه اوډيره كمزوري روانه وه.  تر32 منډوپوري يي دري تكړه لوبغاړي له لاسه وركړل.

په انګستان فشارهغه وخت زيات شوچي كپټان يي په صفر وسوزيد. وروسته څلورم لوبغاړي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوكوښښ يي وكړچي د خپلي لوبډلي منډي زياتي كړي چي هغسي هم وشوه اوپه 47 منډو وسوزيد.

په 20 اورونوكي داتولوبغاړو په سوزيدو انګستان 120 منډي وكړي اود ايرلنډ لپاره يي د121 منډوهدف وټاكه.

كله چي ايرلنډ په منډو جوړولو شروع وكړه په 3.4 اور کې یې 14 منډې کړې وې چې باران شروع شو. بالاخره د منډو د اوسط په اساس لوبه دانګلستان په ګټه تمامه شوه اوانګلستان هم خپله لوبډله په اتوغوره لوبډلوكي ودروله.

نن ماښام به داستراليا اوبنګله ديش دلوبډلوترمنځ په نهو بجو لوبه ترسره كيږي اومعلومه به شي چي بنګله ديش به خپل ځان په اتوغوره لوبډلوكي ودروي كه نه.  استراليا لا د مخه په اتوغوره كي حساب شوې ده.  ماښامنۍ لوبه به دپاكستان اوبنګلديش بخت معلوموي.

د شپي په يوه نيمه بجه به بله غوره لوبه دافغانستان اوسويلي افريقا تر منځ وي چي دا لوبه به هم د افغانستان اوسويلي افريقا بخت ازمويي . په دې ګروپ کې هند لادمخه اتوغوره ته لاره موندلې ده.