د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل مېشتو وردګو ځواکمنه قومي شوری جوړه کړه

ګل آغا احمدي وردګ 04.05.2010 20:08

په دې وروستیو کلونو کې زیاتې هلې ځلې روانې وې څو کابل میشتي وردګ د یوې داسې قومي شوری درلودونکي وي چې د دې ویاړلي، علم پروره او متدین قوم  سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او هراړخیزې چارې منظمې کړې او خپلو روا حقوقو ته د رسیدو په لاره کې د خپلې شوری په وسیله له یوه قوي دریځ څخه برخمن وي.

د تیر دیرش کلن ناورین ناوړه اغیزو، ځینو منفي افکارو او بیځایه تربګنیو د موجودیت له کبله د وردګو په شمول د افغانستان د زیاتره قومونو وګړو ته د دې زمینه برابره نه وه چې د یووالي په ریښتني ټغز سره را غونډ او له خپل منځ څخه یو شخص د خپلې شوری د مسوول په توګه انتخاب کړي. سره له دې چې د کابل میشتو وردګو په کچه وخت پر وخت مسلسلې هڅې و شوې او په مختلفو نومونو د شوراګانو د جوړیدو بهیر روان وو چې تر یوه حده به هرې شوری خپل ملي مسوولیت سر ته رسولی وي خو په ټولیزه توګه داسې عملي او مثبته نتیجه پرې مرتبه نه وه چې زموږ د خلکو هیلو او آرمانونو ته یې په هر اړخیز ډول انعکاس ورکړی وي.

د تاریخ په دې حساس پړاو کې کابل میشتي وردګ په داسې یوه تاریخي اقدام لاس پورې کوي چې  د دې ستر، متدین، علمي، پياوړي او خدمتګار قوم د برخلیک په ټاکلو کې به لوی لاس و لري او نه یوازې د وردګو باتور قوم بلکي د افغانستان ټولو پرګنو ته به د خدمت د یوه مثال په توګه ثابت شي.

د ۱۳۸۹ کال د غوايي د میاشتې ۱۱ نیټه چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د مې د لومړۍ نیټې سره برابره ده زموږ د خلکو د برخلیک د تاریخ په پاڼو کې هغه بختوره ورځ ده چې د کابل میشتو وردګو زیاتو مشرانو پر یوه آواز له خپل منځ څخه په یوه شخص باندې غږ وکړ چې د دوی د خادم په توګه دې د کار ډګر ته را وړاندې شي او د دوی د هیلو بهیر دې پر مخ روان کړي.

کابل میشتو وردګو په یاده شوې نیټه ښاغلی انجنیر محمد طاوس ساجد د خپلې قومي شوری د رئیس په توګه انتخاب کړ او د چارو د ښه سمون لپاره یې ښاغلی جنرال صلاح الدین، انجنیر محمد یوسف، ولسوال نعیم خان او حاجي خالد د شورا د ریاست د مرستیالانو او ښاغلی حاجي محمد عارف یې د نوموړې شوری د دارالانشا او اداري مسوول په توګه غوره کړل.

د کابل میشتو وردګو قومي شوری به ډیر ژر د هیواد په پلازمینه (کابل) کې د چارو د ښه سمون لپاره یو دفتر پرانیزي او د خپلو چارو د بهیر د چټکتیا لپاره به د یوې موثرې استراتیجۍ له مخې د مختلفو چارو د عملي کولو لپاره منظم کاري پلانونه ترتیب او هغه ټول اړخونه به په ژوره توګه په پام کې و نیسي چې زموږ د خلکو د سیاسي، پوهنیز، اقتصادي او ټولنیز ژوند سره تړاو لري او په ټولو اړوندو څانګو کې به  منظمې هڅې پيل کړي.

د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د کابل میشتو وردګو قومي شوری ستره موخه خپلو خلکو او په مجموع کې ټولو هیوادوالو ته خدمت ګڼل کیږي او د هغو ټولو وردګ مشرانو ملاتړ ورسره مل دی چې له خپلو خلکو، هیواد او پرمختګ سره بې کچه مینه لري او د ملي خدمت شوق یې د وینې په هر رګ کې ټوپونه وهي.

د کابل میشتو وردګو قومي شوری به خپلې چارې د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو، د هیواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو په رڼا کې د علمي بنیادونو پر بنسټ پر مخ بیايي او له ټولو اړوندو دوستانو هیله کوي چې د دې شوری جوړیدل او له هغه سره د مثبت فکر له مخې کار کول د خپل ځان دنده و بولی او د خپلو هیوادوالو د خدمت له بهیر سره یو ځای شی.

ستاسو قیمتي نظریې، سالمې نیوکې او له نوموړې شوری سره هر اړخیزې همکارۍ به د کابل میشتو وردګو د قومي شوری د کار او خدمت بهیر لا پسې ګړندی کړي او ستاسو د آرمانونو په ځولۍ کې به د عملي خدمت د ګلونو ځولۍ هرو مرو را سپړي.

د وردګو کلتوري یون د کابل میشتو وردګو د قومي شوری جوړیدل  یو نیک ګام ګڼي، د شوری ټاکل شوي رئیس  او منتخبو مسئولینو ته په خپلو چارو کې د لوی خدای (ج) له دربار څخه بری او توفیق غواړي او دوی ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.

په افغانستان کې د سراسري سولې، نیکمرغۍ، ورورګلوۍ ، هر اړخیز پرمختګ او د ټولو میشتو پرګنو او ویاړلو افغانانو د ملي یووالي په هیله.