د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولپوښتنې ځواب: که افغانستان دويم پړاو ته بريالی شي نو درې لوبې به کوي

کرکټ څانګه 04.05.2010 11:01

تېره اونۍ د کرکټ څانګې ټولپوښتنه کړې وه چې که افغانستان د شل اورونو په نړيوال جام کې دويم پړاو (سوپر 8) ته بريالی شي نو په دې پړاو کې به څو لوبې کوي.

په ټولپوښتنه کې ډېرو لوستونکو برخه واخيسته. ۳۳٪ برخه والو سم ځواب ويلی و چې په سوپر ايټ کې به افغانستان د بري په حال کې ۳ لوبې کوي. ۳۱٪ برخه والو ويلي وو چې دوه ، ۱۷٪ برخه والو ۶ ، او ۲٪ برخه والو ۱ لوبه ويلي وو.

سم ځواب همدا درې لوبې دي. افغانستان د می په ۵ مه د سويلي افريقا سره د برباډوس د جورج ټاون ښار په کنګسټن اوال لوبغالي کې د کابل په وخت د شپې ۱۲:۳۰ نيمې بجې لوبه پيل کوي. له پيله نيم ساعت مخکې به پچه اچول کېږي. که بری د افغانستان په برخه شي نو افغانستان به په خپل ګروپ کې دويم مقام لاس ته راوړي او د لاندې لوبډلو سره به لوبه کوي:

لومړۍ لوبه: د می په ۷ مه د A ګروپ دويمې لوبډلې سره. په A ګروپ کې پاکستان، استراليا، او بنګلادېش لوبه کوي.

دويمه لوبه: د می په نهمه د ويسټ انډيز سره چې د D ګروپ لومړۍ لوبډله ده.

درېمه لوبه: د می په يوولسمه د B ګروپ لومړۍ لوبډلې سره . په B ګروپ کې سريلانکا، نيوزيلانډ، او زيمبابوی لوبه کوي.

په ټولپوښتنه کې له برخه اخيستو یوه نړۍ مننه.