د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي لوبډلې لوبغاړي ریس احمدزي تقاعد اعلان کړ

الهام یاسیني 04.05.2010 03:59

ریس احمدزی د لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک سره د کرکټ د لومړي سفرونو په ډګر کې(انځور په مننه د تاج ملوک کورنۍ څخه)

د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي  او پخواني کپتان ریس خان احمدزي نن په بربډوز کې رسنیو ته وویل چې د نړیوالو  شل اوریزو اتلولیو سیالۍ به مې دلوبډلې سره ورستنۍ سیالۍ وي.

احمدزی وایې چې زه لا یو څو کاله نور هم لوبه کولی شم خو اړینه بولم چې د کرکټ راروان نړیوال جام لپاره ځوانانو ته زمینه برابره کړو چې د هغې ځای لپاره د لوبې تخنیکونه پیاوړي او تجربه زیاته کړي .

ریس خان په لوګر کې د ازرې ولسوالۍ دی، ښاغلي ټول افغان ته د نړیوال شل اوریزو اتلولیو له تلو مخکې وویل چې دا مې لوی ارمان دی چې د افغانستان لپاره هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو ته ماتې ورکړو او نړیوالو ته ورپیژنم چې افغانان څنګه خلک دي.

ریس خان  له ملي لوبډلې سره په ۲۰۰۴ز کال کې یوځای شوی، په  ۲۰۰۶ز کال کې د ملي لوبډلي کپتان پاتې شوی، په افغانستان کې د کرکټ د لومړیو لوبغاړو څخه دی، په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره د نوموړي خدمتونه د ستایلو وړ دي.

احمدزی وایې چې د کرکټ لوبو څخه یې تقاعد په دې معنی نه ده چې له کرکټه به بیخي لرې کیږي، ښاغلی وایې چې زه په هیواد کې د کرکټ د مینوالو په خدمت کې یم او همیشه به هڅه کوم چې په افغانستان کې د کرکټ په پرمختګ کې برخه واخلم.

ټول افغان ته باوري سرچینې  غرب الهند ته له تلو مخکې وویل چې د نړیوالو شل اوریزو اتلولیو د سیالیو له راګرځیدو  وروسته به ځینې لوبغاړي د ملي لوبډلې لرې کړای شي او پر ځای به یې نوې تکړه ځوان لوبغاړي راوستل شي.

سرچینه زیاتوي کچېرته نوې ځوان  لوبغاړي د نړیوال شل اوریزو اتلولیو وروسته سمدستي رانه وستل شي نو ځینې لوبغاړي تر  ۲۰۱۵ز نړیوالو اتلولیو پورې تقاعد کېږي او افغان لوبډله له ستونزو سره مخ شي.

باوري سرچينه زياتوي چې ريس احمدزی پلان لري چې له دې وروسته د کرکټ په بورډ کې د دندې لاسته راوړلو کوښښ وکړي.

ريس احمدزی دا مهال یوه غيردولتي موسسه هم لري چې په افغانستان کې زلميانو او کوچنيانو ته په مکتبونو کې د کرکټ ورزده کول او په هېواد کې د کرکټ د رايجولو لپاره کار کوي.