د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کبيرخان: افغان توپوهونکي په شارټ پچ (لنډ) توپونو کې مشکل لري

بختیارحسین خیل 03.05.2010 15:21

د افغان لوبډلې روزونکي کبیرخان دا څرګندونې د کرکټ نړیوالیې شورا سره شریکي کړیدي.

کبیر خان په دې خبره اعتراف کړی چې افغان لوبغاړي د شارټ پچ يا لنډکيو تپونو سره بلد نه دي او همدا لامل دی چې د هند سره په لوبه کېی په ۸ سوځیدلو لوبغاړو کې ۵ لوبغاړي په شارټ پچ توپونو اوټ شویدي.

 همدارنګه کبیر خان د دې لامل د افغان لوبغاړو په لومړي ځل سره د داسې توپونو سره مخ کیدل په ګوته کړل او زیاته یې کړه چې د سویلي افریقا سره لوبې ته وخت لري او په دې بالونو به زیاته خواري وکړي.

کبیر خان تمه لري چې د نړیوال جام څخه وروسته به د ښه لوبډلو سره د لوبیدو چانس ترلاسه کړي چې په پايله کې به يې  لوبغاړي له دا ډول توپونو سره عادت شي.

د يادونې ده چې د C ګروپ یواځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سویلي افریقا او افغانستان ترمنځ ترسره کیږي.

که افغانستان دا لوبه وګټي کولای شي چې په ۸ غوره لوبډلو کې ځای ونیسي. له دې ګروپ څخه هند غوره ۸ لوبډلو یا سوپر ایټ ته لاره موندلې ده.

 افغانستان او سویلي افریقا چې له هند څخه خپلې لوبې بایلودي ډي یواځنی چانس لري چې مخکې ولاړې شي، هغه هم که افغانستان سویلی افریقی ته ماته ورکړي نو افغان لوبډله به مخکې لاړه شې او که سویلي افریقا لوبه وګټی نو هغه به په غوره ۸ لوبډلو کې ځای ونیسي.