د پياوړي شاعر ليکوال او ژورنالست اجمل اند ادبې هلى ځلې وستايل شوې
02.05.2010 22:28په ننګرهار ولايت کې د هېواد د پياوړي شاعر ، ليکوال او ژورنالست اجمل اند د ادبې هڅو نمانځغونده ترسره شوه.
په دغه غونډه چې ښاغلي اند په کې په خپله هم ګډون درلورد، د هېواد د بيلا بيلو ولايتونو څخه يو شمير ليکوالو او فرهنګيانو برخه لرله.
دننګرهار ولايت د کامې فرهنګې ټولنې له لورې د هېواد د پياوړي شاعر ، ليکوال او ژورنالست اجمل اند د ادبې هڅو نمانځغونده ترسره شوه.
دغه غونډه چې د ستيج چاري يې اکرام الله اکرام پرمخ وړلي د سلګونو کسانو په کې برخه لرله د ننګرهار پر ليکوالو سربيره په کې د هېواد د بيلابيلو ولايتونو ليکوالو هم برخه اخستې وه.
د غونډې لو مړۍ برخه د اجمل اند پر ادبي هڅو ليکل شوو مقالو او ويناووته ځانګړې شوې وه چې استاد حبيب الله رفع، استاد محمد اصف صميم، استاد محمد اسماعيل يون . دننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ رئس اورنګ صميم،استاد لال پاچا ازمون، استاد نورالحبيب نثار او يو شمېر نورو ليکوالو په کې د اند شاعرانه ،ادبي او ژورنالستيکي هڅې وستايلې.
ښاغلي اجمل اند چې تازه له چک جمهوريته ننګرهار ته راغلى په وياړ يې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د خپلو ادبي هڅو د لا پياوړي کولو ژمنې وکړې.
دوه دېرش کلن اجمل اند له اره د ننګرهار اوسيدونکى دى تر اوسه يې ١٤ چاپ او ناچاب اثار ليکنې او دا مهال له هېواد بهر دچک په جمهوريت کې پر ادبي او ژورنالستکو فعاليتونو بوخت دى.