د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښکلي کندهار تر زړه بيا وينې څاڅي (دوهمه برخه)

حبيب الله غمخور 02.05.2010 22:34


اوس به ورک له ويښو مېندو نه بچي شي

ماشومان به بيا شهيدې مېندې روي

او پلرونه به شي مړه د اولاد مخ کې

د ماشوم نفس به خيژي د پلار غېږ کې

د زاريو غږ به ټپ کړي توپکونه

بيا اسمان د انتقام ټنده تروه کړه

بيا ورېځې د وحشت را خپرې شوي

اوس به وشي د سرو وينو بارانونه

نذير نذير

 

ښکلی اوتاريخي کندهادپوځی عملياتوپه درشل کښي

دکندهار پر ښکلي ښاردپوځی عملياتو گونگې پروسې درې عمده سوالونه راپورته کړي اودهر افغان پر ژبه  دي  چي :

۱/ په کندهارکي به پوځی عمليات څنگه اوکله ترسره کېږي ؟

۲/ اياپه رښتياسره به دپوځی عملياتودپل په هکله دکندهار له سپي ږيروسره مشوره وسی اودهغوي مشورې ته به غوږ ونيول سي ؟

۳/ ددپوځی عملياتوپه وړاندي به دطالبانودريزاوتاکتيک څه ډول وي ؟

ددې لپاره چي ليکنه اوږده نسي دغو اساسي سولوته په لنډه ټکوځوابونه راسپړم .

له ډيرپخوانه داثابته وه چي دافغانستان دمسلي حل لاره له بهرنيو هيوادونه  دپوځيانوپه لېږلو اوپوځي عمليات ندي  .

که دافغانستان داورستي سل کلن تاريخ ته نظر واچوو دابه راته څرگنده سي چي پر افغانستان باندي دبهرني ځواکونو نېغ په نېغه حاکميت ساتل اوياداسي لاسپوڅی اوگوډاگۍ حاکميت پر افغان ولس منل چي يوازي دخپل بهرني بادار گټې ساتي او دپردوپه چوپړ کښي وي ناشونی کاردی چي دافغانستان څوزره کلن تاريخ ددې ادعا شاهدي ورکوي  . ددې ټکي په پوهېدوسره بياهم انگريزانودتاريخ په اوږدوکي پر دې غيرتي ولس باندي دهرزبرځواک دتېری په وړاندي  دافغان ولس  خوله ماتوونکي جوابونه له نظره وغورځول او زموږ پر پاکه خاوره ئې دخپل حاکميت ساتلوپه موخه درې ځله تېری وکړه چي په تاريخ کي دافغان -انگليس جگړوپه نامه شهرت لري ،انگريزانوماته وخوړل اوددې استعماری قدرت چي ددوي په وينا په امپراطوری کښي ئي لمر نه ډوبېږي  سفير په ۱۹۱۹ ز کال داپريل پر ۱۳ مه په يوعال مجلس کي دافغان غيرتی بچي  دافغانستان دملي اوسياسي خپلواکي دترلاسه کوونکی  اعلی حضرت امان الله خان له خولې واورېدل چي :

ما خپل ځان اوخپل هيوادپوره ازاد،په خپل اختياراوخپلواک اعلام کړ. له دې وروسته به زماهيواد هغسې خپلواک وي لکه دنړۍ نوردولتونه اوقدرتونه چي دي .هيڅ باندنی هيوادبه پرې نه ښودل شي ،چي  يوه  ورېښته قدرحق ولري ،چي دافغا نستان په دننيو اوباندنيوچارو کي گوتې ووهي اوکه کوم چادغسې وکړه،زه تيار اواماده يم چي په خپلې دغې توري سره ئې مرۍ پرېکړم . امان الله خان تر خپلې وينا وروسته بياهم دبرتانوي  استازی  حافظ سيف الله  لورته  ته مخ ورواړاوه ، پوښتنه ئي ترې وکړه   ((اوه سفيره ،ته پوه شوې چي ماڅه وويل ؟)) هغه ځواب ورکړ،چي هو زه پوه سوم .

دانگرېزانوداهير نسول اوددې پر وطن مين  اوخپلواکۍ خوښونکی پاچا حاکميت  ئي ترلس کال وروسته ددوي د قسم خوړلو اووفادارواجنټانوله  خوادديني عالمانو،روحانيونو،شيخانواوحضرتانوپوسيله  زهرجن تبليغات پيل کړل اودبل خوائي خپل بل نوکرلخواچي په پېښورکي سماوارچي و افغانستان ته راولېږه اوله پخوانه جوړسوی کرغېړن پلان   له مخې ئي ديوشمير وطنپروشانوپه مټ  دامان الله خان مترقي حاکميت ړنگ  کړ اودسقاودزوي دحاکميت ترنامه لاندي  ئې په افغانستان کي دخپل سياسي نفوذ دپراختياپه موخه ناکامه تلاښونه پيل کړه .پر افغانستان يوځل بيادانگريزانوپه هڅونه ددوي دنوکرانو لخوادجهالت اوتورتم پېځول وغوړېد. دافغانانودقهرمانيو اوقربانيو په پايله کي دتورتم اوجهالت دوره دير ژرپاي ته ورسېده  اودنادرخان کورنۍ دولتي حاکميت ترلاسه کړ. پر افغانستان باندي دانگرېزانودمخامخ بريد اويا مخامخ تپل سوی حاکميت دوره پاي ته ورسيده په افغانستان کي دنړيوالواوښتونوترتاثيراتولاندي يوسلسله مثبت تغېرات اوداقتصادي پر مختگ حرکت که څه  هم ورو خو راپيل  سو . دادژسونه لا هير سوی نه وه چي دسړې جگړ ې دزور اخيستنې په دوران کي پخواني شوروی  په سيمه کي امريکا او اوغربی اروپا په وړاندي  دخپل سياسي او اقتصاد نفوذ دساتلوپه موخه پر افغا نستان راودانگل ،دادوره هم ډيره اوږده نسول ځکه دامريکا استخباراتي شبکه بريالی سول دميخائيل سرگېويچ  اودهغه ديوشمير انډيوالانوپه وجودکي دشوروي نظام  له داخل نه ړنگ اودړې وړې کړي، چي پايلي ئي  داسوي تر څو دژينود توافقا تو ترنامه لاندي تړون پر اساس ئي له افغانستان څخه پښې سپکې کړې . داچي داوسنۍ داړمار دابری په ځان وري تپي ، هيڅ ډول حقيقت نلر ی .البته زه دهغو افغانانوچي دجهادترنامه لاندي ئي سياسي سوداگري کولوپه تبليغاتو اوتشو شعارونوئي خپل شرين ژوند قربان کړ شهادت ته دقدرپه سترگه گورم ،ځکه هغوي ته رښتيا هم وطن گران وو اوپردۍ ئي په خپله خاوره کي نسو زغملاي .خوددې حرکت مشرانودخپل ولس پر سر سياسي ساوداگري وکړه ،سرمايداران سول اودادی تراوسه په همدې نامه چړ چې کوي . دادسړې جگړې اوامريکایی ستخباراتودپېچلې پروژې پايله وه . کنه دغه  ټولو ځينولومړۍ اوچا ځو ورځي وروسته دشوروی له ميراث خور روسې سره لاسونه پټ اودهغوي سره دهرډول همکاری اودوستۍ چيغې وهلې .دهغه وخت ونشراتوته دي مراجعه وسی ،ټول حقايق پکښي لوستل کېداي او اورېدل کېداي سي .اوس چي امريکايان معاش ورکوی اوکورونه ئې ساتي نودوي تر ټولو زيات دشورويانوسره دښمني درلوده،زه اوس هغوپروتوکولوته اشاره نه کوم چي يوپه بل پسې دافغانستان ددولتي اداروسره دپردي ترشالاسليک کېدل اويادشوروي قوماندانانوسره ځکه پدې هکله نه يوازي داچي په لسهاو کتابونه ليکل سوي فلمونه همسته ،که نورنه وي  نو يوټوب ته دي مراجعه وسي  .

يواوبل ته ئي لامبارکي نه خلاص شوی اوجنرال حميد گل چي ددوي دډادگېرنې لپاره ورسره راغلی تر پاکستان پوري نه و رسيدلی چي دقدرت  اوپخواني رژيم نه پاته ملي شتمنۍ خنړی جگړه پل يوازي ئي دکابل په ښارکي له ۶۰ زره افغانانونه ژوند واخيست ،هغوي شهيدان سول خودوي ځانته قهرمانان  اوپر وطن مين وايي شرم اوعارپداسي خبرو،کله چي افغانان دا اوری پر خاندي اوملنډي په وهي .

ښه دابله خبره ده پدې ليکنې پوري  دومره تړاونه  لري  ،مگريادونه ئي اړينه ده . ديوه روسی عالم خبره چي امريکا دويتنام قصدپه افغانستان کي له روسانو اخيستی خودادی اوس دوي خپله دبې سنجشه اوبې تدبيره سياست په پايلوکي په همدي افغانستان کي ښکېل سول . نهه  کاله تيرېږي  په ميليارډوډالر اوايورومصرف سول مگرگټه ئي هغه زموږ دبزگرانو خبره يو توت  هم نه ارزي .

داددې ښکارندويه ده چي پر افغانستان  باندي  دپردی حاکميت ساتل اويادبرچې په زورخپل گوډاگيان  په افغان ولس منل ناشونې ده .ددې خبري څخه زماهدف دانه دی چي گويازه دهغوسره په کل کي موافق يم کوم چي په ډله ايزورسنيوکي ددولت مخالفين ورته ويل کېږي .داسي نده هغوي هم دپردوپه اشاره اوهدايت دافغا نستان دخلاصون اونجات ترنامه لاندي دبهرنيانودهڅونې په پايله کي زموږ بېگناه ولس بې له کومي محکمې له  خداي ورکړي ژوندڅخه  محرومېږي   . اونه هم دهغوڅخه دفاع کوم چې دافغانستان پياوړی اومنلی شاعر ، پېژندل  سوی ليکوال اوتکړه عالم ښاغلي عبدالباري جهاني افغان جرمن انلاين ته په خپل ډالی سو شعر(زما شين چمن وطنه )کي په ډيرو ساده اوبربنډه الفاظودهغوي هويت اوکړنو نه د ټولي نړۍ په وړاندي پرده پورته کړېده . رښتياهم دغه پرونی پاټکيان نن دوطنپرستی اوانسان دوستی لافي وهی ،هغه چي دښځو سينې ئي پرې کولې اوداسلاميت نارې وهي ،پرون اونن دبهرنيانوپه اشاره اوهدايت ډوډج خوري ،خوځانونه وطڼپرستان او نور گوډاگيان بولي اودغه داوسنيوبهرنيانوشتون  اودوي ته معاشونه ورکول ،دلوړ چوکولورېينه اونور مالي  اومادي نعمتونه په آياتونوسره ثابتوی  . درې ورځي وړاندي ئي ستونۍ څيرکړل  چي موږ دشوروی يرغل ته ماته  ورکړ ه،خويو هم  اوس داجرآت نلري چي ووايي اوس موږلکه  په پېښور اوايران کي چي موډالر او کالد اري ترلاسه کولې دادی دلته يوځل بيادددولتي حاکمانوپه نامه ددوي نوکران يواودو ي پيسې راکوي . که خبره داوي چي پردی زموږ پر خاوره رادانگی نوپه پردیو کي بيا روسی اوانگريزي ،يا امريکا اوجرمنۍ  نسته  ، پردی پردی دي . دلته غواړم داهم څرگنده کړم چي که بهرني ځواکونه خپلې کړنې اصلاح اوخپل نظامي اوسياسي تاکتيکونوپلې کېدوته جدي پام وکړي په عمل کښي تر پوځی لگښتونوپرمختيايي لگښتونوته زياته پاملرنه وکړي ،نورتر پاکستاني پنجاپانو يايراني اخوندانواوعربي شيخانو بياددو موقتي شتون ښه بلل کيږي  .پدي شرط چي ددوی په دغه بڼه پوځی شتون کي په ر شتياسره دافغان ولس لپاره سوکالي اوارامي راوستل وي .متاسفانه تر اوسه چي ليدل کېږي پدې نهه کاله کښي ددوي دخپلو پوځی اوسياسي کارپوهانوپه ويناډير تيروتنې سوی اوتراوسه لاددوي دپوځی چارواکوتر منځ مشترکه ژبه نده پيدا سوې ،يوپر بل دتېروتنو اوغلطيو پرړه اچوي ، خوددې پړې قربانيان بيا بېچاره افغانان وي .

 په افغانستان کي دپايداره سولي او امنيت دټينگېدوپه خاطراړينه ده چي يوه عملي سياسي اواقتصادي کړنلاره جوړه اودمسلکي کسانوپاکو اسپېڅلوپه وجودکښي  پلې سي  .ددې کړنلاري په  جوړېدوکښي بايد دملگروملتوسازمان ، امنيت شورادايمي غړي ،اروپايي ټولنه ،دسيمي هيوادونه اوگاونډيان برخه ولري.

په افغانستان کي دنوی طرحي په پل کېدوکښي بايد دگاونډيانومعقولو گټو ،هغوخپل مينځی مسايلو، سياسي ، اقتصادي  اوفرهنگی اړېکو ته  دافغانستان  اوگاونډيانوملي گټوته ددرناوي داصل پر بنياد جدي پاملرنه وسي  .دا ډيره اړينه ده چي زموږ دگاونډيانو په مشوره جوړه سوی کړنلاري  په پلې کېدوکې  دهغوي لخوا دښه گاونډيتوب اودهيوادونوتر منځ دمتقابلي  همکاری،يودبل په کورنيو چاروکي دلاس نه وهلو اونه مداخلو پربنسټ  له دې جگړه ځپلي هيوادسره دبياۍوړونې په پروسه کي مرسته وسي . داډيره اړينه اوحيات خبره  ده چي همدا هيوادونه  په افغانستان کي دسولي اوثبات  دراوساتلودبهير ضمانت وکړي .

شه به دا واي چي دامريکا اونړيوالي ټولنې لخوادداسي عملياتوتابيه سو واي  نه داچي يوازي دبرچې پر استعمال تکيه کېږي اوپدې باوري دی چي دوسلې په زوردلته په افغانستان کي سوله اوثبات راتلاي سي اوپه افغانستان کي  له دې لاري دپرمختگ په لور حرکت پيلېداي سي .

ددې ټولوستونزو،ناخوالو اوناندريوسره دادي يوځل بيادڅو مياشتو راپد خوادکندهار بېچاره خلک دخپل عمر شېبې شمېری . هغه ښکلی کندهار چي يو وخت دهيوادپلازمېنه اوبياپه افگانستان کي دهر روښن  ،علمی او مترقي خوځښت پلازمېنه وه ديوچادحاکميت اوبل چادشړلو لپاره به په يوه سوځېدلي کنډواله ښار بدل سي . هر څومره چي دوي ووايي موږ به په ډير احتياط عمليات وکو ،ممکن مقابل لوری چي دپاکستان ،ايران اونورو زړه ډکودشمنانوچي نه يوازي له افغانانو ،پښتنو ،کندهار تاريخي ښار بلکي له بهرنيانوسره دشمني لري اوياله دې لاري امتيازات ترلاسه کوي ،هغوي به هم له خپلو ټولوسرټمبگيو څخه  کار واخلي لکه چي همدا اوس ئي په کندهارکي دهري  خواپر غريبو خلکو ژوند حرام  کړی دي .

 لکه چي پخواورته اشاره سوي ده دهلمندتر عملياتو وروسته په کندهارکي دپوځی عملياتودپيلېدوخبره راپورته سول . پدې هکله دلومړی ځل لپاره دروان کال دمارچ پر ۹ مه په  افغانستان کي دناټوعمومي قومندان جنرال مک کريسټل  دډله ايزورسنيوسره په خبروکي  دمارجې له عملياتو وروسته په کندهارکي د اميد په نامه دنوو عملياتولپاره دچمتووالي اعلان وکړ .جنرال مک کرستل د عملیاتو د دقیقې نېټې له څرګندولو ډډه وکړه. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې کله به دعمليا تو لپاره کندهار ته ټول ځواکونه ورسيږي وويل چې د روان دوبي په پيل کي .

دمارچ پر ۳۰ مه داخبره رسواشول چي د نړیوالو قواو دجوړسوي پلان له مخې به  پر کندهار باندی د طالبانو خلاف  عمليات د جون په میاشت کي پيل سي . دوي غواړي چي درژې دمياشتي تر پيل دمخه دادوه مياشتني عمليات پاي ته ورسېږي .

داسي ويل کېږي چي د امريکا د ديرش زره اضافي سرتيروډيره برخه به په څو راتلونکو مياشتو کښي کندهار ته ورسيږي .

ديادونې وړ ده چي همدا اوس ناټو او امریکا په افغانستان کې شاوخوا(( ۱۲۶)) زره سرتېري لري چې د وسله والو په ضد جګړو کې ښکیل دي . دا شمېر به د اګسټ میاشت کې ۱۵۰ زرو ته پورته شي.

د امریکا پوځ د کندهار د سږني دوبي عملیات اوږده اوټاکونکي بولي او وايي چې د دغو عملیاتو په پای کې به د افغانستان د جګړې نتیجه معلومه شي .

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېمز جونز د کندهار شروع کېدونکو عملیاتو ته په اشارې وویل :«دا په جګړه کې زموږ د ښکېلېدو په تاریخ کې په رښتیا یوه ستراتیژیکه شېبه ده .»

یوه بل امریکايي پوځي چارواکي وویل چې د دې عملیاتو هدف دا دی چې تر روژې مخکې ،چې د اګست په پیل کې ده ،وسله وال طالبان له کندهاره تصفیه شي .

ددې عملياتودپلېدولپاره دافگانستان دوسله وال ځواک مشرانوکندهارته سفرونه وکړه اوهلته څو ورځي پاته شول .ترهغه وروسته ښاغلي کرزی دامريکااوناټودپوځ له قوماندان جنرال مک کرستل سره يوځاي سفر وکړ اوهلته دخلکوسره په خبروکي له هگوي نه وپوښتل چي تاسوپر کندهارباندي دعملياتوپه هکله تشويش لري اوهغوي وويل ((هو)) نودپه ځواب کي داوعده هم ورکړه چي داعمليات به ستاسوله خوښي اومشوري نه پرته نه پيل کېږي .

مگرپردي ټولوخبرو سربېره داسي لدل کري چي  پر کندهار دپوځی عملياتو لپاره تياری په بېړه سره روان دی .

دملي دفاع وزېروايې چې داميددعملياتوپه درشل کې به لمړى په ټولېزډول دکندهارښارامنيت خوندي کړي اوپه دوهم پړاووکې به دغه لړى ټول کندهارته وغځوي .داخبري اوڅرگندونې  ددې ښکارندوي دي چي په کندهارکي دطالبانوپر خلاف عمليات کېدونکي دي .

دعملياتوپه وړاندي دبهرنيانوله نظر پرتي ستونزي  اودهغوي دحل لاري  :

کندهار د افغانستان په تاریخ کې تل مهم او برخلیک ټاکونکی رول لرلی او امریکايي چارواکي هم پدي  باور لري چې دا ولایت د افغانستان د جګړې په ګټلوکې حساس ځای لري .

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس مخکې ترمخکې خپلو پوځیانو ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به سږکال ډېرې سختې ورځې ولري،فکر کوم دسختو ورځوخبره هم همدا دکندهار عمليات دی ځکه داعمليات به ډير پېچلې اوله زياتو تلفاتوسره ملگری وي .ځکه خو ټول دايوه خبره کوي چي دپوی عملياتوپر ځاي دسياسي او اقتصادي عملياتوپايلي گټوري دي  . 

جنرال مک کرستل  هم وويل په کندهار کې د عملياتو تر پيليدو دمخه پکارده چې د ښې حکومت دارۍ په برخه کې ډيرکارونه ترسره شي . مگرپه عمل کي دامريکايي چارواکولخوادښې حکومتداری دراستنېدولپاره تر اوسه کوم څرک نه ليدل کېږي ،بل لورته دپوځی عملياتودپيل نښې نښانې اوددوي په وړاندي دطالبانو دغبرگون لوموړنۍ بيلگه په کندهارکي دنيم بنده سولي ټکنۍ کېدل اودملگروملتولخوادخپلو کارمندانو ايستل  له ورايه ليدل کېږي .

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو جګپوړی ملکي چارواکی بريتانوی ډيپلومات مارک سيدويل وايي، په کندهار کې يوه لویه ستونزه دا ده چې په څه ډول کېدای شي د دې ولايت اوسيدونکي قومونه ټول داسي احساس کړي چې سيمه ييزې ادارې د دوی استازیتوب کوي .هغه وويل مشخصې ډلی واک په لاس کې لري اونورقومونه داسې احساس کوي چې له هرڅه محروم دي . ښاغلي سيډويل وويل، طبعا همدغو اختلافاتو، لانجو، خوابديو قار او غوسې اوهمداراز شخړوته لاراواره کړې ده .مارک سیډیویل وايي پکار ده چې د پوځي عملياتو تر پيليدو دمخه  په سياسي برخه کې ډير کاروشي .

که دغو څرگندونوته سړۍ دقيق پام واړوي پدې پوهېي چي بهرنيان په افغانستان کي په لويه او وه ناخواله خبردی .نوداسوال پيداکېږي سره له دې چي په ټولوشيان خبر ياست اوداسي خبري کوي ،گوياتاسو هم موږ عادي وگړو غوندي هيڅ واک اصلاحيت نلری .

اوس دا خبره دهيچالپاره دمنلو وړنده چي امريکا اوناټودافغانستان په دولتي چاروکي ټاکلی اوټاکونکی رول نلري .ځکه عام خلک داسوال کوي چي  دادومر پېچلې لوبه دڅه لپاره ؟ دولت تاسو جوړکی اوستاسو تر مالي ،مادي اوپوځی حمايي لاندي داپروسه دوام لري نو ولي تاسونشی کولاي چي نه يوازي په کندهارکي دکرزی وروراونور خپلوان پر ځاي کښېنوی چي خپل حد وپېژني په نورو ولاياتوکي هم ورته حالت ددي لام لگرځېدلی چي دير قومونه دهغ ولايت  اوياپ ه ټوله دولتي واک کښي خپل استازي نه ويني . داڅوکاله کېږي چي ددولتي فساد اوله دگه فسادنه رازېېدلو ستونزوباندي افغانان اونړیوال مصروف ساتل کېږي  خوپه عمل کښي دهغه پرخلاف وازي شکلی اوتاکتيکي غولونکی گامونه پورته کيږي .داسي معنا لري کله چي بهرنيان دولت ته گوته ونسي اوڅرگنده کي چي دولتي فساد موجود دی نو سمدلاسه دکرز صاحب وياند ددله ايزورسنيو استازي راگواړي اوهغوي ته وايي وبهرنيانو دخبره دروسته نده موږ ددولتي فسادپر خلاف ادار جوړ کړي اوزياتي لاسته راوژنې لرو.داچي کومي لاسته راوړنې لري  ،خپله دولتي تلويزيون ورباندي ډرامې  خپروي .

ددې اداري مشر خپله بې چاره نارې وهی چي نه صالاحيت لري اونه هم امکانات .

دادی ټولوتبلېغاتوسره چي عمليات به دخلکو په خوشه وي ،ډيره برخه به ئي ددوي په وينا سياسي وي ددولت دمخالفينولخواغبرگون امنيتی حالت له ستونزوسره مخامخ کړ.دملگروملتوسازمان خپل بهرني کارپوهان کابل ته وغوښتل اوافغاني کارمندانوته ئي هدايت ورکی چي له کورونوڅخه ونه وزي  .البته داکار وروسته ترهغه وسو چي پدې ورستيو کي طالبانوځان مرگی بريدونوته زورورکړی اودکندهارپه ټول ښارکي دشپې لخوادهغوکورونوته شپې پاڼي وراچول کيږی کوم چي په افغاني يابهرنيو ادارو اوکمپنيوکي کارکو ي .ددې حالت زېږېدو اساسي لامل همدا تر وخته دمخه اوناکوردينه سوي تبلېغات دی  .دغوتبيلغاتودخلکو مورال راټي کړ  اودپرېشانی په حالت کي شپې سباکوي ، خوبل لورته یې ددولت دمخالفينو مورال  ډير اوچت کړ . تر ټولودردونکې اودبهرنيو پښتون دښمنولخوا په کندهارکي دمشرانواوسپېڅلو خلکو وژلوپروسه ده ،داساده اوبې پلانه خبره ده پدې کشي لوي لاسونه ښوري اودلويوموخولپاره   دکندهاردپښتنو مشران وژل کېږي .

سره لدې چي ښاغلي کرزی اوامريکايانوپه وار وار داخبره کول چي په کندهارکي په پوځی عمليات تر هغه پيل نسي ترڅودکندهار مشران موافقه ونکړی  .هغه وخت هم هر هوښيارپد پوهېدل کله  چي دعملياتودپيل تاريخ رانږدې سي  دوي به اعلا ن وکړی چي دکهندار ټول مشران خوښ دي چي  د اعمليات ترسره سي ،داچي داټول څوک دی اودعملياتو پايلې به څومره دردونکي وي يو خداي پرې خبردی  .

دادی مالاددې ليکنې پاي ته نه دي رسول چي له هرې خواپر کندهار دپوځی عملياتودپيل سره موافقې خبرونه يوپه بل پسې په دله ايزو رسنيو کي خپرېږي .

جنرال سټنلي مك كرسټل داپريل پر ۲۹ مه په كابل كې له خبريالانوسره  په کندهارکي دطالبانوپر خلاف  دهغوپوځي عملياتودپيلېدو خبر ورکړکوم چي پايلي ئي نه دي معلومي  .

دايرنادخبري اژانس دخبر له مخې هغه اعلان کړه چي دامنيت دساتلوپه موخه دعملياتودپيل لپاره دښاغلي کرزی هوکړه اوموافقه ترلاسه سويده .

دافغانستان دځينوډله ايزورسنيو له لاري  داپريل پر ۲۸ مه  د(( استانلي مك كريستال)) له خولې  داسي خبرونه خپارسول چي گويا دکندهار دښاريانو اومشرانو دطالبانوپر خلاف دجگړې دپيل سره هيڅ مخالفت نه دی ښودلی په راتلونکی دوبي کي به پيل سي .

هغه وويل اوه مياشته وړاندي ښاغلي کرزی په کندهارکي دطالبانوپر ضد دعملياتوسره موافقه کړې کله چي اړين  پوځي ځواک ولرونوبايد عمليات پيل سي .

خودغه جنرال دې ټکي ته اشاره نده کړې چي پسله غولونکی اختلاف نه اوس هم  دکرزي  هغه موافقه نه بلکي غوښتنه چي په کندهارکي دي  پوځی عمليات وسي پر ځاي پاته ده  ؟اوکه ددې عملياتوله پيل  څخه به يوه بله سياسي گټه پورته سي ؟ ځکه ښاغلي کرزی څه موده وړاندي داپريل پر پنځمه دکندهار مشرانوته وويل چي ستاسو له خوښ نه پرته به عمليات پيل نسي.

داپريل پر ۲۵ مه  د ولسمشر ویاند هم وویل چې حکومت به نړیوالو ځواکونو ته تر هغه په کندهار کې د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي چې په دې ولایت کې د ملکي خلکو د مصوونیت  ضمانت ونه کړي او په ټاکلو سیمو کې حکومتي واکمني ټینګه نه شي.

مگر ددې سره دښاغلي کرزی مشهور ورو چي دکندهاردولايتي شورامشرتوب چاته نه ورکوي ،هغه  ورورئي چي څو اونۍ وړاندي يوه امريکايي پوځی مقام  دهغه دنیولو یا وژلو په باب  خبرداری ورکړ داپريل پر ۲۷ مه په کندهار کې د ناټو د عملیاتو ملاتړ وکړ .  

پر احمدولي کرزي تورپورې کېږي چې په کندهار کې ، چې لا هم پرې قوم او خېلولي واکمنه ده ، د قومي اختلافاتو عامل دی او یوشمېر قومونه د ده د انحصارطلبۍ له کبله له حکومت سره همکاري نه کوي او د وسله والو طالبانو فعالیت ته یې لاره اواره کړې ده .

داخبر داپريل پر ۲۷ مه دتاند ويب پاڼي پر تندی راښکاره سو چي د ولسمشرکرزي ورور او د کندهار د ولایتي شورا ريیس احمدولي کرزي په یوه مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي چې دی په کندهار کې د ناټو ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کوي

داپريل پر ۲۷ مه دښاغلي کرزی هغه ورور چي امريکايانوسرځينې ټکاوه تر يوه گوږ پېچ وروسته له فیننشل ټایمز بریتانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې :«راځۍ چې د نوي پیل هیله وکړو.راځۍ په ګډه کار وکړو،زه غواړم چې خپلو خلکو ته خدمت وکړم .بې له شکه ځینې تېروتنې به زما له لوري شوي وي .زه غواړم دا تېروتنې پای ته ورسوم.زه هڅه کوم چې مرسته وکړم.»

دغه  جنرال داخبره هم وکړه چي داعمليات به يوه ورځ نه بلکي دابه څومياشتي دوام ولري  .هغه داخبره هم وکړه لکه چي پخواپه کندهارکي دافغانستان ددفاع وزير کړې وه ،چي عمليات به لومړۍ له ښارنه پيل اوبيابه ولسواليو په ځانگړې توگه دارغنداب ، پنجوايي او ژيړی تر ولسواليو پوري  وغځېږي  .

نه پوهېږم چي دابه څنگه بې تلفاتواوبې ويرانۍ عمليات وي ؟ کله چي وسلې کار اخيستل کيږي  هلته گلان نه وېشل کيږي ،انسانان ژوند دلاسه ورکوی اوښارونه په کنډوالوبدلېږي .

د کندهار په عملياتوکي ددوي په ويناته درې نیم زره امریکايي  او نور افغاني وسله وال قوتونه برخه واخلي  چي دټولوشمېربه ۲۳ زرو ته ورسېږي برخه ولري .

جالبه خوداچي يو کال وړاندي دکورنيو چاروزير صاحب په يوه خبري ناسته کي دطالبانو شمير ۲۵ زره اعلان کړ ،اوس تر يوه کال اوددوي ويناطالبانوته تر زياتو تلفاتورسېدو وروسته يوازي دکندهاردښارپه عملياتو کي به دطالبانوپر خلاف ددوي په ويناچي تر ديره بريده دقيقه اورښتيانده ۲۳ زره وسله وال کسان برخه واخلي . که دغه ۲۳ زره په ورځ کي لس مرمۍ پير کړي په په ورځ کي دکندهاردتاريخ ښارپه وينو لړلې بدن به هره ورځ دوسه ديرش زره (۲۳۰۰۰۰) گولۍ مښلي .

داهم په يوه ولايت کي دطالبانوپر خلاف ديوې ورځی دحداقل پيرسووگوليو يامرميوشمر تلفاتو شمېر ئې  خداي تعلا ته معلوم دی .

تر اوسه لاناوخته سوئ نه دی ښه به داوي ،ټولوپردې  خبره صلاح سو چي دعلمياتوپر ځاي  دي دنورو معقولولاروچارونه دستونزودحل لپاره گټه واخيستل سي . 

زه نه پوهېږم دغه په وينولړلې ښار ته به بيا ښاغلي کرزی څنگه اوپه کوموسترگونړې دلی کندهارته سرورښکاره کوي ؟؟؟

نور بيا ...