د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه شپه او دوه خاطرې

محمدنبي تدبير 02.05.2010 13:50

يوه شپه او ورځ مې په دې انتظار تېره کړې وه چې د لومړي ځل لپاره به د افغانستان ملي کرکټ لوبډله د ټلويزيون په ښيښه ګورم.  په کارځي کې هم همدا بحثونه وو چې نن شپه د لومړي ځل لپاره د افغانستان ټلويزيونونه د کرکټ ملي لوبډله په ژوندۍ بڼه ښيي.
ماښام ستړی ستومانه له کاره راغلم،  له کېناستو سره سم مې له هرڅه  مخکې  ريموټ ته لاس کړ او له معمول سره سم مې د  شمشاد تڼۍ ووهله ،  خو شمشاد په انګريزي لګيا ؤ ترې تېر شوم او زر زر مې د ريموټ نورې بټنې ووهلې چې په دې کې په سرکاري ټلويزيون هم وربرابره شوه خو دا تش په نامه ملي او په حقيقت کې سرکاري پروپاګنډچي راته ښه معلوم ؤ چې (له موزي ښادي حرامه ده) نو نور چينلونه مې راواړول چې آريانا بيا هم ښه ؤ افغان کرکټ ملي لوبډله  يې ښودله او ويندويي يې په پاړسي کوله چې دا هم ښه خبره وه ځکه چې کرکټ اوس ملي لوبډله ده او ټول افغانان يې بايد وويني او پرې پوه شي.  خو لمر په خوږه پښتو ځليدو چې خدای شته زړه مې ورته دوعا وغوښته، کرکټ ملي لوبډلې ته کېنستم او په ځير ځير مې کتله.  د دوی له هر بال سره به ما هم د دوی په پلو زور کاوه  او د مهاجرت د وخت هغه محروميت راته سترګو ته نېغ ولاړ ؤ چې  د هغه ځای خلک به د کرکټ د مېچ په ورځ د ټلويزيون له څنګه نه ګوښه کېدل، په ولولو او احساساتو به يې خپله ملي لوبډله ليدله خو مونږ مهاجر افغانان به حيران وو چې چاته چکچکې وکړو او د چا بری وغواړو.
 که څه هم  افغان لوبغاړو سړه لوبه کوله  او دا چې لوبه يې وبايلله نو دا يوه ترخه خاطره وه خو دا چې په لومړي ځل د ټلويزيون په ښيښه راغلي وو او مونږ يې د نړۍ د نورو هېواد ونو سيالان کړو  نو دا زما د ژوند يوه په زړه پورې او خوږه خاطره  ده .
لمر ټلويزيون  که د هر چا له خوا د هر هدف لپاره جوړ شوی وي خو پښتو متل دی چې (مونږ مڼه غواړو، که د ولې وي او که د خرولې) زمونږ پښتو خپرونې په کار دي او د پښتنو ځلونې. دا که د لمر له خوا وي او که د بل چا له خوا، خو په بيګانۍ سيالۍ کې  لمر وګټله  چې بايد وستايل شي.  لمر د کرکټ پښتو ويندويي يو ډېر وړ  خوږ ژبي وياند ته سپارلې وه چې  هم يې ژبه خوږه او روانه وه او هم يې  احساسات او ادا د ستايلو وو.
د لمر  د چلوونکو په ځانګړې توګه لعل آقا شيرزاد د لا بريا او وياړګټنې په هيله.