د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او هندوستان د لوبې ويډيوګانې په ليکه شوې

کرکټ څانګه 02.05.2010 11:03

د افغانستان او د هندوستان د شل اوريزې لوبې ويډيو ګانې په ليکه شوې. په لاندې څلورو ويډيوګانې د لوبې لنډيز چې مهمې شېبې په کې انځور شوي دي ښودل کېږي. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل و چې بيرغ يې په یوه داسې ستره سيالۍ کې وځلېد او ملي سرود یې د نړۍ له یو بليون څخه ډېرو خلکو واورېد.

د ټول افغان اداره د ملي لوبډلې مننه کوي چې تر اوسه یې د افغانستان ښه استازيتوب کړی دی او نړۍ ته یې د هغې په ژبه افغانستان وروپېژاند. نړۍ یواځې بريالي ولسونو درناوی کوي چې د کرکټ ملي لوبډلې دې درناوي ته ور پرانيست او افغانستان ته يې په سپورت کې دا ډول لومړی درناوی وګاټه.

د لوبې په دوران کې نه یواځې افغانانو په ملي لوبډله فخر وکړ، بلکه په تلويزيونونو، راديوګانو، او نورو رسنيو کې ژورناليستانو، د کرکټ شنونکو، او د کرکټ مينه والو د افغان لوبډلې لاسته راوړنې د وياړ وبللې.

افغان لوبډلې په زبات ورسوله چې په بخت نه بلکه په خوارۍ دې ځای ته رارسېدلې او هر افغان د دې وړتيا لري.

د زړه له کومې مننه.

په دې ويډيو کې لومړي پچه اچولو کېږي او بيا کپتانان خبرې کوي. ورپسې لومړی د افغانستان او بيا د هندوستان ملي سرودونه غږول کېږي.

په دې ويډيو کې د افغانستان د بيټنګ دويمه برخه ښودل کېږي. د نور علي ځدراڼ مرکه هم په کې ده. ورپسې د هندوستان د بيتنګ پيل ښودل کېږي. 


په دې ويډيو کې هندوستان د بيټنګ پاټې برخه ده او د لوبې پای په کې انځور شوی دی.


په دې ويډيو کې رميز راجه د کپتانانو سره مرکې کوي چې نوروز په کې د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په پښتو مرکه کوي او بشير ستانکزی یې ژباړي.