د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او هندوستان د لوبې انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 01.05.2010 22:06

د افغانستان بيرغ د لومړي ځل لپاره د کرکټ په دا ډول ستره سيالۍ کې ورپېده. انځور «ابراهيم مومند)


پچه هندوستان وګټله او بيټنګ یې افغانستان ته ورکړ. نوروز وويل که پچه یې ګټلې وه نو بيټنګ به یې هندوستان ته ورکړی و خو چې ويې نه ګټله نو جګړه به کوي او له لوبې به خوند اخلي.
افغان او هندي لوبډلې د خپلو هېوادونو ملي سرود لپاره ولاړې دي.
افغان لوبغاړي د ملي سرود په اورېدو ډېر احساساتي شوي وو او د ملي سرود د ساز سره ملي سرود ويلو. نړيوال جام ته له تګ څخه مخکې لوبغاړو ويل چې دا به یې د ژوند تر ټولو ښې شيبې وي چې خپل ملي سرود هلته واوري. نوروز منګل هم نن په رسنيز کنفرانس کې وويل چې دا یې د ژوند ښې شيبې وې چې ډېر وخت یې ورته انتظار کړی و چې په داسې یوه ستره سيالۍ کې ملي سرود واوري.
په هېواد کې او بهر د لومړي ځل لپاره افغانانو او نړيوالو افغان لوبډله په تلويزيون وليدله. 
د افغانستان بيټنګ کريم خان صادق او نور علي ځدراڼ پيل کړ.د کريم صادق په اړه شنونکو وويلې چې د فشار لاندې و. کريم وايي چې پلان دا و چې تېزه لوبه به کوو او هندوستان ته به ستر هدف ورکوو چې لوبه ترې وګټو خو زموږ پلان زر سوځېدو خراب کړ.  انځور (ابراهيم مومند)


نور علي تر ډېره ودرېد او پنځوس منډې یې پوره کړې. نور علي او اصغر د ۶۶ منډو ملګرتيا وکړه. له دوی مخکې شهزاد محمدي په صفر وسوځېد چې د ډېرو په باور سوځېدلی نه و. د نوموړي بيټ لګېدلی نه و او يواځې هلمټ یې لګېدلی و خو دا چې توپ باونسر و سم نه معلومېده. امپاير په دې باور و چې سوځېدلی دی. له نوموړي وروسته نوروز منګل هم وسوځېد.
نور علي نن د لوړې درجې کرکټ وکړ چې د کرکټ څارونکو یې هم ښه وويلې او له بيټنګ څخه وروسته یې مليونونو خلکو ژوندۍ مرکه هم واورېده چې په خپلو پنځوسو منډو خوښ و او خوشبينه و چې توپ اچونکو به وځلېږي او پرې به نږدي چې هندوستان ترې لوبه وګټي.
د نور علي یو بل ښکلی ګوذار
اصغر ستانکزي نن ۳۳ منډې وکړې. چې شپږيزو یې لوبې ته رنګ ورکړ او افغانان یې خوښ کړل. افغانستان د ۸ ويکټو په ورکولو په شلو اورونو کې ۱۱۵ منډې وکړې. د افغانستان په ۸ کسانو کې ۵ کسان په شارټ بال او باونسرو باندې وسوځېدل. شنونکو شارټ بال سره افغان لوبډله نابلده وبلله او دا یې د افغان لوبغاړو کمزوري وبلله چې بايد کار پرې وکړي.
لوبې ته یو شمېر افغانان هم راغلي وو. یو افغان په لوحه ليکلي چې کله دا تاريخ جوړېده موږ دلته وو.(د ابراهيم مومند انځور)
 افغان لوبډله له فيلډ کولو مخکې مشوره کوي.
دولت احمدزي د هندوستان لومړۍ ويکټه وغورزوله.
 د هندوستان دويمه ويکټه سميع الله شينواري او درېمه حميد حسن واخيسته.
د هندوستان ويجای بيټنګ کوي چې حميد حسن یې ويکټه کيچ واخيسته او مخکې له دې چې ۵۰ پوره کړي په ۴۸ یې وسوځاوه. حميد په ۳ اورونو کې نن ۸ منډې ورکړې چې ښه توپ اچونه وه. دولت احمدزي په ۲ اورونو کې ۲۱، نوروز منګل په ۵ توپونو ۱۴، محمد نبي په ۳ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې. په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلې څو نوبالونه ورکړل چې هندي لوبغاړو ته یې د وړيا ګوذارونو موقع په لاس ورکړه.
 هندوستان په ۷ ويکټو وګټله. د هندوستان کپتان ام اس ډوني له لوبې وروسته د شهزاد او حمید حسن سره لاسونه ورکوي.
د هندوستان تخنيکي ډله. له لوبغاړو روزونکي ډېر دي. نو ګټي به یې نه؟! د ابراهيم مومند انځور
د افغانستان اداري ډله. مرستيال روزونکی تاج ملوک هم په همدې لحظه ورورسېد چې ملي سرود غږول کېده. د تاج ملوک تراجيدي دلته ولولئ.

په سانت لوشيا کې افغان ژورناليست ابراهيم مومند وايي چې افغان کپتان نوروز منګل په خبري کنفرانس کې له لوبې وروسته وويل چې د لوبغاړو له لوبې راضي دی او په ځانګړې توګه د نور علي ځدراڼ له لوبې ډېر خوښ دی.نوروز منګل د هندوستان د لوبغاړو د اخلاقو ستاينه وکړه.

ابراهيم مومند وايي چې د هندوستان د لوبډلې کپتان ام اس ډوني په رسنيز کنفرانس کې وويل چې افغان لوبډله حوصله لرونکي او پياوړې لوبدله ده چې د دوی خلاف يې ډېر په احتياط لوبه وکړه او سره د دې چې درې لومړۍ ويکټې یې په ۲۹ منډو وغورزېدې، بېرته یې منډې ښې برابرې کړې. ډوني وويل چې د افغانستان بيټنګ یې خوښ شو.

له دې مخکې د سيالۍ منظمې ډلې د تلويزيون د کيمرو په مخ کې نوروز منګل وويل چې له ننۍ لوبې یې خوند واخيست. نوروز منګل - چې د لوبډلې مينجر بشير ستانکزي یې د پښتو څرګندونو ژباړه کوله - د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ننۍ لوبې يې څه زده کړل وويل چې له ننۍ لوبې يې ډېر څه زده کړي دي او چې دا ډول څو نورې لوبې وکړي نو ډېر څه به زده کړي.

په افغانستان کې د کرکټ شنونکی او څارونکی روح الله ستانکزي په باور افغانانو د هند خلاف ډېره ښه لوبه وکړه چې ډېرو یې تمه نه لرله. روح الله ستانکزی وايي چې افغان توپ وهونکي بايد په لنډ ټوپ وهونکی توپ (شورټ بال) او جګ ټوپ وهونکو (باونسر) لوبولو تمرين وکړي ځکه نن له ۸ څخه ۵ لوبغاړي په دا ډول توپونو وسوځېدل. روح الله وايي چې افغان لوبغاړي ښه زده کونکي دي او هر ډول تخنيک زر زده کولای شي. روح الله باور لري چې د سويلي افريقا سره به افغانان له دې هم ښه لوبه کوي.

روزونکي کبيرخان نن په رسنيز کنفرانس کې پورته خبرې ته په اشاره وويل چې د لوبغاړو سره به په لنډو او ټوپ وهونکو توپونو کار کوي.

د پاکستان پخواني تېز توپ اچونکي وسيم اکرم له لوبې وروسته تبصره کې تلويزيونونو ته وويل چې افغانانو ښه لوبه وکړه، افغانان استعداد لري خو بايد نړیوال کرکټ ډېر وکړي او کورنی (ډوميسټک) کرکټ جوړ کړي چې نور هم پرمختګ وکړي.

د پاکستان بل پخواني لوبغاړي رميز راجه نن افغانستان ډېره ښه لوبه وکړه. ويکټې یې واخيستې او هندي غاړې ته یې ښه پيغام ولېږه.

افغانستان د سويلي افريقا له لوبې مخکې ۴ ورځې وخت لري چې تمرين په کې وکړي او له هغه درسونو زده کړه وکړي چې نن به روزونکي کبيرخان، مرستيال روزونکي تاج ملوک، او کپتان نوروز منګل نوټ کړي وي.