د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډلې د هند مقابلې ته تمرينونه ترسره کړل. انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 01.05.2010 14:46

افغان لوبډله نن ماښام د لومړي ځل لپاره د ټيسټ د هېوادونو یوې لوبډلې سره شل اوريزه لوبه کوي. دا لوبه د هندوستان سره ده د ويسټ انډيز په سانت لوشيا کې ترسره کېږي. په ويسټ انډيز کې لوبډلې پرون اخري تمرين وکړ چې انځوريز رپوټ يې په لاندې ډول دی. انځورونه ليزلي ناټ اخيستي دي:


لوبډلې هند سره له مخامخ کېدو مخکې اخري تمرين وکړ. حميد حسن وايي چې لوبډله چمتو ده او دا چې له یو بل سره دا اته کاله کېږي لوبه کوي نو په خپل منځ کې پوره تفاهم او تصميم لري چې نن سخته مقابله وکړي. افغان لوبډله که له هند څخه لوبه وګټي او که یې بايلي دومره به مهمه نه وي ځکه چې نړيوال جام ته رسېدل ستره لاس ته راوړنه ده. لوبډلې ته به مهمه وي چې په ويسټ انډيز کې ډېر څه ياد کړي.


کبيرخان ويلي دي چې هندوستان ته یې حيرانونکی پلان جوړ کړی دی. د ریس احمدزي اتلس کلنه تجربه به نن په کارېږي.

د ويسټ انډيز پچونه د سپن توپ اچونکو دي. سميع الله شينواری، محمد نبي او په خپله کپتان نوروز منګل ته به ټول متوجه وي.

د دواړو لوبډلو پېژندګلو پرون په یو پروګرام کې وشوه. داوړو لوبډلو سره لاسليک کړي بيټونه تبادله کړل. د افغانستان ډالۍ کپتان نوروز منګل وړاندې کوي. نوروز به په لوبغالي کې د پيل او پای د تبصرو لپاره له ځان سره ژباړن راولي. دا به لومړی ځل وې چې په داسې لوبو کې پښتو اورو. نوروز سره  روزونکی کبيرخان، مينجر بشير ستانکزی او يا حميد حسن او يا بل لوبغاړی چې په انګليسي پوهېږي په ژباړه کې مرسته کولای شي.
لوبغاړو سره يادګاري انځورونه واخيستل