د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلو خپلوانو حقوق

الحاج فضل الله رشتين 30.04.2010 08:08

څرنګه چې مور او پلار په خپلو اولادونو او اولادونه په مور او پلار حقوق لري همداشان خپل خپلوان لكه ورور ، خور ، كاكا ، ماما ، ترور ، عمه ، نيا ، نيكه ، لمسيان او ټول هغه كسان چې له يو بل سره د خپلوئ رشته لري هغوي ټول په يو بل حقوق لري .
خداى پاك فرمائي : " ( و آت ذا القربى حقه ) د خپلوانو حق ادا كوئ
خداى پاك په بل آيت كښې فرمائي : ( و اعبدوا الله و لا تشركوا به شيئا و بالوالدين إحسانا و بذي القربى ) د خداى پاك عبادت وكړئ او له هغه سره څوك مه شريكوئ او له مور پلار سره احسان وكړئ او له خپلوانو سره .
خپل خپلوان بايد له يو بل سره ښه وكړي ، يو بل ته په هر كار كښې ګټه ورسوي ، د حاجت په وخت كښې د يو بل مرسته وكړي ، د يو بل ضرورتونه پوره كړي او دا هغه څه دي چې اسلامي شريعت يې تقاضا كوي ، دا هغه څه دي چې له عقل او منطق سره برابري لري .
له خپلوانو سره له رحم او ترحم څخه كار اخستل د انسان د پاره د خوشبختۍ او نيګمرغۍ سبب ګرځي . څوك چې له خپلو خپلوانو سره له ترحم څخه كار نه اخلي په هغوي باندې د خداى لعنت نازليږي.
ډير داسې خلك شته چې له خپلو خپلوانو سره د مشقت او تكليف په وخت كښې مرسته او كمك نه كوي . ډير داسې وروڼه شته چې له يو بل سره مرسته نه كوي او له يو بل سره له رحم او ترحم څخه كار نه اخلي . ډير داسې خلك شته چې په مياشتو مياشتو او كالونو كالونو د خپلو خپلوانو له حال څخه بې خبره وي .
دلته بده نه ده چې د مثال په ډول د دوو وروڼو كيسه بيان كړم .
دوه وروڼه وو ، دواړه په يو بل ګران وو . داسې وخت راغى چې يو ورور په حق ورسيد او له هغه نه څو ماشومان يتيمان پاتې شول . د خداى بخښلي ورور د خپل مسؤليت په اساس د خپل ورور د اولادونو د روزنې او پالنې مسؤليت پر غاړه واخيست .
دا داسې مسؤليت ؤ چې خداى پاك دده پر غاړه واچولو ، خداى پاك غوښتل چې له ده څخه په دې نيا كښې دا امتحان واخلي چې آيا كولاى شي چې ورپه غاړه شوى مسؤليت په ښه شان سره تر سره كړي او كه نه . د خداى بخښلي ورور په ډير صداقت ، ايماندارۍ او اخلاص سره ددغه مسؤليت په ادا كولو كښې كوشش كولو او له خپلې ميرمن او اولادونو څخه يې هم دا توقع درلو ده چې دوي به هم ددغه مسؤليت د بار په وړولو كښې له ده سره مرسته او همكاري كوي خو له بده مرغه دده ميرمن نه غوښتل چې له خپل خاوند سره په دغه مسؤليت كې شريكه شي ، دغې ښځې به تل خاوند ته ويل چې "زمونږ برخه ټوله د ورور اولادونو ته وركوی او له خپلو اولادونو څخه زيات د ورور د اولادونو په غم كښې يې او ټوله توجه دې د هغوي طرف ته ده " .
د خداى بخښلي ورور له خپلې ميرمن څخه صرف دا غوښتل چې خپل خاوند تشويق كړي او هغه دې ته وهڅوي چې د خپل ورور له يتيمو اولادونو سره چې څومره كولاى شي هغومره مرسته او كمك وكړي خو له بده مرغه دغې ښځې دا كار نه كولو . داسې وخت راغی چې ده غوښتل د خدا ى بخښلي لور خپل زوي ته په نكاح كړي خو دده ښځې نه غوښتل چې دا كار وشي . هغې د خپل زوي او نورو اولادونو زړونه د خپل خاوند د ورور د اولادونو او د كورنۍ د نورو غړو په مقابل كښې د نفرت او دښمنۍ له خيرو داسې ډك كړي وو چې د پاكيدو او صفا كيدو امكان يې نه ؤ . دا خو لا څه چې دې ښځې به خاوند ته ويل او هغه به يې لمسولو چې د خپل ورور اولادونه له كور نه وباسي اوله ځان نه يې بيل كړي. دغې بدبختې ښځې له خپل داسې اعمالو سره د خپلوانو په حقوقو سترګې پټولې نو ځكه ددې او ددې د اولادونو ژوند له بدبختيو سره مخامخ شو .
اوس كه هر څوك دا كار كوي نو هغه هيڅكله د خوشبختۍ او نيكمرغۍ له فيض څخه برخه من كيداى نه شي.
بله كيسه داسې ده چې درې وروڼه وو او درې واړو ودونه كړي وو او په يو كور كښې سره اوسيدل . د درې واړو ورڼو تر منځ د ورورۍ مزي ښه ټينګ او ټول سره اتفاق ه اتفاق وو. يو ه ورځ دوي ته ددوي يو خپلوان وويل چې " والله تاسو خو له يو بل سره ډير ه ښه وروي لرئ ، ستاسو تر منځ هيڅ اختلافات نه پيدا كيږي ، درې واړ ه په يو كور كښې له خپلو ميرمنو او اولادونو سره اوسيږئ ددې وجه څه ده او اسرار په څه كښې دي ؟."
دغو وروڼو په ډير غرور سره وويل ې " هو ! وجه داده چې مونږ د ډير قوي شخصيتونو خاوندان يو ، له مونږ څخه زمونږ ميرمنې يريږي ، زمونږ په منځ كښې اختلاف پيدا كولاى نه شي او نه هم د سترګې رپ كولاى.شي "
د دې دريو واړو وروڼو ميرمنو دا خبرې واوريدې نو بيا يې يو پلان جوړ كړ تر څو دا درې واړه وروڼه له يو بل سره خپه او په منځو كښې يې اختلافات او بيلتون راولي او په دې ډول دوي ته په ژوند كښې يو درس وركړي .
يوماښام د ډوډۍ وخت شو ، دسترخوان وغوړيد ، ډوډۍ راوړل شوه او په دسترخوان كيښودل شوه ، د ښوروا كاسې هم په دسترخوان كيښودل شوې ، غوښه هم په پيشقابونو كښې كيښودل شوه . ډوډۍ وغوړل شوه . د شپې د خوب په وخت يوې ښځې خپل خاوند ته داسې وويل : " ودې ليدل ته مشر يې خو ستا د ورور ښځې تاته بيكاره او خرابه غوښه در كړه او خپل خاوند ته يې نرمه او پسته غوښه مخې ته كيښودله " . هغې بلې ښځې بيا خپل خاوند ته وويل چې : " وكوره ستا وريندار تاته سلام وانه چولو او همداسې په كلانكارئ ستا له مخې تيره شوه ، هغې بلې ښځې بيا خاوند ته وويل : " وكوره پرون چې ته په كور كښې نه وې نو ستا وريندار ستا زوي په څپړه وواهه ."
دا حال څو ورځې روان ؤ ، دې ښځو به همداسې پلانونه جوړول او د خاوندانو غوږونه به يې په رنګارنګ شيطاني خبرو ډكول . اخر خبره دې حد ته ورسيده چې دې وروڼو تصميم ونيولو چې كورونه سره بيل او ځانونه له جنجال نه خلاص كړي.
پخوا له دې چې دوي دا كار وكړي نو ددوي ميرمنو خپل خاوندان سره كښينول او ورته يې وويل چې ستاسې په منځ كښې چې ټينګه وروري قايمه وه او تاسې چې له يو بل سره ډير ښه وئ دا هر څه زمونږ په سبب وو او دا زمونږ كمال ؤ ، دا مونږ وو چې تاسو مو سره خواږه ساتلي وئ ، كه مونږ غوښتلې چې تاسې سره بيل شئ نو له اول سر نه به مو بيل كړی وئ خو مونږ دا كار نه كولو . اوس مو چې دا څو ورځې ستاسې غوږونه ډوكول او تاسې ته مو د شر خبرې كولې دا مو ځكه كولې چې تاسې داسې فكر ونكړئ چې ستاسو تر منځ د ټينګې ورورئ لامل تاسې ياست ، نه داسې نه ده دا مونږ يو چې تاسو مو سره خواږه كړي ياست او وروري مو درته ټينګه ګړې ده "

داسې نورې ډيرې واقعي كيسې زمونږ په ټولنه كښې شته ، ورورڼه له وروڼو سره په پوله پټي جنګونه كوي او يو بل سره وژني ، د تره زامن د ماما زامن له يوبل سره په هيڅ خبره نښلي ، شور ماشور كوي ، د يو بل په حقوقو سترګې پټوي ، په يو بل ترحم نه كوي او د يو بل په تكليف خوشحاليږي.
داسې خلك د خداى له لارې منحرف شوي خلك دي ، ددوي په زړونو كې صله الرحم وجود نلري كه څوك صلة الرحم ولري نو هغه هيڅ وخت د خداى له لارې نه منحرف كيږي او تل د خپلو خپلوانو د حقوقو احترام كوي .
كه چيرې د يو مسلمان په زړه كښې صلة الرحم وي د هغه مسلمان زړه نرم وي ، د هغه په زړه كښې د خوشحالۍ او سرور نغمې غږيږي . هغه بيا تل كوشش كوي چې له خپلو خپلوانو سره نژدې دوستانه اړيكې ولري ، هغه بيا تل كوشش كوي چې د خپلوخپلوانو په غم اوښادۍ كښې ځان شريك كړي ، هغه بيا تل كوشش كوي چې خپلو خپلوانو ته په بيلابيلو مناسبتونو كې تحفې وړاندې كړي او زړونه يې خوشحاله كړي ، هغه بيا تل كوشش كوي چې د خپلو خپلوانود ستونزو په حل كولو كښې د مرستې او همكارۍ لاس وركړي .
د خپلو خپلوانو ( اقاربو ) د حقوقو د خاطر دا څو خبرې مهمې دي.
* له خپلوانو سره ښه رويه كول
* د خپلوانو د حقوقو احترام كول
* له خپلوانو سره د ضرورت په وخت كښې مرسته كول
* د خپلوانو حاجت پوره كول
* له خپلوانو سره له صلة الرحم څخه كار اخستل
* خپلوانو ته په هر كار كښې ګټه رسول
* د خپلوانو د روغ ناروغ پوښتنه كول
* خپلوانو ته په بيلابيلو مناسبتونو كښې د تحفو اخستل
* له خپلوانو سره په نرمښت او حوصله خبرې كول
* له خپلوانو سره په هر كار كې مرسته او همكاري كول
* د خپلوانو د ستونزو په حل كولو كې هڅې كول
* د خپلوانو د كورنيو تر منځ د نژدې والي د رواستلو د پاره صادقانه هلې ځلې كول
* د خپلوانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د راوستلو د پاره په ايماندارۍ كوشش كول.
* خپلوانو ته د خير په كارونو كښې ښې مشورې وركول.
* د خپلوانو د اولادونو د پاره د ژوند د ښو ملګرو په پيدا كولو كښې فكر او نصيحت كول .
* د خپلو تر منځ په ښه نيت د دوستۍ د فضا پيدا كول .
* له خپلوانو سره په غم او ښادئ كښې ځان شريكول .
* خپلوانو ته مالي ګټه رسول
* د خپلوانو په خوشحالۍ خوشحاله كيدل.
* خپلوانو ته د ضرر او نقصان له رسولو نه ځان ساتل.
* د ښځې لخوا د خاوند او د خاوند لخوا د ښځې د خپلوانو احترام كول.
كه څوك دا خبرې عملي كړي نو هم به ترينه خداى خوشحاله وي او هم به پخپله د خداى له رحمتونو او نعمتونو څخه برخوردار وي .

و ما علينا إلا البلاغ