د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غوايي اوومه اواتمه_ تورتم اوسباوون

محمدظریف عنایت زی 28.04.2010 06:43

له ننه دوه ديرش كاله مخكې دپخواني شوروي په مرسته اومستقيم ملاتړ زموږپه هيوادكي كمونيستي كودتاوشوه ،پخواني شوروي چې په هغه وخت كې د نړۍ زبرځواك ګڼل كيده داسې اټكل كړى وچې په لنډه موده كې دافغانستان له نيولو وروسته تودواوبوته ځان ورسوي اوداهغه خوب وچې روسي ښكيلاګروګورته له ځان سره يوړ، په پرمختللو وسلو ،الوتكو او چورلكوسمبال څه د پاسه سلوزرروسي پوځيانوزموږپرهيوادنيغ په نيغه يرغل وكړاوپه هيوادكي د هغوي دكمونيستي لاسپوڅوپه مرسته يې دافغانستان په كليواوبانډوكي پربې وزله افغانانوسوراوبل كړترڅودكمونيزم بي دينه پوچه مفكوره زموږپرمسلمان اولس وروتپي اوهيواد مودشوروي يوه برخه وګرځوي خودغه ناپوهه اودافغان اولس له تاريخ اوميړانوڅخه بې خبره كسان د افغانانو له پياوړي مقاومت سره مخامخ شول اوافغان ميړني اولس په يوهيړدروسي ښكيلاك اودهغوي دتالي څټو په وړاندې پاڅون وكړ،دهيوادپه ګوټ ګوټ كې يې په تش لاس خوپه ټينګې اسلامي عقيدې سره جهادپيل كړ.
كه څه هم لويديځو اوځينوګاونډيو هيواونود خپلو ګټواودځان د خونديتوب په خاطر دافغانانوله دې مبارزې څخه په يواوبل ډول ملاتړوكړخوداافغانان و چې د سرولښكروپه وړاندې يې خپلې سينې ډال كړې په كلكه يې مقاومت وكړاودهيوادپه ګوټ ګوټ كې يې دښمن ته يې داسې غاښ ماتونكي ګوذارونه وركړل چې ترننه دپخواني شوروي جنرالان دافغانانوميړانې ته ګوته په غاښ دي. ډيرودغوجنرالانولكه دشوروي دماتې خوړلي پوځ وروستي جنرال بورس ګروموف چې په خپلو ليكنوكې دا منلې چې پر افغانستان تيرى ددوي تاريخي اونه جبرانيدونكې غلطي وه .
روسي ځواكونود پراخومالي اوځاني زيانونو له زغملووروسته پريكړه وكړه چې له افغانستانه پښې سپكې كړي ،كه څه هم روسي تيريګروپه وړاندې سپيڅلي جهاد كې له يونيم ميليونه زيات افغانان شهيدان ، له پنځولكو زيات كسان معول اومعيوب اودپنځه سوه زروپه شاوخواكې هم ګاونډيواونورو هيوادونوته هجرت ته اړ شول خوافغان ميړني اولس دپخواپه شان نړۍ ته يوځل بيا ثابته كړه چې افغانان دپرديود تيري په وړاندې كلك مقاومت اوپه دې لاره كې مړينه اودهرډول زيان زغمل د ځان لپاره وياړبولي .
دافغانستان دنيواك اوتودواوبو ته د رسيدولپاره دروسي ښكيلاكګروداخوب نه يوازې پوره نشوبلكه په افغانستان كې ددوي ماته ددې امپراتورۍ د دړې وړې كيدولامل شوه ،د دغه استعماري ځواك ترواك لاندې اولسونو يوپربل پسې ازادي ترلاسه كړه اوپخوانى شوروي په پنځلسو خپلواكو جمهوريتونو وويشل شو. له دې مخكې بهرنيانو په هيڅ توګه داباورنشوكولاي چې يوه ورځ دې مجاهدين دشوروي غوندې زبرځواك په وړاندې بريالي شي ځكه د شوروي سرو لښكرو چې پرهرهيواديرغل كړى و په هغه سيمه يې خيټه اچولې اودشاتګ اوماتې هيڅ خونديې نه وڅكلى خوميړنيوافغانانوله داسې شرمونكې ماتې سره مخامخ كړل چې نه يوازې له افغانستانه په ډيره شرمونكې توګه وتلو ته اړشول بلكه دغه امپراتوري چې د ماركسيزم اولينينزم په پوچه نظريه ولاړه وه دړې وړې اود تاريخ كندې ته وسپارل شوه.

اوله ننه اتلس كاله مخكې دغوايي دمياشتې په اتمه نيټه افغان مجاهدين دبري پولې ته ورسيدل اوپه افغانستان كې له درويشت كلن جهاداو سرښندنو وروسته دمجاهدينولومړنى اسلامي نظام جوړشوچې دا زموږد ميړانواو وياړونوورځ ده اوبايده دي چل تل يې په ښه توګه ولمانځوځكه دا دافغانانود برم اوعظمت اوپياوړي بري بيلګه ده .
داچې وروسته دمجاهدينودبيلابيلوډلوترمنځ اختلافات اوخپل منځي جګړې وشوې ترډيره بريده دبهرنيولاسوهنوزيږنده وې، بهرنيوپه تيره بيازموږ ګاونډيو په هيڅ توګه دانشوزغملى چې په هيواد كې د مجاهدينويوداسې پياوړى حكومت رامنځته شي چې موخه يې دسوچه اسلامي نظام پلي كول وي ځكه په هغه صورت كې دوي هيڅ كله په افغانستان كې خپلو موخوته نشواي رسيداي ،مجاهدينوچې په سياسي ډګر كې لږه تجربه لرله د ښې ادارې اويوه پياوړي سياسي نظام په رامنځته كولوكې پاتې راغلل . ګاونډيو هيوادونوچې تل يې د افغانانوترمنځ درزرامنځته كولولپاره بيلابيل چلونه اورودې كارولې له دې تشې څخه ګټه پورته كړه اواختلافاتوته يې ورځ تربلې لمن ووهله چې د مجاهدينوترمنځ اختلافاتو كې زما په اند دپخواني شوروي ځاي ناستې روسي واكمنواود منځنۍ اسيا په ځينوهيوادونوكې دروسي ښكيلاك پلويانوډيررول درلود .
له بلې خوا په دغواختلافاتوكې افغانانو اوپه تيره بيا جهادي مشرانوهم ډيرې نه جبرانيدونكې غلطۍ وكړې اودهماغه بهرنيولاسوهنواودجهادي مشرانوترمنځ اختلافاتوزيږنده زموږاوسنيۍ ستونزې اوكړاونه دي ،كه دوي ټولوپه يوموټي توګه بهرنيولاسوهنوته غاښ ماتونكى ځواب وركړى واي دقدرت پرسرخپل منځي اختلافات يې يوې خواته كړي واي پريوه مشرتابه سره راټول اوله افغانستانه يې د پرديولاس د تل لپاره ورلنډ كړى واي نن به مو په هيوادكې دغه اوسنۍ ستونزې اوناخوالې نه وې .
دجهادپه بري سره ټولوافغانانو په يوارام سوكاله ، سرلوړي اوخپلواك افغانستان كې د سوچه اسلامي اوملي نظام ترسيوري لاندې د ژوندكولوتمه لرله ،اوپه دې هيله وچې افغانستان له نوروسره سيال ،پرخپلو پښو ولاړ پرمختللۍ هيواد وي اوافغانان نورنوپرديو ته دمرستې لپاره لاس اوږد نكړي .
له بده مرغه چې په افغانانوكې په واقعي توګه ترننه دوحدت اويوالي احساس پيدانشواوډيرى كسان يوازې دشخصي ګټوپه لټه كې دي تركومه وخته چې زموږمشران كه هغه هرڅوك وي اسلامي اوملي ګټوته په خپلوشخصي اوګوندي ګټوترجيح ورنكړي په هيواد كې به دپرديولخواپه يواوبل نامه جنګول كيږو.
په ټول كې د غوايي داوومې كرغيړنه كودتا د دغواوسنيوستونزو ،ناخوالو اوكړاوونوپيلامه ده چې ترننه دهماغه جګړې اورزموږ په هيواد كې بل دى .
نواې افغان اولسه ،ستاهغه ميړانه چې ختيځ اولويديځ دې له برم اوعظمته په لړزه وڅه شو،كه په جګړه اوسرښندنه كې دې سارى نشته نولږ ترلږه په وحدت ،يوالي اوسياسي ډګركې خوهم له ځانه نوښت وښيه خپل پخواني اختلافات يوې خواته پريږده اوپه هيوادكې داسې پياوړى خلكو دخوښې وړاسلامي نظام رامنځته كړه چې د ټولوافغانانولپاره دمنلووړوي اوپه هيوادكې دپرديولاسوهنواوناوړه تموته دپاي ټكى كيږده ، دهمداسې ورځې په هيله .