د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الجزيرې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله جوړ شوی مستند فيلم وښود

کرکټ څانګه 27.04.2010 14:21

د الجزيره انګليسي تلويزيوني چينل د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله مستند فيلم جوړ کړی دی او ليدونکو ته یې وړاندې کړ. فيلم به د پنجشنبې تر ورځې پورې په انګليسي الجزيره په بېلابېلو وختونو ښودل کېږي.

د الجزيره مستند فيلم ((وياړم چې افغان يم)) يا ((Proud to be an Afghan)) نومېږي. ټول افغان هم په لومړۍ پاڼه او د کرکټ څانګې په پاڼه دا فيلم خپور کړی دی.

تر دې مخکې کاناډايي پروډيوسرې ليزلي ناټ هم په ملي لوبډلې مستند فيلم جوړ کړی دی چې لا تر اوسه بازار ته نه دی راوتلی او کار پرې روان دی.

د الجزيرې په ۲۳ دقيقې مستند فيلم کې لومړی کس پخوانی روزونکي تاج ملوک دی چې خبرې کوي چې الجزيرې ته یې په ۲۰۰۷ کال په کوېت کې د آسيايي شورا د اتلولۍ له خپلولو وروسته کړي دي. تاج ملوک له وياړه ډک په ساده افغاني انداز کې وايي چې دا یې په ژوند کې له تر بله هر وخته ډېر د وياړه ډکه ورځ ده.

ورپسې پخوانی کپتان او پياوړی توپ وهونکی ريس احمدزی غږېږي او وايي چې د کوېت د سيالۍ ګټل د افغانستان په کرکټ کې بدلون و اولوبغاړي نور هم هوډمن شول چې برياوې خپلې کړي.

بيا تېز توپ اچونکی حميد حسن خبرې کوي او وايي چې تر دې مخکې یې سيالي نه وه ګټلې او په ګټلو یې خلک په کابل کې مخې ته ورغلل.

کپتان نوروز منګل ورپسې غږېږي او وايي چې له دې سيالۍ ګټلو مخکې به خلکو ويلې چې ګويا په کرکټ وخت ضايع کوي خو دې سيالۍ د خلکو ذهنيت بدل کړ.

په فيلم کې رزونکی کبيرخان، د افغانستان لپاره د آسيايي شورا د پرمختګ مسوول اقبال سکندر، د آسيايي شورا د رسنيو مدير شهريار خان، او د کرکټ د نړيوالې شورا مشر هارون لوګارت هم خبرې کوي چې ټول په کرکټ کې د افغانستان پرمختګ ستايي او خوښي پرې ښکاره کوي.

په فيلم کې له پايه مخکې ريس احمدزی وايي چې ((غواړو د خلکو ذهنيت بدل کړو چې جګړه بده ده، ټول هېواد بايد داسې په اتفاق شي لکه د [کرکټ] لوبډله چې یووالی لري)) او د کريم خان صادق په لانديني انځور پای ته رسي چې په کې د بري هوډمن ښکاري:

فيلم په ډېر اغېزمن او عاطفي انداز کې جوړ شوی دی او سخته ده چې کوم افغان ورته په سترګو کې اوښکي ټينګي کړي.

په افغان لوبډله د ليزلي ناټ فيلم ((له ايرو راوتلي)) يا ((Out of Ashes)) به د روان کال په پای کې راووځي. د آغلې لېزلي فيلم - چې ټول افغان.کام کتلی - نور هم مفصل دی او د افغان کرکټ تاريخ یې لا په ښه ډول مستند کړی دی.

د الجزيرې انګليسي چينل به د ((وياړم چې افغان يم)) په لاندې نېټو او وختونو تکراري ښايي:

سه شنبه: د کابل په وخت سهار لس بجې او د شپې دولس بجې
چارشنبه: د کابل په وخت ماښام ۷ بجې
پنجشنبه: د کابل په وخت د سهار ۵ بجې او د ماښام ۹ بجې

که لاندې د الجزيره مستند فيلم نه شئ ليدلای، په ورپسې لاندې پتو هم کتلای شئ:

په يوټيوب کې د الجزيره مستند فيلم ((وياړم چې افغان يم))

د الجزيرې په ويبپاڼه د الجزيره مستند فيلم ((وياړم چې افغان يم))