د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتصالات د کرکټ بورډ او لوبډله سپانسر کړه

کفايت الله نبي خېل او الهام ياسيني 27.04.2010 05:27

اتصالات افغانستان په زیاتي هیله مندۍ سره د افغانستان د کرکېټ ملي ټیم د ویسټ انډیز د لوبو پر خوا رخصت کړ

دوبۍ، د ۲۰۱۰ کال د اپریل ۲۵مه –

د افغانستان د کرکېټ ملي تیم د نړیوالو سیالیو لپاره خپلې هلې ځلې پیل او د اتصالات د مخابراتي شرکت له خوا په هیله مندۍ سره د ویسټ انډیز د لوبو پر خوا ور روان شول.

د افغانستان د کرکېټ ملي ټیم د هغه د کپټان نوروزمنګل، د ټیم کوچ کبیرخان او نورو غړو په رهبري په ویسټ انډیزکې د ۲۰۱۰ کال د اپریل د ۳۰مې نېټې د کرکېټ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره تر تګ نه یوه ورځ مخکې د دوبۍ په المروج روتانا کې د اتصالات د مخابراتي شرکت له خوا په جوړه شوي د مخه ښې په غونډه کې ګډون وکړ.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري  ټول افغان ته وویل (( اتصالات یوازیني شرکت دی چې د ملي لوبډلې سیمیز او نړیوال سپانسرشپ لري،اتصالاتومخابراتي شرکت د ۲۰۱۰ ز کال لپاره د کرکټ بورډ سره د ۳۳۰ زره امریکايې ډالرو قرارداد کړی چې د افغان ملي لوبډلې سیمیز او د ځینو نړیوالو لوبو سپانسر به وي))


د اتصالات افغانستان د مخابراتی شرکت چیرمن یوسف السعید، د اتصالات افغانستان د مخابراتي شرکت اجرائیوی رئیس سعید الحملي، د افغانستان د کرکېټ بورډ اجرائیوي مشر ډاکتر ایمل شینواری، د افغانستان د سوداګرۍ د شورا مشر حاجي عبیدالله او د اتصالات د مخابراتی شرکت، د افغانستان د کرکېټ بورډ او د افغانستان د سوداګرۍ د شورا زیات شمېر مخورو کسانو په خپل حضور سره دا غونډه لا ښایسته کړي وه.

د افغانستان د کرکېټ بورډ اجرائیوي مشر، ډاکتر ایمل شینواری د خپلو خبرو په ترڅ کې داسې وویل: « زموږ تیم به د افغانستان په اړه د نړۍ د خلکو مفکورو ته بدلون ورکړي. هغوئ مصمم دي تر څو نړۍ ته ور وښايي چې افغانان د هیله منې راتلونکې په لټه کې دي. موږ پر خپل تیم باندې ویاړو چې زموږ د ملت د ورزش تاریخ د خپلو ژمنو او استعداد په ښکاره ولو بیرته له سره لیکي.»

شینواري زیاته کړه: « د افغانستان د کرکېټ بورډ زموږ ټولنې او د اتصالات له مخابراتي شرکت سره زموږ پیاوړو اړیکو ته ارزښت ورکوي او همداشان دهغوئ د هغه لیدلوري څخه هم قدرداني کوي کوم چې په افغانستان کې د ورزشونو د پرمختګ په تیره بیا د کرکېټ په برخه کې یي لري. غواړم د اتصالات مخابراتي شرکت ته تبریکي ورکړم چې په دومره کم وخت کې چې زموږ ټیم د ویسټ انډیز لوبو ته چمتووالی نیسي، د هغوئ لپاره يي د مخې ښې غونډه جوړه کړي ده.»

د اتصالات افغانستان اجرائیوي مشر، سعید الحملي د افغانستان د کرکېټ د ټیم د هڅو د مبارکۍ تر څنګ داسې وویل: « د افغانستان د کرکېټ ملي ټیم د لومړي ځل لپاره د کال په تر ټولو ستره ورزشي لوبه کې ګډون کوي، چې دا په خپله د افغانستان لپاره د نړیوال مقام د ګټلو په معنی ده. دلته وړل یا بایلل مهم نه دي. د نړۍ په داسې یوه ستره ورزشي لوبه کې زموږ د ټیم صلاحیت او ګډون په خپله د هغوئ د هغو ژمنو او استعداد ښکارندويي کوي کوم چې هغوئ د ویسټ انډیز د لوبو پر لور له خپله ځانه ښکاره کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه: « د اتصالات مخابراتي شرکت د تلپاتي سولې او ملي ویاړ د یوازینۍ لارې په خاطر د خپل هغه تصمیم په اړه چې غواړي په ټول هېواد کې د ورزشونو د پرمختګ او سالمو فعالیتونو عمده ملاتړکوونکی واوسي، ژمن پاته کېږي. د افغانستان د کرکېټ د بورډ او د کرکېټ د ملي ټیم د افتخاري شریک کېدو په توګه، موږ د هغوئ پر الهام ورکوونکو بریالیتوبونو باندې عقیده لرو چې د هیلې او ملي ویاړ د رامنځته کېدو سبب به وګرځي.


د افغانستان د کرکېټ د ملي ټیم صعود یا پرمخ تلل مسلماً د ورزش په تاریخ کې یو له ډېرو ډراماتیکو کېسو څخه ده. په دې نړیوالو لوبو کې د مخامخ کېدونکو نورو ټیمونو برخلاف، د افغانستان د کرکېټ ټیم چې ټول استعداد یي په هېواد کې دننه تر لاسه کړی د ویسټ انډیز د نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو د نورو ټیمونو په پرتله ډېر محدود امکانات او په کرکېټ کې ډېر لنډ تاریخ لري.

د افغانستان د کرکېټ د ملي ټیم د بریا اصلي علت د افغانانو د سرکښه روح او طبیعت له کبله ده. لوړو پړاوونو ته د هغوئ پورته کېدل په رښتیا چې هم ډېره د تعجب خبره ده، که څه هم په افغانستان کې ورزشي اسانتیاووې ډېرې محدودي دي او د کرکېټ ملي لوبې هم د ځوانانو د استعدادونو او مهارتونو د زیاتوالي په موخه ډېر کم تر سره کېږي.

له ګاونډیو هېوادونو، هند او پاکستان سره په پرتله چې دواړه د یو زیات وخت لپاره د کرکېټ په نړۍ کې له وتلو ټیمونو څخه شمېرل کېږي افغانستان یوازې په ۲۰۰۸ کال کې د کرکېټ د نړیوال لیګ چې د مۍ د میاشتې په پنځم پړاو کې تر سره شوي په چټکۍ سره پورته وخاته. په دې بل کال کې د نامیبیا په ماتوولو سره د افغانستان د کرکېټ ملي ټیم د شپږو غوره ټیمونو د مقام په تر لاسه کولو او د کرکېټ په نړیواله شورا کې (ICC) د نړیوال کپ یا سیالیو ډګر ته په لاره موندلو سره نړۍ ته ټکان ورکړ. افغان ټیم اوس د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د یوې نړیوالې ورځې لوبې یا (ODI) څخه برخمن ده.

دا ټیم چې د ۲۰۱۰ کال د کرکېټ د اسیایي شورا د لوبو اتل هم دی، د ایرلنډ په ماتولو سره د ویسټ انډیز د ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو ته لاره ومونده. چې په دې لوبو کې به د هند له وتلي لوبډلې سره پر نړیوال کپ باندې سیالي وکړي. 


په غونډه کې د اول ځل لپاره د اتصالاتو هغه نوې اعلانانو وښودل شو کوم چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د افغانستان د تلویزونونو لپاره په افغان لوبغاړو ډک کړي دي. په پورته انځور کې حمید حسن د اتصالاتو مخابراتي شرکټ په اعلان کې چې ډیر ژر به یې په افغانستان کې د تلویزونونه په پردو وګورۍ