د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندز د قلعه ذال اوسېدونکي له اربکي ملېشې سر ټکوي

عبدالهادي حېران 26.04.2010 14:23

د کندز ولايت د قلعه ذال د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د دولت لخوا جوړې شوې اربکي ملېشې لخوا ځورول کېږي او پېسې ترې په زور اخيستل کېږي. د يادونې وړ ده چې دغه ولسوالۍ څه موده وړاندې د نظامي عملياتو په ترڅ کې د طالبانو څخه پاکه کړاى شوې وه.

 

د دغې ولسوالۍ د ساپي کوټ په نامه يوه کلي ګڼ شمېر اوسېدونکو ټول افغان ته شکايت وکړ چې په ولسوالۍ کې جوړې شوې اربکي ملېشې په شاوخوا سيمو کې پوستې جوړې کړې دي او پکې شامل ټوپکوال د خلکو د ساتنې په ځاى د هغوى په چور کولو بوخت دي.

 

د ولسوالۍ يو اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په رسنيو کې راشي، ټول افغان ته وويل: "مونږ ډېر غريب خلک يو، مونږ په دې سيمه کې ارام ژوند ته لېواله يو، پخوا به دولت راته ويل چې که طالبان له سيمې وويستل شي نو سوله او سوکالي به راشي، خو د سولې او سوکالۍ په ځاى يې راپسې غله راولېږل."

 

دې اوسېدونکي زياته کړه: "اوس اربکي ملېشه نه يواځې دا چې کلي ته تلونکي راتلونکي خلک ځوروي او ربړوي بلکې هره اونۍ د هر سړي په سر پنځه سوه افغانۍ هم غواړي چې دا د هيچا د وس خبره نه ده. کله کله په زور ډوډۍ هم غواړي."

 

د سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکيو سره چې خبرې وکړاى شوى نو هغوى هم ورته شکايتونه وکړل او د اربکي ملېشې څخه يې سرونه وټکول. ټول افغان کوښښ وکړ چې په دې اړه د کندز د والي او د قلعه ذال د ولسوال سره خبرې وکړي خو سره د دې چې د څلورو څخه په دوو شمېرو زنګونو ورتلل، يو زنګ ته يې هم ځواب ونه وايه.