د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپریم ګروپ د افغان کرکټ بورډ سره د سپانسرشپ تړون لاسليک کړ

کرکټ څانګه 26.04.2010 12:32

ایمل شینواری او یوین اورنسټاین د لوبغاړو سره د ۲۰۰ زرو ډالرو قرارداد لاسلیکوي

د الهام یاسیني رپوټ

د سپریم ګروپ په نامه د یو شرکت سره د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره سپانسرشپ لاسليک کړی چې په دې ترتيب به په نړيوال جام کې د اتصالاتو د شرکت تر څنګ سپريم ګروپ هم د ملي لوبډلې سپانسر وي. د دې شرک څښتن سټیپن اورنسټاین او د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواری د لوبغاړو لپاره په یوه ځانګړې ناسته کې د سپانسرشپ تړون لاسلیک کړ.

تر دې دمخه د یو بهرني تبعه له لارې هم د کرکټ بورډ لپاره یو بل شرکت د سپانسرشپ لپاره تياری ښودلی و خو دا چې هغه بهرني تبعه د سپانسرشپ ۲۵٪ د ځان لپاره غوښتل نو ځکه افغان کرکټ بورډ ته د منلو وړ نه و.   

د يادونې ده چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت لومړی شرکت و چې افغان لوبډله یې نړيوال جام ته سپانسر کړه او په دوبۍ کې یې د بېلابېلو لوبغاړو سوداګريز اعلانونه فيلمبرداري کړل.                  

 د سپریم شرکت څښتن په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته ډاډ د جرمني د فوټبال د لوبغاړو په قصه کې روښانه کړ. نوموړي وويل چې (( د دویم نړیوالې جګړې درې کاله وروسته چا ګومان نه کاوه چې جرمني به د اروپا د فوټبال د لوبې اتلولي وګټي خو د جرمني د فوټبال لوبغاړو په نشت وسایلو او ډېر زیار او کوښښ هغه اتلولي وګټله او ټوله نړۍ يې حیرانه کړه،د نړیوالې جګړې ۶۵ کاله تېر شو او اوس هم هغه د فوټبال لوبغاړي د جرمني اتلان دي،تاسو هم اتلان یاستۍ د کرکټ د ډویژنونو مزلونه مو په لږ وخت کې رالنډ کړل او نړیوال شل اوریزو سیالیو ته مو ځان ورساوه تاسې د افغانستان د سولې استازي او اتلان ياست)).

په خبري ناسته کې ایمل شینواري د ټول افغان د پوښتنې په ځواب کې چې لوبډله سپریم ګروپ  څومره سپانسر کړه او ایا دا پیسې به لوبغاړو ته ورکول کیږي او که کرکټ بورډ به يي په افغانستان کې د کرکټ  پرمختګ لګوي؟ شینواري وویل (( نن چې افغان کرکټ بورډ د سپریم ګروپ سره کوم قرداد لاسلیک کړ ۲۰۰ زره امریکﺉي  ډالر قیمت لري، د کرکټ بور مشر ډاکټر عمر زاخیلوال به دا ټاکي چې په دې قرداد کې به لوبغاړو ته څو فیصده ورکوي)).

د سپریم ګروپ مشر اورنسټاین ټول افغان ته وویل چې د افغان ملي لوبډلې سره به د سپریم دا مرسته اخرنۍ نه وي او د نړیوال جام وروسته به هم خپلو مرستو د ملي لوبډلې سره دوام ورکوي.

سپریم ګروپ  په ټوله نړۍ کې د نړیوالو خدمتونو د حلولو ۵۰ کاله تجربه لري، په افغانستان کې د ۲۰۰۲ز کال راپه دې خوا کار کوي او هیله لري چې د ۲۰۱۰ز کال تر پایه افغانستان کې خپل مصارف ۵۰۰ ملیونه ډالرو ته ورسوي او د افغانستان په اقتصاد کې ښه رول ولوبوي.

    

د سپریم ګروپ مالک اورنسټاین د غونډې څخه وروسته د لوبغاړو سره په ګډ انځور کې

د یادولو وړ ده چې د  ملي لوبډلې سره د سپریم ګروپ دغه مرستې  په متحده اماراتو کې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي عبیدالله میوندوال په زیار صورت تر سره شوي، ښاغلي میوندوال  په دوبۍ کې  د غوراوۍ  شل اوریزوسیالو په ګټلوهر لوبغاړي ته ۳۰۰۰ امریکايي ډالر انعام اعلان کړی و، خو تر اوسه پورې هغه انعامونه لوبغاړو ته نه دې ورکړل شوي.