د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ بورډ د مالي چارو مسوول او ډاکټر بدل شول

کرکټ څانګه 26.04.2010 07:44

په نړيوال جام کې به افغان لوبډلې سره ډاکټر نه وي.

افغان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د دې بورډ د مالي چارو مسوول عبدالعلي شينواري او ډاکټر نور الله پر ځای به نور کسان وګماري. دا خبره د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري ټول افغان ته په کابل کې ويسټ انډيز ته له تګ څخه مخکې کړې ده.

عبدالعلي شينواری د کرکټ بورډ د اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري ورور دی او د ډاکټر نور الله په شمول درې واړه د کرکټ بورډ د مشر او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال خپلوان دي.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواری وايي چې عبدالعلي شينواري او ډاکټر نورالله نورو ځايونو کې دندې موندلي دي او د کرکټ په بورډ کې یې له دندو استعفاوې ورکړي دي. ډاکټر شينواری وايي چې ((مالي مسوول بل چېرته کار موندلی او له دندې یې استعفا ورکړې ده او په نږدې که به خپله دنده پرېږدي او بل مالي مسوول ته له اسنادو سپارلو او حساب ورکولو وروسته به ځي، او ورسره زموږ تکړه ډاکټر نورالله خليل هم په یو روغتون کې کار موندلی او پر ځای به یې کوښښ کوو د همده په شان یو بل تکړه ډاکټر د کرکټ بورډ لپاره وټاکو)).

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دا دوه کسان د هغو نيوکو په ځواب کې - چې ويل يې د کرکټ په بورډ کې ډاکټر زاخېلوال خپلوان ټاکلي دي - دندي پرېږدي، ډاکټر شينواري وويل چې ((دا هم یوه غټه ستونزه وه، دا واقعيت دی چې په یوه اداره کې دوه وروڼه کار نه شي کولای، بله دا چې هر چېرته چا ته ډېر معاش په لاس ورځي نو هلته کار کوي، دوی هم په نورو ځايونو کې کارونه په لا ښه معاشونو موندلي دي او غواړي هلته کار وکړي.))

دا افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره دا بدلون اړين بلل کېږي. مخکې داسې نيوکې وې چې د کرکټ په بورډ کې د حضرت عمر زاخېلوال یو شمېر خپلوان ګمارل شوي دي او دا چې د کرکټ بورډ اجرايوي مشر او مالي مسوول وروڼه دي نو اړين check and balance يا ((په اداره کې په يو بل نګراني)) نشته دی. د لا شفافیت لپاره اړينه بلل کېږي چې وروڼه او خپلوان په یوه اداره کې په دا ډول دندو کار ونکړي.

د ولسمشر سلاکار وزير شهزاده مسعود وايي چې ((د زاخېلوال له مشر کېدو وروسته یې خپلوانو په خپل شوق وړانديز وکړ چې د کرکټ خدمت وکړي او اوس په خپله خوښه نورې دندې غوره بولي، زاخېوال ورته چانس ورکړ چې خدمت وکړي خو دا چې د دوی په ګمارلو نيوکې وشوې نو پرېکړه یې وکړه چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.))

د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی تاج ملوک بيا د مالي مسوول عبدالعلي شينواري بدلولو ته خوښ نه دی. تاج وايي چې د نوموړي بدلول اړين نه و ځکه چې د کرکټ بورډ په مالي چارو کې یې سمونې رامنځ ته کړې وې او په کار پوهېده، ((معلومه نه ده چې بل مالي مسوول به همدومره پوه وي او که نه خو بې شکه چې د کار پوهېدل به ترې وخت ونيسي.))

د کرکټ بورډ همداراز د تخنيکي مدير او کورني کرکټ مدير پوستونه هم اعلان کړي دي. ډاکټر ايمل شينواری وايي چې ښایستګۍ او لياقت ته په کتلو به د دې پوستونو لپاره هم کارمندان وټاکي.

د يادونې ده چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې د پوستونو د اعلانول او د مرکو د پروسې له مخې د کارمندانو غوره کول په دې بورډ کې د پام وړ پرمختګ دی چې که په سمه او دقيقه توګه پلي شي ښې پايلې به ولري.

د ولسمشر سلا کار وزير شهزاده مسعود باور لري چې د کرکټ په بورډ کې به نور پرمختګونه هم رامنځ ته شي او د ښه کېدو خواته به یې یوسي. نوموړی وايي چې د کرکټ پرمختګ ته هغه وخت پام وشو چې ولسمشر کرکټ له فدراسيون څخه وويست، د بورډ په بڼه یې ورته بېله اداره جوړه کړه،او د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال یې ورته مشر وټاکه.

شهزاده مسعود وايي چې د زاخېلوال ټاکنه ((بهترين انتخاب)) و. مسعود وايي چې د زاخېلوال په ټاکل کېدو د کرکټ بورډ مالي بنسټ پياوړی شو، کرکټ بورډ او لوبغاړو سره هېوادوالو او ملي سوداګرو د پخوا په پرتله خورا زياتې مرستې وکړې او هيله يې وښوده چې تر څو زاخېلوال د کرکټ بورډ مشر وي دا مرستې به دوام وکړي.

مسعود د زاخېلوال دا پرېکړه هم د کرکټ د پرمختګ لپاره ښه ګام وباله چې ټولې هغه خواوې چې د کرکټ سره تړلې وې د کرکټ په بورډ کې راغونډې کړې، چانس یې ورکړ او کار یې ترې واخيست.

 مسعود وايي چې د کرکټ د پرمختګ لپاره د زاخېلوال مشري ضروري ده او په شتون کې به یې کرکټ لا پرمختګ وکړي.

د يادونې ده چې تېره مياشت ډاکټر عمر زاخېلوال په هېواد کې د لومړي کرکټ سټيډيوم بنسټ ډبره هم په جلال اباد ښار کې کېښوده چې د ۵ مليونه ډالرو په ارزښت به د پرمختللي لوبغالي، کرکټ اکاډيمي او نورو اړينو وسايلو څښتن وي.

 مسعود زياتوي چې د زاخېلوال په مشرۍ هيله مند دی چې ملي سوداګر په خوست، پکتيا، لوګر، کندهار، او کندز کې هم د کرکټ لوبغالو جوړولو لپاره مرستې وکړي.

د شنونکو په باور ډېری ملي سوداګر د کرکټ بورډ سره ځکه مرستې کوي چې د ماليې وزير یې مشر دی او که نوموړی یې مشر نه وي نو دا ډول مرستې به ونکړي.