د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر مندراوړ يوه لنډه کتنه

عبدالودود پښتونځار 25.04.2010 01:28

پر مندراوړ يوه لنډه کتنه
عبدالودود پښتونځار

مندراوړ د افغانستان دلغمان ولايت د قرغه يو ولسوالۍ ډېره تاريخي او سټراټيژيکه سيمه ده، چې د وخت په تېرېدو سره يې ارزښت له لاسه ورکړى او اوس په يوه وړوکي ښارګوټي بدل شويدى.

په دې واړۀ يادښت کې کوښښ شوى، چې د يادې سيمې په اړه يوڅه مالومات وړاندې شي او د هغو مينه والو، څه تنده پرې ماته شي، چې دهېواد او سيمې له تاريخ سره مينه لري.

د مندراوړ په لار سترسکندر کونړونو ته تللى، چې بيا په کونړونو کې داسپاسي(ساپيانو يا يوسفزيانو) لخوا ټپي شوى هم دى. د هېواد د مشهور تاريخوال ارواښاد احمد علي کهزاد پر اند دغلته نږدې يې چېرې دمه هم کړې او خپل لښکر يې پرکونړونو اونورو سيمو باندې د بريد لپاره پر دوه برخو وېشلى دى. ارواښاد کهزاد د يوناني متونو (نيسه) ښار د (مندراوړ) په سيمه کې ګڼي.

بله داچې په مندراوړ کې دمغولو\تورکو مشهور واکمن او دپښتنو سرسخته دوښمن ظهيرالدين محمد بابر هم دمه کړې او په خپل لاس ليکلي کتاب (تزک بابري) کې يې دمندراوړ نوم هم ياد کړى اودغلته يې د کرلاڼيو پښتنو شتون ته هم اشاره کړېده.

په مندراوړ کې له انقلاب نه وړاندې هندوان او نور کسبګران اوسېدل.هندوانو ددغه ځاى له پښتنو سره پالل او راشې درشې هم کولې. زما دمور له خولې، د مور نيا مې دمندراوړ څو راڼۍ په ملګرۍ نيولې وې او له هغو نه يې د دارو- درملو چل هم زده کړى وو.د مندراوړ د هندوانو په اړه يوه ټپه كې يوه مغروره پښتنه داسې وايي:
د مندروړ هندو به وكم
وبه دې نه كم د كاكا زويه تربوره

د ځايي مشرانو له خولې، چې دغو هندوانو لوى، لوى برجونه او دنګې، دنګې بالا خانې درلودې خو دانقلاب په دوران کې ناساپي ورك شول اولا تراوسه يې درک نه دى لګېدلى چې دوى به هندوستان ته تللي وي او که به جنګونو کې وژل شوي وي.اوس د دغوهندوانو پرځمکو او شتمنيو ځايي خلکو او د هغوى بزګرانو خېټې اچولي دي.

دځايي سپين ږيريو له خولې،د مندراوړ شاوخوا پښتنو به پخوا دوکانداري نه کوله. [پخوا وختونو کې ډېرى پښتانه پر دوکاندارۍ او کسبګرۍ شرمېدل او عيب يې ګاڼه] دوى به دوکانداري دباغوانانو،چې پارسي به يې ويله کار باله او پخپله به يې په پټيوکې غلې دانې کرلې او سابه\ ترکاري کرل به يې هم دباغوانانو او دغو هندوانو کار باله.
لكه په يوه ټپه كې چې راغلي:
زه خو دا ستا لايقه نه وم
د تا لايقه مندراوړۍ په پياز مينه
له مندراوړ نه دوه کلي لېرې د بولان په نامه يو کلى هم شته چې خلکوته يې (بولانيان) ويل کيږي او ځايي پښتانه يې اصيل خلک نه ګڼي. ددغه انساني توپير وجه دا کېداى شي ، چې د پښتنو او دوى تر منځ به په پخوا وختونو کې جنګونه شوي وي او يو د بل کلک سيالان او رقيبان به پاته شوې وي.(؟)

زما پر اند دغه(بولانيان) دهغو خلکو پاتوړي دي،چې دهندي آريايانوپه کتابونو(ويدونو) کې د(بهالانا) په نامه يادشويدي. دبولان نوم په دغه ځاى کې ډېرې تاريخې ريښې لري، د(سرخه کانو) سرته پروت غره ته هم ځايي خلک(کول بولان) وايي،چې د(کوه بولان) پښتو شوې بڼه ده.

له مندراوړ سره خوا کې د اندور په نامه دوه واړه کلي هم شته، چې يو يې (کوز اندور) او بل يې (بر اندور) بلل كيږي. په (کوزاندور) کې اوس هم خلک اوسي خو د (براندور) خلک د روسانو له يرغل سره تري تم شويدي. د ډيلايټ د اشتهارتو د کمپنۍ د مشر ښاغلي خوشال اميري له خولې،چې دى هم د لغمان اوسېدونکى دى؛داندور ځينې اوسېدونکي په کابل کې مېشت شويدي.

دپخوانيو وګړيو له خولې د اندور خلکو کولالي کوله او همداشان په مړي ژوندي کې به يې د شاوخوا پښتنو خدمت هم کاو،چې بيا به ورته په مقابل كې د پيداورو د اخېستې پرمهال غله دانه ورکول کېدله.

ديادونې وړ ده، چې دسرخه کانو په غونډيو کې ځيني تومونه او سکې هم موندل شوي،داسې ښکاري،چې دغه سيمه کې يومهال لوى، لوى ښارونه اباد ول. ګومان کيږي،چې دغه ښارونه به د(سلطان محمود) او هندو (راجه جيپال)، چنګېز خان اونورو په جنګونوکې ويجاړ شوي وي.

پاى کې بايد وويل شي،چې مندراوړ اوس د يوه کوچني ښار بڼه لري او د نژدو کليو ( سرخه کانو، سپوخېلو، عبدالرحيم زيو، خروټيو، فرمانخېلو، مياخېلو، اغراباد، بلوچ اباد،کريم اباد، کمالپور...) ځينې اوسېدونکي له دغه ځايه خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کوي.