د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د اماراتو یوې لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 24.04.2010 19:45

کريم صادق ۷۴ منډې وکړې.

افغانستان نن د شنبې په ماښام د اماراتو د یو کلب سره چې د دې هېواد ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم په کې شامل دي د شل اوريزو نړيوال جام لپاره د تيارۍ په ترڅ کې تمريني لوبه وکړه چې افغان لوبډلې په ۵۵ منډو وګټله.

پچه افغانستان وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. افغانستان د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ۱۸۰ منډې وکړې. اماراتۍ لوبډلې د ۸ کسانو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې او په ۵۵ منډو یې لوبه افغان لوبډلې ته بايلله.

په ننۍ لوبه کې کريم خان صادق له پيله تر ډېره ودرېد او ۷۴ منډې یې جوړې کړې. د کريم صادق ودرېدو د ډېرو هغو افغانانو هيلې چې په لوبغالي کې ناست وو بېرته روايښې کړې چې که چېرته دا پياوړی توپ وهونکی همداسې لوبه وکړي نو افغان لوبډله کولای شي چې د شل اورونو په نړيوال جام کې ځينې سترې لوبډلې خفه کړي.

په ننۍ لوبه کې افغان توپ اچونکي هم وځلېدل. په ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي د تېرو درې لوبو په پرتلله ډېر هوډ لرونکي او بري ته لېواله ښکارېدل. داسې ښکاري چې د شل اورونو نړيوال جام ته لوبغاړي په ډېر جګ مورال او هوډ روان دي.

د افغانستان د توپ اچونې او توپ وهنې رپوټ په لاندې ډول دی:

د افغانستان د توپ اچونې رپوټ:

افغان لوبغاړو په لومړي درې اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې. په څلورم اور کې کابو و چې د اماراتو لومړی لوبغاړی کيچ وسوځې خو کريم خان صادق يې کيچ وغورزاوه. خو ريس احمدزي په ۵م اور کې د محمد نبي په توپ د اماراتو لومړی لوبغاړی کيچ وسوځاوه. د دې اور په پای کې د اماراتو منډې ۳۸ وې.

شاهپور ځدراڼ ۶م اور وکړ او ۴ منډې یې ورکړې. ۷م اور محمد نبي وکړ، په څلورو لومړي توپونو یې دوه منډې ورکړې، پنځم یې وايډ کړ او په ورپسې توپ يې د اماراتو دويم لوبغاړی وسوځاوه. په دې اور کې محمد نبي ۴ منډې ورکړې او په پای کې يې د اماراتو منډې ۴۸ وې.

د اماراتۍ لوبډلې مورال کمزوری شو او افغان توپ اچونکو ته یې ښه توپ وهنه ونکړه. په ۱۴م اور کې یې ۵ کسان له لاسه ورکړي وو او ۸۱ منډې یې وې.

د ۱۸م اور په پای ته رسېدو یې ټولې ۱۰۵ منډې کړې وې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. په ۱۹م اور کې بله ويکټه هم وغورزېده او ټولې یې ۱۲۵ منډې وکړې. 

د افغانستان د توپ وهنې رپوټ:

د افغانستان پيل کريم صادق او نور علي ځدراڼ وکړ. په ۹م اور کې افغانستان د یوې ويکټې په بايللو ۸۹ منډې کړې وې. په ۱۳م اور کې افغانستان ۲مه ويکټه هم له لاسه ورکړه او منډې یې ۹۸ ته رسولې وې. پيلونکی کريم صادق لا ولاړ و او ۶۰ منډې یې کړې وې. دا مهال کپتان نوروز منګل راووت.

په ۱۵م اور کې د کريم صادق کيچ وغورزېد او نوروز منګل په کې شپږيزه ووهله. خو په ورپسې توپ وسوځېد. دا مهال د افغانستان منډې ۱۱۶ وې.

اصغر ستانکزی راووت. د ۱۶م اور په پای کې افغانستان د ۳ لوبغاړو په بايللو ۱۲۷ منډې درلودې.

په ۱۷م اور کې کريم خان صادق سخت ګوذار وواهه خو کيچ وسوځېد. کريم صاق ټولې ۷۴ منډې جوړې کړې.

محمد نبي توپ وهنې ته راووت. د ۱۷م اور په پای کې افغانستان د ۴ لوبغاړو په بايللو ۱۳۹ منډې کړې وې. په ۱۸م اور کې د محمد نبي کيچ وغورزېد او په پای کې یې افغانستان منډې ۱۴۷ ته ورسولې.

د ۱۹م اور په لومړي توپ اصغر ستانکزي شپږيزه ووهله، په دويم توپ یې دوه منډې وکړې او په دريم توپ یې کيچ وغورزېد خو په څلورم توپ په منډه وسوځېد. دا مهال د افغانستان منډې ۱۵۵ وې او ۵ کسان یې سوځېدلي وو. افغان لوبغاړو په دې اور کې ۷ نورې منډې جوړې کړې چې یوه په کې شپږيزه وه.

په اخري اور کې خپلې منډې ۱۸۰ ته ورسولې. محمد نبي په لومړي توپ شپږيزه ووهله خو په ورپسې توپ کيچ وسوځېد. افغانستان په دې اور کې دوه نورې ويکټې هم له لاسه ورکړې خو د ۱۷ منډو په جوړولو بریالی شو.

افغانستان د ۸ ويکټو په ورکولو ۱۸۰ منډې جوړې کړې چې د آسيايي شورا د شل اوريز کپ راهيسي يې په دې ډول لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې وې.

د نن ورځې د لوبې سکور کارډ:

لوبغاړی منډې توپونه شپږیزې څلوریزې
کریم خان صادق ۷۴ ۵۶ ۲ ۷
نورعلي ځدران ۲۶ ۲۲ ۲ ۱
شهزاد محمدي ۴ ۶    
نوروز منګل ۱۲ ۱۰    
اصغر ستانکزی ۲۹ ۱۵ ۳  
ریس احمدزی ۱۰ ۶ ۱  
محمد نبي عیسی خیل ۶ ۱    
سمیع الله شینواری ۴ ۲   ۱