د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې ملي مشورتي جرګه ، يو بېځايه لګښت

محمد نعمان دوست 22.04.2010 01:31

افغانستان په تېرو شاوخوا ۸ كلونو كې درې جرګې تر شا پرېښودې او يوه بله ورته په لاره كې ده .
له دغو جرګو څخه دوو يې نتيجه وركړه ، خو درېيمه يې ناكامه وه او څلورمه هم ، همداسې درواخله .

لومړى جرګه چې په ۱۳۸۱ كال كې وشوه ، بېړنۍ لويه جرګه وه چې د منځمهالې ادارې د مشر دټاكلو په موخه جوړه شوې وه .
دغه جرګه خپلې موخې ته ورسېده او حامد كرزى يې د لنډ مهالې ادارې مشر وټاكه .
دوهمه جرګه د اساسي قانو ن د تصويب په موخه له لومړنى يو كال وروسته راوبلل شوه او ټاكلې هدف يې ترلاسه كړ ، قانون تصويب شو.

درېيمه ، دافغانستان او پاكستان د امن ګډه جرګه وه چې د ۱۳۸۶ كال په زمري كې ترسره شوه ، خو نتيجه يې ورنه كړه .
او هغه ځكه چې ، ددغې جرګې په ترسره كېدو نه يواځې داچې په دواړو هېوادونو كې امن رانغى ، وضعيت نور هم خراب شو .
او دادى څلورمه جرګه د سولي ملي مشورتي جرګه ده چې ټاكل شوې ، د راتلونكې مياشتې په ۱۲مه پرانستل شي .

د جرګو د كاميابۍ او ناكامۍ علتونه :

لومړنى دوه جرګې ځكه بريالۍ وې چې د جرګې ګډونوالو موخه يوه وه او د بيلابيلو فكرونو ټول خلك تر يوه چترلاندې راټول و ، له بيرون سره كومه ستونزه نه وه .
همدارنګه دغو دوو جرګو دا توان درلود ، چې د اكثريت پرېكړه په اقليت ومني .
خو د افغانستان پاكستان ترمنځ د امن جرګه ځكه ناكامه وه ، چې هلته د جرګې يوبل اړخ وسلوال مخالفان وو او هغه د جرګې له خيمې بيرون پاتې وو.

له جرګې سره دا ځواك نه و چې خپله پرېكړه بيرون ته وغځوي او په مخالفانو يې ومني او نه ورسره دا توان و چې بيروني كسان د جرګې خيمې ته راولي.
نو له همدې امله ناكامه شوې .
څلورمه جرګه ، چې مشورتي نوم وركړل شوى دى ، سمه ده چې له مخالفانو سره د خبرو اترو او دې ته د يو ميكانيزم د جوړولو په اړه به په كې مشورې كېږي ، خو ناكامه به ځكه وي چې دا مشورې به څنګه عملي كېږي ؟

پوښتنه داده چې كه وسلوال مخالفان له دغو مشورو سره مخالفت وكړي ، جرګه بۀ ددې توان ولري چې هغوى را نرم كړي ؟ ځواب ( نه) دى .

دا خبره د بد بينۍ له مخې نه كوم ، خپله قراين هم همدا شاهدي وركوي .

تاسو به شاهد اوسئ چې د جرګې په ورځ به ، د جرګې خيمې ته تلونكې ټولې لارې وتړل شي ، امنيتي كسان به ګام په ګام ګوته په ماشه ولاړ وي ، نو تاسو ته به پوښتنه رامنځ ته شي چې دا ويره له چاده ؟

طبعي ده چې دغه ويره له هغو كسانو ده ، چې له هغوى سره د خبرو اترو لپاره په جرګه كې مشوره كېږي .
نو چې بې اعتمادى په دې كچه وي، څنګه به ذهن ومني چې د جرګې مشورې به بريالي وي ؟؟
ځينې كسان خلكو ته مصنوعي تلقين وركوي او د كندهار ، جلال آباد ، پغمان ، او ... جرګو مثالونه وركوي .
خو پوښتنه داده چې هغه شرايط له اوسنيو سره فرق نه لري ؟
وګوري !
كله چې په ۱۷۴۷ ميلادي كې د كندهار په شېر سرخ زيارت كې جرګه جوړه شوه ، نو ۹ ورځې يې دوام وكړ .
دغه جرګه د نادر افشار له مرګه وروسته ، د مشر ټاكلو په موخه جوړه شوه او بيا پير صابر شاه كابلي ته واك وركړل شو او هغه د غنمو وږى د احمد شاه بابا په پټكي كې وټومبه او ټولو پرې امنا كړه .
خو دغه جرګه نهه ورځې ، دخلكو په مخ خلاصه وه او لكه د كابل داوسنيو جرګو په څېريې فضا دومره ويرونكې نه وه .

د كابل د راتلونكې جرګې د پايلې په اړه ، يواځې يوه خاطره شريكوم :

د طالبانو واكمني وه ، هر اونۍ مو په شهر نو كې ادبي بانډار جوړاوه ، شعر ، كيسې په كې لوستل كېدې ، كره كتنې كېدى او په اخره كې چاى ، كيك او كلچې هم وې .

په هغه ورځ مې د ترور زوى له پېښوره راغلى و ، هغه له شعر سره هيڅ مينه نه درلوده .
خو ما نه دغه ميلمه يواځې پرېښودى شو او نه مې ادبي محفل قضا كولى شو .
له ډېرو خبرو وروسته مې راضي كړ چې ځان سره يې بوځم ، چې كله بېرته خپلې خونې ته راغلو نو ترې ومې پوښتل : محفل څنګه و ؟ خوند يې در كړ ؟
هغه وويل : په ټول محفل كې مې يو شى خوښ شو.
ما ژر و پوښتل : كوم شعر؟ كومه كيسه .
هغه په خندا وويل : كيك او كلچې !!
د كابل په مشورتي جرګه كې به هم خلك غوړ خوراكونه وكړي ، د يو څو كسانو جيبونه به ډك شي اونور به هرسړى په خپله مخه ځي .
محمد نعمان دوست ، كابل
د وري ۳۱مه
يادښت :
تبصرې وكړې او واقعيتونه بيان كړئ !