له ډنمارک څخه د تسلیت پیغام
20.04.2010 17:17په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د راډیو ټلویزیون پخوانۍ او نامتو ممثله او د هېواد د ډرام او تیاتر تکړه لوبغاړې انیسه وهاب د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون په کابل کې وفات شوې .( الله دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي ).
انیسه وهاب د نږدې څلویښتو کالو راپه دې خوا د افغانستان د ملي راډیو او وروسته بیا د افغانستان د ملي ټلویزیون او افغان فلم له لارې د دري تیاتر او تمثیل په کار کې صادقانه خدمت وکړ او د افغان تیاتر د یوې ستورې په توګه وځلېده . خدای بښلې انیسه وهاب د مرحوم استاد رفیق صادق تر نظر لاندې د تیاتر او تمثیل د ادارې په پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخیسته .انیسه وهاب د دري ډرام او داستان د یوې بې تعصبه هنرمندې په توګه د پښتو ډرام او داستان د لوړتیا ډېره لیواله وه ، هغې د خدای بښلي استاد ف .فضلي او ارواښاد استاد منان ملګري تر لارښوونې لاندې په څو پښتو تیاترونو او ډرامونو کې هم فعاله ونډه ترسره کړه او د پښتو څانګې ټول پخواني او تازه ممثلین د انیسې وهاب مړینه د ټول هېواد د تیاتر لپاره یوه لویه ضایعه ګڼي .
د خپلواکۍ فرهنګي مرکژ په دې توګه د ارواښادې وهاب له کورنۍ ، خپلوانو او د هېواد د تیاتر او تمثیل د سترې ټولنې له هرغړي سره خپله غم شریکي اعلانوي او په داسې حال کې چې خدای بښلې ته د لوی خدای له دریبار څخه د مغفرت هیلاه کوو ،د افغانستان د راډیو ټلویزیون د ډرام او داستان او د تیاتر ټولو غړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو
.الله دې د افغانستان د تیاتر او تمثیل د ټولو هنرمندانو مل شي .
په ټول درنښت
د خپلواکۍ د فرهنګۍ مرکز په استازیتوب
یوسف هېواددوست