د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انصاف او اعتدال لاره

ډاکتر کفايت الله وردګ 18.04.2010 11:27

ميوند خپرندويې ټولنې – سبا کتابخانې- په دې وروستيو کې يو شمېر کتابونه خپاره کړي چې په لنډ ډول يې د کتاب مينه والو ته ور پېژنو:

نيم نګاهی به تفسير مفاتيح الغيب

د عبدالغفور آرزو ليکنه

سپين کاغذ، ۵۵ مخه

 

لوېديځ ته څو رڼې رڼې خبرې

ليکوال : مولانا سيد ابو الحسن ندوي

ژباړن : جمال الدين عرفان

دا د مولانا سيد ابو الحسن ندوي  د هغو وينا وو ټولګه ده چې د اروپا د بېلابېلو هيوادونو په پوهنتونونو  او نورو ځايونو کې يې په لويو لويو غونډو کې کړې دي. په دغو ويناوو کې دلويديځوالو پر تېروتنو او نيمګړتياو مدلل بحثونه  شوي.

کتاب په ۲۰۰ مخونو کې په ښه صحافت او سپين کاغذ چاپ شوی،ژباړن هم هڅه کړې چې په روانه پښتو يې وژباړي چې تر ډېره پکې بريالی شوی.

  

د انصاف او اعتدال لاره

ليکوال : امام شاه ولي الله دهلوي

زپاړن : ډاکتر کفايت الله  وردګ

دا د مذهبي اخلاقو د بيان په اړه د شاه ولي الله د يوه په زړه پورې او ګټور کتاب ژباړه ده چې له دې وړاندې د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوی.

دغه کتاب په ۱۵۰ مخونو کې په سپين کاغذ او ښه صحافت چاپ شوی،د حقانيې مدرسې پخواني ناظم مولانا امرالله حقاني پرې سريزه ليکلې،نوموړی دسريزې په يوه برخه کې ليکي : دا کتاب د اوسني وخت د مذهبي اختلافاتو او نورو شبهاتو د کمولو لپاره ډېر ګټور اثر دی)

 

روزنيزه اسلامي روان  پوهنه

ليکوال : اسامه السائح

ژباړن : عبدالحکيم امل

عبدالحکيم امل چې په دې وروستيو کې يې يو شمېر ډېر په زړه پورې او ګټور عربي کتابونه پښتو ته ژباړلي دا دی يو ځل بيا يې يو داسې کتاب ژباړلی چې بې له شکه زموږ د وروسته پاتې ټولنې لپاره به له ګټو خالي نه وي.

په دې کتاب کې د ژوندانه  هر اړخ د اسلام په رڼا کې څېړل شوی او د انساني کرامت په اړه پکې ښې لارښوونې شوي.

کتاب اووه فصلونه لري چې هر فصل يې بېلابېل سرليکونه لري

 

معلومات عمومي

ترجمه وتاليف : دکتور کفايت الله وردګ

د داکتر کفايت الله وردګ دغه کتاب هم د نوموړي د نورو ډېرو کتابونو په شان په زړه پورې او ګټور دی،په دې کتاب کې د آبيڅو د رديف له مخې مالومات خپاره شوي.

لکه اسلام،ادب،لومړني،جنتري،ساينس،طب،سياست او نورو په اړه هغه څه پکې شته چې زموږ ځوان نسل ورته ډېره اړتيا لري.

  

کفري الفاظ او دهغو حکمونه

ليکوال : مفتي عبدالشکور قاسمي

ژباړن : ډاکتر کفايت الله وردګ

پ دې کتاب کې د هغو الفاظو په اړه د قرآن او حديثو په رڼا کې بحث شوی چې موږ يې د ټوکو په ډول په ورځنیو چارو کې کاروو او يا يې ويل څه باک نه ګڼو.

په دې کتاب کې ډېرې داسې خبرې او الفاظ ښودل شوي چې په ويلو يې سړی کفر ته رسېږي.

لوستل يې د هرچا لپاره ډېر ګټور دي.

 

د حضرت محمد د نبوت معجزې او د معراج ستره پېښه

ليکوال : بديع الزمان سيد نور سي

ژباړن ډاکتر کفايت الله وردګ

د ترکي عالم او ليکوال بديع الزمان سيد نورسي په دې کتاب کې د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد د ۳۰۰ معجزو په اړه  چې پر نبوت يې دلالت کوي خبرې شوي.

کتاب په ۲۱۳ مخونو کې په سپين کاغذ چاپ شوی.

 

دومين بيست مقاله یين

ليکوال : پروفيسور محمد حسين يمين

د فارسي ادبياتو په اړه دغه کتاب د موضوع د مينه والو لپاره معلوماتي کتاب دی،چې د خپلې اړتيا وړ مواد پکې موندلی شي.

په سپين کاغذ په ۱۹۱ مخونو کې چاپ شوی

 

 

برتن تنای تن

د دري ژبي شاعر سلطان سالار عزيز پور د ازادو شعرونو ټولګه ده چې په ۵۵ مخونو کې چاپ شوې.