د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملا عمر د سولې خبرو ته چمتووالى وښود

عبدالهادي حېران 18.04.2010 10:53

د برتانيې يوې سترې ورځپاڼې ادعا کړې چې د ملا عمر دوو نږدې ملګرو او د طالبانو مشرانو ورته ويلي چې ملا عمر د سولې خبرو ته چمتو دى.

 

The Sunday Times په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې دغه مرکه د شپې پر مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې د يو داسې افغان ژورنالست لخوا د کويټې شورا د دوو مهمو غړيو سره ترسره شوې چې دا ورځپاڼه پرې باور کوي او تصديق يې هم کړى دى.

 

د ورځپاڼې د راپور له مخې دغو دوو قوماندانانو ورته ويلي چې ملا عمر په افغانستان کې حکومت کول يا نور څه لاسته راوړل نه غواړي او چمتو دى چې د سولې په اړه خبرو ته کېني. ورځپاڼه د دغو قوماندانانو له خولې زياتوي چې ملا عمر او طالبان يې په افغانستان کې اسلامي شريعت او امنيت غواړي او جګړه د دې لپاره کوي چې بهرنۍ قواوې ايستلو ته اړ شي.

 

خو راپور وايي چې دې قوماندانانو دا خبره په سختۍ سره رد کړې ده چې ګوندې تر دې پخوا د طالبانو او دولت يا امريکايانو ترمنځ کومې خبرې شوې دي.

 

راپور زياتوي چې په دوى کې يو قوماندان وويل چې د مارجې له عملياتو يې زده کړه کړې او اخطار يې ورکړى چې په کندهار کې به عمليات هيڅ ګټه ونلري ځکه چې "مونږ په سيمه کې دننه، په حکومت، او په امنيتي ځواکونو کې خلک لرو. او عام خلک لدې امله په خارجيانو اتبار نه کوي چې خارجيان د جنګسالارانو او د هغوى د کرغېړنو کړنو ملاتړ کوي."

 

ورځپاڼه د يو امريکايي چارواکي له خولې ليکي چې که ملا عمر ريښتيا هم په افغانستان کې واک ته د رسېدو تمه پرېږدي نو هيله پېدا کېداى شي چې د دوى سره خبرې وشي خو په دې اړه لا تر اوسه څه نشي ويل کېداى چې ايا ولسمشر اوباما به خپله تګلاره بدله کړي که نه.

 

تراوسه پورې معلومه نده چې افغان دولت او امريکا په رسمي ډول دې نويو څرګندونه ته څه ډول غبرګون ښيي او په دې اړه هم څه ويل له وخته مخکې دي چې که ملا عمر ريښتيا هم خبرو ته کېناستل غواړي نو ايا پاکستان به دې کار ته زمينه برابر کړي که هغسې اقدام به وکړي چې د ملا برادر او د کويټې شورا د نورو غړيو پر ضد يې وکړ.