د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علي شینواري، د لوبغاړو سره به کرکټ چارواکې نور سفرونه نه کوي

کرکټ څانګه 17.04.2010 16:21

چمتوکوونکی: الهام یاسیني

ټول افغان د افغان کرکټ بورډ د مالي مسؤل علي شینواري سره د کرکټ بورډ د لګښت او عاﺉد په اړه خبرې اترې کړي.

                                                                             

عبد العلي شینوارې په ۲۰۰۳ز  کال کې د التقوی لیسه او تر ۲۰۰۶ز کال پورې  په پښتونخواه کې د پرسټن د پوهنتون څخه په مالي او اداري چارو کې زده کړې تر لاسه کړي، علي شینواري وايي چې په مالي سیستم کې یو کلن او شپږ میاشتني کورسونه هم ویلي.

 د کرکټ بورډ څخه له مخه علي شینواري د معارف په وزارت او دافغانستان د تعلیمي پروګرامونو د جوړولو په مؤسسه کې دندې کړي دي.

علي شینواری د کرکټ د اسیاﺉې شورا سره ژمنه کړي چې نور به د ملي لوبډلې سره اداري مسؤلین سفر نه کوي او د کرکټ بورډ اضافي مصارفو ته به د پای ټکی کیدي.

شینواری وايې چې زما له راتګ څخه له مخه په کرکټ بورډ کې هیڅ مالي سیستم لیکلي قرادادونه او مالي بنسټ وجود نه درلود، ښاغلی وایي چې تر ډیره مې د بورډ د مالي سیستم بنسټونه جوړ کړي او اوس به د هر مصرف شوی غیران حساب معلوم وي چې چا او چیرته مصرف شوی دی.

علي شینواري د لوبغاړو د څلورو میاشتو د نه ورکړل شوي تنخواه په اړه وویل چې د کرکټ نړیوالې شورا ورته د دې کال مصارف تر اوسه نه و رالیږلي چې د لوبغاړو او نورو مسؤلینو تنخواګاني يې ورکړي وی او د مالي د وزارت یو لک ډالر مو د ملي لوبډلې په تمریني کمپونو،سفرونو او ټورنمټونو مصرف کړل ځکه هغه د هر څه نه موهم و. خو نن یې د ټول افغان سره ژمنه وکړه چې پیسې راغلي او د هر لوبغاړي بانکي حساب ته به د هغه تنخواه ورولیږی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کرکټ بورډ عاﺉد اوس سومره دی؟ شینواري وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ ته د اسیا او نړیوال کرکټ شورا په ۲۰۱۰ز کال کې شپږ لکه ډالره ورکو او تر اوسه د کرکټ بورډ عاید یو میلیون او دوسوه زرو ډالرو ته رسیږي خو هیله ده چې په دې کال کې به دوه میلینو ډالرو ته ورسیږي.

شینواری وايې چې نړیوالې شورا ورته دغه پیسې د کورني کرکټ د ودې، په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ او د لوبغاړو د غوره لوبو تکتیکونو د تمرین لپاره ورکړي. د بورډ د مسؤلینو او لوبغاړو ړ تنخواګانو ژمنه دولت کړې چې هر کال به څلور لکه ډالره د مالي وزارت ورکوي، شینواری وايې چې په کابل او ولایتونو کې ټولې تنخواګانې په کال کې درې لکه ډالرو ته رسیږي. د کرکټ بورډ نوې  ادارې فیصله کړي چې هر څوک د کرکټ بورډ څخه تنخواه اخلي کار به يې هم ارزول کیږي او هر هغه څوک چې ښه نتیجه یې نه لرله له دندې به ګوښه کیږي.