د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وخت مديريت اړوند: دريمه ژباړه

انبيا ژمن 17.04.2010 10:13

سريزه: وخت يو له ډېرو ارزښتناکو نعمتونو څخه دى چې يوې دقيقې پلان جوړونې ته اړتيا لري. هغه وګړي چې پرېکړه کوي د خپل ژوند د بېلابېلاو چارو د ترسره کولو لپاره وخت ترتيب کړي، بايد ځينو بنسټيزو ټکو ته يې پام وي:

1. له ‌طلا څخه د وخت د ارزښت مفهوم ته ډېره پاملرنه
2. د وخت ورانوونکو عواملو له منځه وړل
3. د خت وېشل او بېلول
4. د ژوند د چارو موخه ټاکنه
5. د ژوند د کړنو او پلانونو ترتيبول
6. د پلانونو د اجرا لپاره هوډ او تکل

له ارزښت څخه ډکه خبره دا ده چې له يادو شوو ټکو څخه هر يو له بله سره اړيکه لري او يوه ټکي ته پاملرنه او د بل ټکي په اړه بې پروايي نشي کولى د ژند په چارو کې وګړى برياليتوب ته ورسوي. نو په دې بنسټ اړينه ده چې ټول ذکر شوي ټکي په پرله پسې توګه بايد په پام کې ونيول شي تر څو وروستۍ او مطلوبه پايله ترلاسه شي. د ژوند په ټولو چارو کې د هر وګړي لپاره وخت له سرو زرو څخه ډېر ارزښت لري. د ژوند ثانيو ته ارزښت ټاکنه، د کنټرول او د وخت د مديريت په لار کې تر ټول بنسټيز ګام بلل کېږي او دا وخت ته د پام اړولو په مانا ده. د دې موضوع د ځانګړولو او رښانولو لپاره چې تاسو د وخت ارزښت درک کوئ که نه، دې پوښتنې ته ځواب وواياست چې آيا خپل وخت او زمان ته واقعاً ارزښت ورکوئ؟ او دلايل يې د ځان لپاره څرګند کړئ.

دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره اړينه نه ده چې ډېر يې په اړه فکر وکړئ، بلکه هغه ورځني واقعيتونه چې تاسو ورسره مخ ياستئ په پام کې ونيسئ او يادداښت يې کړئ تر څو د ځان پېژندنې يوه لومړنۍ پوهه ترلاسه کړئ. ارزښتناک ټکى دا دى چې د ژوند د چارو لپاره د پلان جوړونې چاپېريال ته له ننوتو مخکې، لومړى بايد د وخت او زمان ځانګړتياوې وپېژنئ چې په دې اړه کولى شو ووايو: وخت يوه ځاني ځليزه (پديده) ده او يواځې تاسو د هغې لګوونکي ګڼل کېږئ، نو په دې بنسټ هېڅ څوک نشي کولى د بل وګړي پر ځاى د هغه له وخت څخه ګټه پورته کړي. له بلې خواه، وخت ورکوونکى او ذخيره کېدونکى پور نه دى او وګړي په يوه شان له هغه څخه برخمن دي. نو په دې بنسټ له وخت سره د چلند يواځينۍ لار له هغه څخه سمه استفاده ده. کولى شو ووايو چې وخت د بدلون وړ نه دى، نو ځکه نه اوږدېږي او نه لنډېږي.

د وخت د نړېدو عوامل
وخت له درې ډوله ورانېدونکو عواملو سره مخ دى چې له دې جملې څخه د وګړي ناسم عادتونه، د وخت د وراندېدو له تر ټولو مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. تجربې ښوولې ده چې د څو ډوله ورانوونکو عواملو په کنټرول سره کولى شو د بېلابېلو ناورينونو مخه ونيسو. د وخت د ورانوونکو عواملو د پېژندلو لپاره، اړينه ده چې د خپلوتګلارو او د هغو د سرچينو څېړنې او مطالعې ته مخه کړو او شته ناورينونه په ګوته کړو.
د وخت د ناورينونو د پېژندلو لپاره د ورځنۍ عملکړنې څېړنه يوه له وړ لارو څخه ګڼل کېږي چې په دې هکله وګړى کولى شي د خپلې ورځنۍ عملکړنې په يادداښت او د ورځو، اونيو او مياشتو په اوږدو کې د هغې په شننې او څېړنې سره شته ستونزې په نښه کړي. لکه څنګه چې وويل شول، د وخت د ورانوونکو ناورينونو پېژندل، د مبارزې په لار کې يو بنسټيز ګام دى او مهم ټکى دا چې د دې عواملو پېژندل کولى شي د حل د لارو ځينې برخې هم روښانه کړي.
د هغو وګړو د چلند او خوى اړوندو ناورينونو د مبارزې لپاره چې وخت له منځه وړي، غوره لار د يوه همېشني ځاني انظباط رامنځ ته کول دي چې په دې لاره کې د تدريجي بدلونونو د رامنځ ته کېدو موجب کېږي. له هغه ځايه چې ناوړه عادتونه په تدريجي ډول رامنځ ته کېږي او بشپړېږي، د وخت د له منځه وړو سبب کېږي، نو ځکه د دې ډول عادتونو بدلون هم د وخت په اوږدو کې امکان لري.

د وخت مديريت تګلارې
د وخت د مديريت په برخه کې بل مهم ټکى دا دى چې وګړي بايد د وخت ارزښت درک کړي او د وخت برخې په ښه توګه وپېژني. د وخت د پېژندلو لپاره وګړي بايد د عملي تګلارو په کار اچولو لاس په کار شي چې له دې جملې څخه لانديني موارد له ارزښت څخه ډک ګڼل شوي دي.

• د وخت وېشل او بېلول
• د لومړيتوب له مخې د ژوند د چارو ټاکل
• د وخت رغول او له وخت څخه د ګټې اخيستنې موده

د وخت د بېلولو او وېش په برخه کې د يوه وګړي لپاره اړينه ده چې په يوې ورځې، اونۍ او يوې مياشتې پورې تړلي وختونه په څرګند ډول روښانه کړي. د دې وختونو ځانګړول د وګړي لپاره د اضافي وخت د رامنځ ته کېدو سبب کېږي. د وخت د وېشلو په لومړي ګام کې بايد ځانګړې شي چې وګړى په يوه اونۍ کې څو ګړۍ د مطالعې، خوب، تګ او راتګ، شخصي نظافت او ډوډۍ خوړلو لپاره لري او تش وخت يې څومره دى او په همدې برخه کې وګړي ته اړينه ده چې د يوې ورځې، يوې اونۍ، يوې مياشتې، دريو مياشتو او شپږو مياشتو د نظر وړ کارونو د ترسره کولو لپاره يوه قاعده او د خت ځانګړى معيار ولري. نو په دې بنسټ د وخت له وېشلو څخه موخه دا ده چې پوه شئ، په ټوليز ډول ستاسو وخت څنګه لګېږئ او له کومو برخو څخه کولى شو وخت کم کړو او د هغې پر ځاى د دې وخت لپاره نور پلانونه وټاکو.

د بېلګې په ډول، فرض وکړئ تکل مو کړى دى چې د ځان پېژندنې د آزمېيښت په يوه لويه پېچلې سيالۍ کې ګډون کوئ، بايد له همدا اوس څخه وخت تر خپلې څېړنې لاندې ونيسئ او پوه شئ چې وخت يوه په سترګو نه لېدونکې پانګه ده. بايد پوه شئ چې خپل ورځنى، اونيز او مياشتنى وخت څنګه تېروئ، د ځان پېژندنې د آزمېيښت په لويه پېچلې سيالۍ کې د برياليتوب لپارپه څه ډول هغه بايد ووېشئ، ډېرى وګړي په بېلابېلو سياليو کې د برياليتوب لپاره د ډېرو لګښتونو زغم ګالي، ولې يوه مهم اصل يعنې د وخت د آزمېيلو مديريت ته پاملرنه نه کوي. له بلې خواه، ځينې وګړي پلان هم جوړوي، نو د دوى پلان جوړونه له عملي ستندردونو سره مطابق نه ده او کېداى شي په آزمېيښت کې يو د ماتې له دلايلو څخه يې همدا وي.

وروستۍ خبره
تاسو خپله چې د دې مفاهمو د لوستلو په حال کې ياستئ له خپلې پانګې او وخت څخه په کومه اندازه باخبره ياستئ؟ د دې لپاره چې له دې امر څخه باخبره شئ، له ځنډ پرته دې پوښتنو ته ځواب ووايئ، البته هڅه مه کوئ چې محاسبه وکړئ.

1. يوه اونۍ څو ګړۍ ده؟
2. په يوه اونۍ کې څو ګړۍ طبيعي خوب لرئ؟
3. په يوه اونۍ کې څو ګړۍ تګ او راتګ کوئ؟
4. په يوه اونۍ کې څو ګړۍ د خوړو په خوړلو لګوئ؟
5. په يوه اونۍ کې څو ګړۍ خالي وخت لرئ؟
6. په يوه اونۍ کې څو ګړۍ مطالعه کوئ؟
7. په يوه اونۍ کې څو ګړۍ خپل ځاني پاکوالي ته ځانګړې کوئ؟