د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران او اسرائيلو په اړوند جالبې خبرې

حبيب الله غمخور 16.04.2010 02:09

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

 

روسيه دامريکا اواسرائيلوله هغوطرحوخبره ده چي غواړي ايران بمباردکړي  .

ريانوستي  خبري اژانس،1389 / 01 / 23

دروسيې دوسله والو ځواکونودلوي درستيزله ادارې نه  خبرترلاسه شوی چي دوي پر ايران باندي دبمباريو له هغې طرحي نه خبر دي کوم چي دامريکااو اسرائيلولخوا دورستی چاري په توگه سنجول سوېده .

 مگردروسيې سر قوماندانۍ له نظره داداسي يونامعقول کار دی چي جوازنلري  .

دغه مطلب ددوشنبې په ورځ دريانوستي په جوړ سوی مطبوعاتي کنفرانس کي  دوسله والو ځواکونولوي درستيز جنرال ((نیکلای ماکاروف))  لخوا اعلان سو.

نومړې يادونه وکړه چي ددغه بمباردمان څخه دامريکا اواسرائيلوله وروستۍ چارې په توگه  يادونه سوې .

 ديوبل خبرله مخې  په همدې ورځ دروسيې ولسمشر  ميدويدوف څرگنده کړه چي داسرائيلو لخوادايران پر خلاف علميات ممکن اتومي جنجال رامنځته کړي .

دريانوستي خبري اژانس لخواپه همدې ورځ دهمدې مسلې په اړونددروسيې دولسمشر څرگندونې پدې ډول خپرې سوي  :

مسکو،د۱۳۸۹ ل  کال دحمل ۲۳

 

ميدويدف :  دايران پر خلاف داسرائيلو پوځی عمليات کېداي شي د يوې  هستوی لانجې  لامل شي .

دروسيې ولسمشر ښاغلي  دميتري ميدويدف اسرائيلوته لارښودنه وکړه چي دايران پر خلاف دوسله والو عملياتونه ډډه وکړی ،ځکه کېداي سي داکاردهستوي وسلونه په استفادې سره نړيوال ناورين رامنځته کېدو لامل شي  .

نوموړي دان بې سي نيوز((АВС News))  امريکايي تلويزيوني شبکې ديوسوال په ځواب کي وويل داچي داسرائيلو پوځی عمليات به کومه راتلونکې ولري چي ددې خبري شبکې دکارمندانوپه باورددي کال ترپايه بايد ترسره شي،هغه  تاکيدوکړ ((  چي دادمسلې دحل ناوړه اوډيره بده چاره ده،لومړی خوهره جگړه دبې گناه اوملکي  وگړوودوژلو لامل گرځي .دوهم په نږدې ختيځ کي جگړه په څه معناده؟ پدې سيمه کي ټول داسي يودبله سره نږدې دي چې له هغه نه ليري نشې کښېناستی .

دروسيې ولسمشر اعلانکړه  که چيري داسي جنجال پېښ اوجگړه پيل سي دهرڅه انتظاربايد ولرو،حتا دهستوي وسلو استعمال . مگردهستوی وسلو استعمال په نږدې ختیيځ کې يوه نړيواله فاجعه ده چي له زيات تلفاتوسره  به مخامخ وي . 

ښاغلي دميتري ميدوېدف دغه سوال  چي اياهغه داسرائيلودپوځي عملياتودپيل  په هکله ډاډمن دي بي ځوابه پرېښود.

هغه وويل (( زه دهغوپرېکړوپه اړه مطمين يم کوم چي زمادصلاحيت په ساحه  کي دي ،داسرائيلو دولت خپل سياست په  خپله ټاکي . موږ داسرائيلو له ولسمشر اولومړی وزيرسره ښه روابط لرو،مگرهغوي خپلواکه عمل وکي ،بايد څرگنده کړم چي  کله ناکله دځينو مسائيلوپه وړاندي  هغوي انعطاف ناپذيراوخشن موقف غوره کوي .))

دهغه په ويناپدې ورستيوکي امريکاهم پدې  پوه سوېده.

ويل کېږي  تراوسه دامريکا اواسرائيلوترمنځ دفلسطين په خاوره کي  دښارگوټي دجوړېدوپر مسله اختلاف ددوي ترمنځ  پداسي ناحل سوی حساس بحث  بدل سوی ،چي دفلسطينيانوسره دخبرودپيل مانع گرځېدلی دی.

دروسيې ولسمشر اعلان کړه چي (( دامريکاسره دبې پردې اوروڼوخبروسره بياهم داسرائيلو دريزتغير ندی کړئ .

موږ هم طبعي ده چي ددوي سره خبري کړي ،زه ولې اوس دې مسلې ته گوته اشاره کوم ؟ ځکه کېداي سي  دهر ي ناوړه پېښه وړاندوينه وسي . مگر دټول نږدې ختيځ لپاره دامسله يولوي مصيبت اوبشري ناورين دی  چي يوازي په نږدې ختيځ کي ښکيل نه پاته کېږي .))

ښاغلي ميدويدف وويل ،تاسو فکروکړی که داپېښه په ايران کي وسي دټولي سيمي لپاره به څومره خطرناکه وي  ؟ لومړۍ به په  ايران کي چي مختليف قومونه ژوندکوي په يوه لويه کچه  جبری مهاجرت  پيل سي . داخلک به چيرته ولاړ سي ؟دايران زيات خلک به  چي آزربايجاني رېښه او خوني اړېکي لري  هلته ولاړسي چي زموږ گاونډ دی .

دروسيې دولسمشر دپورته څرگندونوپه اړوند يوه ورځ  وروسته دحمل پر ۲۴ مه دريانوستي خبري اژانس لخواداډول غبرگون خپورسو:

...........................

ښاغلي ميدويدف په نږدې ختيځ کي دهستوی جگړې دپېښېدوخبري کوي

ريانوستي

16:38 | 1389 / 01 / 24   

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

په گزيتارو ((http://www.gzt.ru/)) ويب پاڼه په يوه مقاله کي دې ټکي ته اشاره کوي چي د(( АВС News)) سامريکايي تلويزيوني شبکې سره ددوسشنبې دورځې دڅرگندونوپه اړوند وايي چي دهغه هدف داوترڅو ايران پدي پوه کړي چي له نړيوال صبراوحوصلې نه ناوړه استفاده ونکړي ،خو ځين بياوايي چي دهغه موخه داوه څرگنده کړي چي ايران هستوي وسلې لري ..

په مقاله کي دې ټکي  ته  اشاره سوي  چي تراوسه پدې کي هيڅ  شک نسته  چي ايران هستوي وسلې نلري . په همدې خاطرکي اسرائيل د هستوي بم نه درلودونکي   ايران  باندي  اټومي  بم داستعمال نه استفاده وکړي کاملأ غيرواقعي معلومېږي  . په نړيوال برېښنا جال کي دروسې په نامه مجلې مدير  (( فدور لوکیانوف ))  پدي باوردی که چيري داپېښه وسي داسرائيلو يهودي دولت به تنهاپاته سي .اصولأ اسرائيل ولي بايد داسي کار وکړي ؟همدا اوس يوازي دايران داټومي تاسيساتوله منځه وړلومسله مطرح ده . اسرائيل  يوازي دجواب ورکولوپه وخت داټومي بم له استعمال نه استفاده وکړي ،پدې خاتردميدويدف خبري تعجب اوري دي .

ددې مقالي په يوه برخه کي دلوکيانوف له خولې ويل سوی چرښتياخوداده چي داسرائيلو لخوااټومي بريد اصولأ شونۍ دی . طبعأ دامريکا او اسرائيلو ددقاع وزارت  ممکن داسي پلان اوطرحه ولري . هغه وويل پدي نږدې وختوکي دامريکا اواسرائيلو لخواپر ايران دحملې امکانات ډير ناچيزدي . اوداچي داحمله به هستوی حمله وې  دصفرترکچې  کمه ده . مگر ميدويدف  غواړي ايران پتوجه کړي چي نړيواله ټولنه يوازي دبنديزونو لگولودامکاناتونه برخورداره  ده. دروسيې ولسمشرغواړي ايران ته څرگنده کړي چي دنړيوالي ټولنې صبراوحوصله ممکن پاي ته ورسېږي .

دبلې خواپدي مقاله کښي  دنړيوال اقتصادي انستيتوت  دبين المللي امنيتي مرکزاودروسيې  دعلومو اکاډمی دنړيوالواړېکو رئيس (( الکسی آرباتوف)) خبروته اشاره سوې ليکي ،هغه هم پدې باوردی چي داسرائيلو لخواپر ايران  اټومي بريد به يو جوابيه بريدوي . ولي ممکن ښاغلي ميدويدف دپټومعلاماتوله مخې په دې خبروي چي   ايران  په  هستوي  وسلوسمبالېږي  .

هغه وويل که داسي وي حالت دير جدي دئ .پدي ورستيو څوکلونوکي ايران اومسکوداخبره کوله چي دايران هستوي پروگرام يوازي دسوله  ايزوموخولپاره دی .روسيې څوکرته داخبره په جارويل چي دوي داسي اسناد پلاس کي نلري چي گويا ايران  دهستوي وسلوپر جوړوېدواخته دی . پدې خاطرکه داسي شکونه راپيداسي ، نودداسي مسلوپرسر به بحث راپورته سي کوم چي دنړيوال سياست پرټول بهيربه تاثير و ښندي .

دژباړونکي يادونه :

داڅرگندونې پداسي شپو او ورځوکښي کېږي  چي دامريکا لخوادنۍ ۴۷ هيوادومشرانوته په واشنگتن کښي داټومي وسلودساتنې اومصونيت  پر مسله باندي دخبرولپاره بلنه ورکړه سوې ده.

پدې ورستيوکښي چي نړيوال مناسبات له زياتوکړکېچونوسره مخامخ دي او دوستانه اړېکي دهرې ورځي په تيرېدوسره يوځل بياخپل ځاي سياليواوزورښودنوته پرېږدي  ډيره حياتي مسله ده چي دهستوي وسلو داستعمال،توليد اوسوداگری پر خلاف په نړيواله کچه کوټلي گامونه پورته اودنړيوال سولي اوامنيت په خاطر نړيوالوته عملي تظمينونه ورکړل سي  اودملگروملتودسازمان امنيت شورالخواد جمعی وژونکووسلوپر توليداو ستعمال باندي کلک بنديزونه ولگول سي .

اسرائيل اويابل هيوادته داحق ورنکړه سي  په هيڅ صورت (جوابيه اويالومړی )دهستوي وسلې استعمال ته لاس  کړی  .په نړيواله کچه ټولې ذات البيني مسائل اواختلافات که دسوله يزو خبرواونړيوالوکنفرانسونوپه مرسته حل سي دټول بشريت لپاره به گټوره خبره وي .

زموږ دهيواداوسيمي لپاره په هستوي وسلودايران سمبالېدل دلوې گواښ  په توگه ناوړي پايلي لري ،موږ بېله هغې هم داټمي وسلودرلودونکوهيوادوپه منځ اونړيوالوسيالوپه ډگرکي ژوندکوو. 

د هستوي وسلې نه پاکي نړۍ په هيله . غمخور