د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برتانيه په ملي اردو او حکومت کې د پښتنو له کمې ونډې سر ټکوي

خبري څانګه 13.04.2010 10:30

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ په یوه اوږده ليکنه کې په افغانستان کې د جګړې پای ته د رسولو په موخه وړانديزونه کړي دي چې په کې په ملي اردو او واک کې د پښتنو په ځپلو او کمه ونډه یې سخته نيوکه کړې ده او د مشکل یوه ستره برخه یې ګڼلې ده.

ميلبنډ په خپله ليکنه کې - چې په نيويارک ريوو اف بوکس کې خپره شوې ده - په ۱۹مه پېړۍ کې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو ماتې يادي کړي دي او ويلي يې دي چې بايد په سيمه ييزه کچه ستونزو ته حلونه ولټول شي.

ميليبنډ منلې ده چې د بون په پروسه کې پښتانه له واکه بې برخې کړای شول او څومره چې لازمه وه هغومره واک ورنکړل شو چې وروسته د ستونزو لامل وګرځېد. نوموړی په دې باور دی چې د می په مياشت کې کېدونکي د سولې جرګه ښه پروسه ده او بايد بريالۍ کړای شي.

ميلبينډ افغان پوځ ((له پښتنو پرته ملي اردو)) بللې ده او ويلي يې دي چا دا کار د پاکستان تشويش هم راپارولی دی ځکه دا ډول اردو د هندوستان په ګټه ده.

د ميلبينډ له څرګندونو ښکاري چې برتانيه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پروسې ملاتړ کوي. ميلبينډ ويلی دي د ستونزو یواځینی حل مخالفينو سره خبرې دي.

ميلبينډ غوښتي دي چې د ستونزو یو اساسي حل دا دی چې ګاونډيان باید د افغانستان د خپلواکي ومني او درناوی یې وکړي.

د ميليبنډ په ليکنه کې هغه څه راغلي دي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسي يې افغانان غوښتنه کوي. پوښتنه به دا وي چې دا ډول سيستم او اردو چې همدې بهرنيانو رامنځ ته کړې به څنګه په یو دا ډول سيستم بدل شي چې بهرنيانو پخپله رامنځته کړی دی او ايا اوس به دوی په دې وتوانېږي چې په افغانستان کې عادل او منصف سيستم، اردو او پولیس چې د جنګسالارانو پر ځای د افغان ولس ګټي ساتي رامنځ ته کړي!

ميليببنډ ليکلي دي چې ولسمشر کرزي ژمنې کړي دي چې فساد به له منځه وړي او نړۍ به یې افعالو ته ګوري، اقوالو ته نه. همدا فارمول به افغانان د ميليبنډ څرګندونو ته هم کاروي او ګوري به چې د نوموړي په ليکنه کې راغلي خبرې تر کومه ځايه عملي بڼه غوره کوي.

د ميليبنډ ټوله ليکنه په انګليسي ژبه دلته لوستلای شئ.

په نيويارک ريوو اف بوکس کې ليکنه په لاندې لينک لوستلای شئ:

How to End the War in Afghanistan