د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرچينه: ملا برادر په پاکستان کې د ډېر سخت تعذيب لاندې دی

خبري څانګه 13.04.2010 11:42

ټول افغان.کام ته په کابل کې باوري سرچينو ويلي دي چې د طالبانو د غورځنګ د مشرتابه مرستيال ملا عبدالغني برادر چې موده مخکې پاکستان د کراچۍ په ښار کې ونيوه د ډېر سخت تعذيب لاندې دی.

سرچينه وايي چې ملا برادر له لومړۍ ورځې راهيسي د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ايس آی په ولکه کې دی او تحقيق ورسره روان دی. سرچينه د ملا برادر د ملګرو له خولې چې ورسره بنديان شوي وو او اوس خوشي شوي دي وايي چې ملا برادر د پاکستان په بند کې ډېر په تکليف دی او په دوامداره توګه ربړول کېږي.

افغان دولت له پاکستان څخه غوښتي و چې ملا برادر او نور نيول شوي طالبان وروسپاري خو پاکستان لومړی افغانستان سره هوکه کړې وه خو وروسته انکاري شو. د شنونکو په باور پاکستان کوښښ کوي له دې لارې له امريکايانو پيسې او مرستې وشوکوي او په طالبانو کې خپل اغېز ته دوام ورکړي.

ملا برادر د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستيال و. په افغان دولت کې جګپوړو چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي دي چې د ملا برادر په نيولو پاکستان د افغان دولت او طالبانو تر منځ روانې کړای شوې خبرې خرابې کړې او دا کار یې قصدا کړی دی چې طالبان د پاکستان له اجازې پرته د سولې بهير ته زړه ښه نه کړي.

افغان چارواکي وايي چې ملا برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي چې موده مخکې پاکستان ونيول افغان دولت سره خبرو ته زړه ښه کړی وو.