د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکايي چارواکي: پاکستان ځينې طالب مشران خوشې کړي دي

عبدالهادي حېران 11.04.2010 09:50

معتبرې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپل يو تازه راپور کې د امريکا د استخباراتي چارواکو له خولې ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې ايي ايس ايي ځينې هغه لوړپوړي طالب مشران پريښي دي چې د ملا برادر تر نيول کېدو وروسته يې په کوټه، کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې نيولي وه.

 

راپور زياتوي چې امريکايي چارواکو ورته ويلي دا خبره د دې ثبوت دى چې ايي ايس ايي اوس هم په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو سره پاخه روابط لري او په دې توګه غواړي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپل لاس لاندې حکومت منځته راولي.

 

راپور ليکونکي په دې اړه د ځينو پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي خو هغوى دا خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان ايي ايس ايي د امريکا د سي ايي اى سره يو ځاى د طالبانو پر ضد عمليات کوي او په دې اړه کومه پټه تګلاره نه لري. مګر راپور د امريکايي چارواکو له خولې بېرته وايي چي دغه خبره سمه نده او پاکستان په ښکاره چې څه کوي پټې تګلارې يې د هغې برعکس دي.

 

ملا برادر، چې تر ملا محمد عمر وروسته د طالبانو تر ټولو لوړپوړى مشر ګڼل کېده، څه موده وړاندې د سي ايي اى او ايي ايس ايي په ګډو عملياتو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول شو. وروسته پاکستان څو نور لوړپوړي طالب مشران هم ونيول. هغه وخت پاکستان او امريکا دا نيونې د يو لوى بري په توګه ونومولې خو وروسته د ملګرو ملتونو او افغان دولت چارواکيو په ډاګه کړه چې پاکستان ملا برادر او نور مشران د دې لپاره ونيول چې ورسره د سولې لپاره د روانو خبرو مخه ونيسي.

 

بلخوا د هلمند والي ګلاب منګل په يو مطبوعاتي کنفرانس کې ژورنالستانو ته خبر ورکړ چې په لښکرګاه کې يې د يوې اطالوي موسسې اطالوي او افغان کارکوونکي په دې تور نيولي چې د طالبانو سره يې لاره لرله او د هغه د وژلو پلان يې جوړ کړى و. د والي او ځينو نورو سرچينو په وېنا د نيول شويو کسانو سره ځانمرګي واسکټونه، نورې وسلې، نقشې، او څه ويډيوګانې هم نيول شوې دي.

 

د چارواکيو په وېنا د امرجنسي په نامه دې ادارې کارکوونکو د څو لکه ډالرو په بدل کې پلان جوړ کړى و چې په لښکرګاه کې به ځانمرګى بريد کوي او کله چې والي روغتون ته د ټپيانو د کتلو لپاره ورشي نو هلته به يې له منځه وړي.

 

د ايټاليې دولت په خپل غبرګون کې ويلي چې د دې پلان په اړه ورته ويل شوي او د هر هغه چا پر وړاندې سخت اقدام کوي چې د ترورستانو سره لاره لري. مګر په کابل کې د امرجنسي مشرانو ويلي چې دوى ته اجازه نه ورکول کېږي د خپلو کسانو سره تماس ونيسي او پوه شي چې ستونځه څه ده.