د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوېت چارواکو له پنځوسو زيات د کرکټ مينه وال افغانان زنداني کړي دي

خبري څانګه 09.04.2010 22:47

د کوېت پوليسو تر پنځوسو زيات بې ګناه افغانان چې نن د افغانستان او نېپال د کرکټ لوبډلې سيل ته تللي وو نيولي او د زندان د تورو تمبو شاته یې اچولي دي.

له کوېت څخه یو شمېر افغانانو چې ټول افغان ورسره اړيکي ونيولې د تيلي فون په ليکه وويل چې احمدی پوليس چوڼۍ کې شل او په یوه بله چوڼۍ کې یو دېرش افغانان زنداني دي. معلومه نه ده چې په نورو چوڼيو کې به څومره افغانان بنديان وي خو لومړي رپوټونو ويلي و چې تر اويا زيات افغانان کويتي پوليسو د افغانستان اونېپال د لوبې له پای ته رسېدو څخه وروسته زندان ته اچولي دي.

د دې افغانانو د جرم تور نه دی معلوم او پوليس دې کسانو ته نه وايي چې ولې بنديان دي او د څه لپاره ورسره څېړنې روانې دي.

یو کوېت مېشتي افغان ټول افغان ټکی کام ته وويل چې د ډېر شمېر افغان سيل کونکو موټرې چې دوی د سړک په غاړه ودرولي وې هم پوليسو پورته کړي دي او د تاوان ورکولو وروسته به یې بېرته دوی ته ورکړي. موټرې ځکه پوليسو وړي دي چې د لوبغالي شاوخوا د موټرو ودرولو مناسب ځایونه نه و او سيل کونکو موټرې په داسې ځایونو کې ودرولې وې چې د ښاروالۍ له خوا د موټرو ودرولو نښې پرې نه وې وهل شوې.

د افغانستان سفارت د نيول شوو افغانانو له ستونزې خبر شوی دی او کوېت مېشتو افغانانو ته یې ډاډ ورکړی دی چې د کويتي چارواکو سره یې اړيکي نيولي دي او هغوی ورته د افغانانو له نيولو انکار کړی دی.

په نيول شوو افغانانو کې داسې ويره شته دی چې هسې نه دوی د امنيت په ګډوډولو او بې اجازې غونډې کولو په تورونو او يا هم تروريزم ته ورته تورونو محاکمه نه شي ځکه کويتيان د کرکټ سره بلد نه دي او هسې نه چې د دوی د کرکټ سيل کول بل ډول وپېژني.

د يادونې ده چې په کوېت کې د کرکټ د آسيايي شورا د ۲۰۱۰ کال ايليټ جام له ډېرو ستونزو ډک او لکه چې تمه وه هغسې پای ته ونه رسېد.

د بحرين هېواد د ويزو نه ترلاسه کولو له کبله له سيالۍ پاتې شو او کرکټ یې ستر ګوذار وخوړ په داسې حال کې چې د هانګ کانګ، نېپال او افغانستان یو شمېر لوبغاړو هم ويزې ترلاسه نه شوې کړای. دا ډول ستونزې د آسيايي شورا او د کوېت کرکټ بورډ روښانه ناکامي ده.

په لوبغالو کې د امنيت په ټينګولو او نظم ساتلو کې هم د کوېت د کرکټ بورډ پاتې راغی چې ډېری وخت یې د لوبو خوند خراب کړ او د لسګونو افغانانو بندي کېدل یې ښه بېلګه ده.

د کرکټ د آسيايي شورا مشر بنډولا ویلي دي چې دوی به دې ستونزو ته په راتلونکې کې پام وکړي او کوښښ به وکړي چې بيا تکرار نه شي. خو په دې کې شک نشته چې د کوېت کرکټ بورډ د دې سيالۍ په سم سرته رسولو کې پاتې راغی او په راتلونکې کې په کوېت کې دا ډول سياليو ترسره کولو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.