د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان قومي اسامبلې د اساسي قانون تعديلات ومنل چې د خيبر پښتونخوا نوم هم په کې شامل دی

خبري څانګه 08.04.2010 15:55

د پاکستان قومي اسامبلې - ولسي جرګې - د دې هېواد په اساسي قانون کې وړانديز شوي بدلونونه ومنل چې د ۱۸م بدلون په نوم يادېږي.

په ۱۸م بدلون کې دا هم راغلي دي چې د صوبه سرحد نوم به په خيبر پښتونخوا اړول کېږي.

د پاکستان قومي اسامبلې د غړو په اتفاق ۱۸م بدلون منلی او اوس به دا بدلون سنا یا مشرانو جرګې ته د منلو لپاره وړل کېږي.