د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا غږ او اواز يو شى دى كه توپير لري؟

سيدنظيم سيدي 08.04.2010 14:13

په دې كې شك نشته، چې پښتو ژبه يوه ځان ساتې او د پښويې(ګرامر) له مخې خورا بډايه ژبه ده؛ ځكه كه د پښتو ژبې د پښويي پراخوالې او ځان ساتنه نه واى؛ نو اوس به د حالاتو اړو دوړ لا وختي دل و دول كړى واى؛ خو دا چې څوك ورته كار نه كوي هغه جلا مساله ده.
په هر حال زموږ آره موخه په پورته سرليك باندې بحث كول دي. تاسې به اورېدلي يا ليدلي وي، چې ډېر ځله موږ ځينې وييونه او جملې په ناسمه توګه كارو پرته له دې، چې مانا ته يې ځير شو، چې ايا سمه مانا وركوي او كنه؟ د ساري په ډول دا څو بېلګې، چې زه يې دلته يادونه كوم دا هغه خبرې يا اصطلاحات دي، چې موږ يې هره ورځ په خپلو خبرو كې كارو؛ خو كه مانا ته يې ځير شو؛ نو خورا ګورټ توپير په كې تر سترګو كېږي، لكه پر ډوډۍ كنېاستل، پر لمانځه ودرېدل، پر تېږه ويشتل، سلام كول او... په داسې حال كې، چې آره يا اصلي بڼه يې داسې ده:
ډوډۍ ته كېناستل، لمانځه ته ودرېدل، په تېږه ويشتل، سلام ويل او داسې نور... هېڅ كله به تاسې نه وي ليدلي، چې څوك د ډوډۍ خوراك لپاره پر ډوډۍ له پاسه كېني او هغه وخوري؛ په داسې حال كې، چې د ويونكي موخه به ډوډۍ ته كېناستل وي او همداسې دا نورې بېلګې يې هم درواخله.
دغه راز په پورته سرليك كې هم همداسې باريكۍ شته، په دې مانا چې غږ او اواز خورا دوه بېل وييونه او كلمې دي، چې هر يوه يې ځانته جلا مانا او كارونه لري او بې ځايه كارول يې په مانا كې خورا لوى مانيز بدلون راوړي.
د دې لپاره، چې خبره مې په سمه توګه روښانه كړې وي دلته به يې تاسې ته لومړى تعريف او بيا توپيرونه په ګوته كړم:
په زاهد پښتو_ پښتو سيند كې اواز داسې راپېژني: "نر. م.(ج. اوازونه) غږ، ناره" او اوازپوهه بيا داسې تشريح كوي: "ښځ.م. فونيم پوهنه، فونيم پېژندنه". خو كه د همدغه سيند يو څو پاڼې واړول شي؛ نو په ۷۱۰ مخ كې غږ داسې راپېژني: "نر.م. ږغ، اواز، صوت، هغه څه، چې اورېدل كېږي، ناره، ست، خوښول، پړه" او د غږپوهې په اړه ليكي: "ښځ.م. غږ پوهنه، فقه الصوت، سپڼپوهه، فونيټيكس، فونولوجي ".
له پورته پېژندونو څخه په ډاګه څرګندېږي، چې غږ او اواز دوه بېلې مانا داره كلمې دي، چې له بده مرغه موږ يې تراوسه پورې په يوه مانا كارو؛ ځكه غږ ته يې فونيم پوهنه يا فونيم پېژندنه وويله او اواز ته يې سپڼپوهنه يا فونيټيكس؛ يانې يو يې فونيميكس شو او بل يې فونيټيكس، چې دا دواړه كلمې د ژبپوهنې له پلوه خورا ګورټ توپير لري. په حقيقت كې يو يې د كل او بل يې د جز مانا لري، كه چېرې څوك غږ پوهنه باندې پوه نشي؛ نو په اواز پوهنه باندې هېڅ كله نشي پوهېدلاى.
البته دا توپيرونه يوازې په پښتو كې نه؛ بلكې په انګليسي، عربي، دري او... نورو ژبو كې هم ترسترګو كېږي، دري ژبه يو ته آوا شناسي او بل ته واج شناسي وايي، چې دا په خپله زموږ د خبرې پخلى كوي.
دغه راز بل ښكاره توپير يې د ښاغلي ډاكټر مجاور احمد زيار په پښتو پښويه كې راغلى دى، چې نوموړى دواړه كلمې په دې بڼه راپېژني: "غږ پوهه، آوا شناسي Phonetics سپڼپوهه، خن شناسي: دلته هر راز ژبني غږونه په ټوليز ډول څېړل كېږي. كه دغه غږونه ځنځيري وي او كه ناځنځيري او يا ژبني(فونيمېكي) ارزښت ولري... نن سبا غږ پوهه، آواشناسي، فونولوجي او نونيټيكس په يوه مانا كارول كېږي او بيا د هغه په دننه كې د فونېټيكس(سپڼپوهنې) او فونيمېكس(آواز پوهې) توپير كوي."
خو تر دې وروسته د نوموړي اثر په ۵۴ مخ كې د اواز په هكله ليكي:"اواز پوهه Phonemic دا برخه د پښتو پښويي(ګرامر) او بيا غږ پوهې(Phonology) هماغه برخه ده، چې يوازې ارزښتناك غږونه(اوازونه – فونيمونه) څېړي او...".
له پورته څرګندونو څخه جوتېږي، چې غږونه عمومي دي او اوازونه خصوصي يا ځانګړي؛ په دې مانا، چې په غږونو كې ټول اوازنه راځي، لكه د تېږو، اوبو، باد، باران، مرغانو اوازونه، خټې، وړو د اغږلو او...غږونه؛ خو په اواز كې يوازې د يوې ژبې مانيز اوازونه راځي، هغه اوازونه، چې هغه ګرافيم ولري او د نړۍ په يو ليكدود باندې وليكل شي. كه چېرې ونه ليكل شي؛ نو هغه به هرومرو غږ وي نه اواز.
اوس نو جوته شوه، چې د غږونو په برخه كې ټول مانا داره او بې مانا اوازونه راځي، چې ځينې ځينې آن ليكل كېدلاى هم نشي، لكه پورته چې يې يادونه وشوه او اواز هغه دى، چې مانا ولري او په يوه ژبه كې يې ګرافيم يا د ليكلو تورى موجود وي.
په دې هيله، چې دغې برخې ته زموږ درانه پوهان ځير شي او په ګانده كې يې په اړه دقيقه څېړنه وكړي. زه خپلو خبرو ته د پاى ټكى ږدم.