د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد نبي ويزه واخيسته او بېګا ته به کوېت ته سفر کوي

کرکټ څانګه 06.04.2010 16:04

د افغانستان د ملي لوبډلې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل ته د کوېت چارواکو ويزه ورکړې ده او په نيمه پایلوبه کې به برخه اخلي.

محمد نبي لا تر دې مهاله په کابل کې دی.

د لوبډلې مدير بشير ستانکزي له کوېت څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې ويزه یې اخيستې او محمد نبي ته یې کاپي ورلېږي چې بېګاه ته کوېت سفر وروکړي او سبا ته په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي.

ستانکزی وايي چې د برتانيې ويزې ته یې د محمد نبي لپاره یې په کوېت کې وخت اخيستی دی او چې ورورسېږي نو پاسپورت به یې د برتانيې سفارت ته وسپاري.

ستانکزی وايي چې د نورو لوبغاړو د برتانيې د ويزو کارونه شوي دي او سبا امکان شته چې د ويزو سره پاسپورتونه ترلاسه کړي.