هندوستان د کرکټ شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه
06.04.2010 15:18د هندوستان کرکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، د اعلان شوي لوبډلې مشر ډوني او مرستیال يي وریندر سیواک دي، دواړه پیاوړي او تیز منډه جوړونکې دي. دا لوبې به د اپرېل په ۳۱مه نېټه د غرب الهند ي په ټاپوګانو کې پيل کېږي.
تېره اونۍ د کرکټ د نړیوالې شورا په ویب پاڼه د افغانستان ملي لوبډله هم نړیوال شل اوریز جام ته پیژندل شوي خو د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د هندوستان او دویمه د سویلي افریقاله لوبډلې سره ده، دواړه پیاوړې لوبډلې دي خو افغان کرکټ ملي لوبډله هم له چا کمه نه ده که پوره په غورسره لوبه وکړي.
د هندوستان نړیوال شل اوریز جام ته غوره شوی لوبډله:
هربجن سنگ
ورج سنگ
پيوش چاوله
وني کمار
سريش رينا
رويندر جديجا
ظهير خان
وني کمار
يوسف پټان
اشيش نهرا
ايشانت شرما
روهت شرما
دنيش کارتک
گاتم کمپير
پروين کمار