د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان نيمه پايلوبې ته لاره ومونده

کرکټ څانګه 06.04.2010 10:11

      افغانستان او مالیزیا نيمه پايلوبې ته لاره ومونده

 

د آسيايي شورا ويبپاڼه توپ په توپ د لوبې حال خپروي. دلته ټک ورکړئ.

  تازه حال:

- مالیزیا په ۲ ویکټو  متحده اماراتو ته ماته ورکړه.

د مالیزیا کرکټ لوبډلې هیڅ کله هم د اماراتو لوبډلې ته د د آسيا د شورا په ايليټ جام کې ماته نه وورکړي او دا لومړی ځل دی چې د اماراتو کرکټ لوبډله د آسيا د شورا په ايليټ جام کې په شا تمبوي.

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
ماليزيا ۱۵۴ ۲۷ ۸
امارات  ۱۵۲  ۴۲  ۹

- مالیزیا په ۸ بالونو ۴ منډو ته اړتیا لري.

-مالیزیا په ۱۴ بالونو ۱۰ منډو ته اړتیا لري، اوس هم د دواړو لوبډلو مسیر نه دی معلوم چې څوک به نیمه پایلي خپلوي.

- د افغانستان د ملي لوبډلې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل ته د کوېت چارواکو ويزه ورکړې ده او په نيمه پایلوبه کې به برخه اخلي.

محمد نبي لا تر دې مهاله په کابل کې دی.

د لوبډلې مدير بشير ستانکزي له کوېت څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې ويزه یې اخيستې او محمد نبي ته یې کاپي ورلېږي چې بېګاه ته کوېت سفر وروکړي او سبا ته په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي.

-  د لوبې ګټل مالیزیا ته اوس هم اسانه دي. په ۳۲ بالونو ۳۶ منډو ته اړتیا لري.

- د مالیزیا سوهان کمار پنځوسیزه  په ۵۷ بالونو ووهله.

- مالیزیا روانه لوبه باید په ۲۸.۲ اورونو کې وګټي تر څو نیمه پایلو ته لار پیدا کړي.

- مالېزیا اوس په ۶۲ بالونو ۷۰ منډو ته اړتیا لري.

-مالیزیا په ۹۸ بالونو ۹۷ منډو ته اړتیا لري تر څو نیمه پایلو ته ووځي.

افغانستان نيمه پايلوبې ته لاره ومونده. لوبغاړي کريم صادق او د لوبډلې مينجر بشير ستانکزي ټول افغان ته وويل چې افغانستان نيمه پايلوبې ته بريالی شو او اوس د خپل ګروپ په سر کې دی.

 - مالیزیا لوبه پېل کړي ده  تر اوسه يي  ۱۵ منډې کړي او دوه لوبغاړي يي سوزیدلي دي.

- د اماراتو لسم لوبغاړی هم وسوځېد.

- دا دويم کيچ دی چې ماليزيايان یې په ۳۴م او ۳۵ اور کې غوروزوي.

- موږ په مخکېني رپوټ کې ويلي و چې د محمد نبي د ويزې کارونه یې ګړندي کړي دي. که وشي نو نيمه پايلوبې ته رارسي او که ونشي نو دوبۍ ته به ځي او له هغه ځايه به د برتانيا ويزيې ته عريضه کوي.

- ماليزيا وايډونه ډېر ورکوي چې څه خبره ده؟!

- نهمه ويکټ هم لاړه وغورزېده.

- اتمه ويکټ هم لاړه.

- د ماليزيا توپ اچونکي په ۲۹م اور کې ۴ وايډ وکړل. چې څه خبره ده؟!

- طالب جان وايي چې زموږ د بري لپاره بايد امارات له ۱۶۰ څخه ټيټې او کريم جان وايي چې بايد له ۱۵۰ ټيټې منډې جوړې کړي. احتياط ښه دی، موږ به د ۱۵۰ څخه د ټيټو دعا کوو.

- ټول لوبغاړي دا مهال په هوټل کې په خپلو کوټو کې لوبه تعقيبوي او د کمپيوټر مخې ته په تشويش کې ناست دي.

- همدا اوس مو کريم خان صادق سره خبرې وکړې. کريم وايي که امارات ټول له ۱۵۰ منډو ښکته وسوځي او ماليزيا داسې وګټي چې ۱۰ اورونه ورسره پاتې وي نو د اماراتو د منډو اوسط بېخي ټيټېږي او افغانستان نيمه پايلوبې ته وځي.

- د اماراتو ۷مه ويکټه هم وغورزېده.

 - مشتاق صيب: ستاسو له حسابه داسې معلومېږي که امارات ۱۲۰ شاوخوا منډې جوړې کړي او ماليزيا یې ترې وګټي نو بيا خو دواړه له افغانستان څخه مخکې کېږي! ايا سمه ده؟

- د اوسط د شمیر طریقه:
ليکونکی مشتاق رحيم:

د یوی لوبډلی ټولی منډی په لوبول شوی اوورونو ویشل کیږی ترڅو په هر اوور کی د منډو اوسط معلوم شی- بیا د بلی لوبډلی سره هم همداسی کیږی- بیا د یوی لوبډلی د منډو اوسط د بل څخه منفی کیږی چی د بایلونکی لوبډلی اوسط منفی خوا ته ځی او د ګټونکی هغه مثبت ته - همدا راز که یوه لوبډله د خپلو اوورونو څخه مخکی وسوزیږی نو جوړی منډی یی په ټولو اوورونو ویشل کیږی او اوسط تری اخیستل کیږی-

نو همدا راز د مالیزیا بایلل اړین دی او که ګټی یی هم نو پکار ده چی په 50 اوورو کی منډی پوره کړی- هیله ده چی په واضح ډول می تشریح کړی وی

- لوبه د افغانستان په ګټه نه ده روانه. د آسيا شورا هم وايي چې ماليزيا که لوبه په دې شکل وګټي نو د منډو اوسط یې له افغانستان څخه ښه کېږي او افغانستان ته بری سختېږي.

- اماراتو په تېرو درې اورونو کې ۴ ويکټې له لاسه ورکړې او ۸ منډې یې وکړې.

- په څلورو اورونو کې اماراتو دوه نورې ويکټې له لاسه ورکړې او ۹ یې منډې وکړې.

- د لوبډلې مينيجر او پخواني کپتان ريس احمدزي سره مو خبرې وکړې. مهمه دا ده چې امارات ماليزيا ته ماته ورکړي. که ماليزيا د اماراتو منډې زر پوره کړي يانې ويکټې په لاس کې ولري او توپونه هم ورسره پاتې وي نو د منډو اوسط یې ښه کېږي. ريس احمدزی وايي چې دا مهال د افغانستان او ماليزيا د منډو اوسط سره ډېر نږدې دی.

- د اماراتو لومړۍ ويکټه په ۹م اور کې وغورزېده.

- د افغانستان د بخت او طالع لوبه پيل شوه. امارات بيټنګ پيل کړ.

 - پچه اماراتو وګټله او لومړی به بيټنګ کوي.

د کابل په وخت ۱۰:۴۵: لوبه لا پيل نه ده. سهار وختي باران شوی دی او پيچ لوند دی. لوبه به وروسته پيل شي.

ـــــــــــــــــ

د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې نن د B ګروپ ماليزيا او امارات خپلې درېمې لوبې ترسره کوي. افغانستان خپلې درې لوبې ترسره کړي دي او ۴ نمرې لري. امارات هم ۴ نمرې لري او ماليزيا بيا ۲ نمرې لري.

ننۍ لوبه افغان لوبډلې ته ځانګړی اهميت لري. که امارات نن لوبه وګټي نو افغانستان او امارات به نيمه پايلوبې ته بريالي شي او که ماليزيا یې وګټي نو بيا به د درې واړه لوبډلو د منډو اوسط ته ګوري. د منډو په اوسط کې دوه مخکښې لوبډلې به نيمه پايلوبې ته ووځي.

د اماراتو د منډو اوسط دا مهال ۴.۴۱ دی او په بايلاد سره راټيټيدلای شي. د افغانستان د منډو اوسط ۲.۶۰ دی او ماليزيا ورته په ۲.۴۲ ډېر نږدې د منډو اوسط لري. که ماليزيا نن اماراتو ته ماته ورکړي، نو هر څه امکان لري:

۱. که ماليزيا په ډېرو منډو او يا ويکټو اماراتو ته ماته ورکړي، نو بيا امکان لري چې د اماراتو د منډو اوسط هم راښکته کړي. نو بيا د هرې لوبډلې د بري او يا پاتې کېدو امکان شته دی.

۲. که ماليزيا اماراتو ته په کمو منډو او يا ويکټو ماته ورکړي. نو بيا د اماراتو او افغانستان د بري امکان ډېر دی.

د لوبې په پای کې به پته لګېږي. لوبه اوس د اماراتو او ماليزيا په لاس کې ده، افغانان به یواځې سيل کوی چې دوی څه کوي.

بې شکه چې په افغانستان کې به خلک د افغانستان د بريالي کېدو دعاګانې کوي.