په خوست کې مجاهد لوبډله اتله شوه
05.04.2010 09:34کپتان نوروز منګل هم د خوست دی.
په خوست کې سيمه ييزې لوبې پای ته ورسېدې.
د پژواک خبري اژانس د خبر په اساس یوه نيمه مياشت مخکې په خوست کې د دې ولايت له بېلابېلو برخو څخه ۴۵ کرکټ لوبډلو سيالي وکړه.
پايلوبه د نيازيو او مجاهد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې مجاهد لوبډلې وګټله خو د سيالۍ غوره لوبغاړی د نيازيو د لوبډلې حبيب وبلل شو. په پايلوبه کې حبيب په یو اور کې ۵ شپږيزې او ۱ څلوريزه ووهله.
د خبر په اساس د لوبو سيل ته په زرګونو سيل کونکي راغلي وو.
خوست په ځانګړي ډول او لويه پکتيا عموما د کرکټ ډېر مينه وال لري او دا لوبه په کې لومړۍ لوبه ده. دا مهال د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل هم د خوست د ولايت دی چې د دې ولايت کرکټ کونکو ته ځانګړې تشويق کونکی عامل دی.
د پژواک په خبر کې راغلي دي چې دا مهال په خوست کې د لوبغالي د جوړولو چارې روانې دي.
د خوست نوی والي عبدالجبار نعيمي هم د کرکټ سره آشنايي لري او تمه کېږي چې په دې ولايت کې به د دې لوبې ځانګړی ملاتړ وکړي.